دمولوي عبدالجبار ـ دپوښتني جواب

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46506
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-12-24


فتوی نمبر (۵۱۳) . 

 مفتي   : 

ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي:مولوي عبدالجبار/پېښورـ

جليل القدرعلامه ابوالفضل صاحب ته اودبینواوکارکونکوته السلام عليکم ورحمةالله وبرکاته زماپوښتنه داده چي په ځينوکتابوکي ماولېدل چي هغه خلګ چي په تناسخ سره قول کوي يعني داعقيده لري چي کله چي يوانسان مړسي نوبيادده روح بيرته په دنياکي په بل جسداوبدن کښي داخليږي اودخپلواعمالوپاداش اوجزاپه همدغه دنياکښي دتناسخ له لاري ورکړه کيږي دوئ وايي چي  دقرآن کريم دغه آيت چي « إِنَّ الَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَاسْتَكْبَرُوا عَنْهَا لَا تُفَتَّحُ لَهُمْ أَبْوَابُ السَّمَاءِ وَلَا يَدْخُلُونَ الْجَنَّةَ حَتَّى يَلِجَ الْجَمَلُ فِي سَمِّ الْخِيَاطِ وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُجْرِمِينَ (40)الاعراف»هم پرحقيت دتناسخ باندي دلالت کوي،داخبره وماته ډېره مشکله واقع سوېده هيڅ سرمي نه په خلاصيږي که لطفادامهرباني وکړئ چي ددغه استدلال اودهغه دجواب تشريح راته وکړئ نوستاسي به زيات شفقت وي ـ
والسلام

الجواب و هو الملهم للصواب 


نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :
محترمه وروره ! وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته ـ
دغه خلګ چي په تناسخ قول کوي  هغه داسي وایې چي دګناګارواوفاسقوخلګواروحونه چي کله له بدنوڅخه خارج سي نوبياله يوه بدن څخه وبل بدن ته نقل کيږي اوپه هربدن کښي چي دغه قسم روح داخله سي نوپه عذاب اوپه تکلیف مبتلاوي ترڅوچي داوښ وبدن ته داخله سي،بياداوښ له بدن څخه دهغه چينجي په بدن کي داخله سي چي هغه دستني ترسپم وځی نوکله چي دستني ترسپم ووځي نوپه دغه وخت کي له ګناووڅخه دغه روح پاکه سی اووجنت اووسعادت ته ورداخل سی،خودتناسخ مذهب باطل اودکفرمذهب دئ اودغه استدلال يې هم کفری اوجهلی استدلال دئ ـ
امام رازي رحمه الله تعالي[تفسيرکبي/۳۰۵/۴]کي ذکرکړيدي:«القائلون بالتناسخ احتجوابهذه الاية فقالو: ان الارواح التي کانت في اجسادالبشرلماعصت واذنبت فانهابعدموت الابدان تردمن بدن الي بدن،ولاتزال تبقي في التعذيب حتي انهاتنتقل من بدن الجمل الي بدن الدودة التي تنفذفي سم الخياط فحينئذتصیرمطهرة عن تلک الذنوب والمعاصی وحينئذتدخل الجنة وتصل الي السعادةـ
واعلم:ان القول بالتناسخ باطل وهذالاستدلال ضعيف ـ کذافي احکام القرآن ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ