فتوی نمبر (۵۱۴) .
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتيه: شاهده جرمني
ګران استاذلوئ عالم ابوالفضل السلام عليکم جوړاوروغ اوسئ زماپوښتنه داده چي ماله ځينوڅخه داسي اوريدلي دي چي په صله رحمي سره دانسان عمرزياتيږي اوچي څوک صله رحمي نه کوي نودهغه عمرکميږي اوله ځينوڅخه مي بياداسي اورېدلي دي چي عمرپه هيڅ شي سره نه زياتيږي نه کميږي په دې باره کي له تاڅخه شرعي معلومات غواړم
والسلام ستاسوشاګرده شاهده جرمني
الجواب و هو الملهم للصواب
محترمي خورې وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته :
فقيه ابوالليث سمرقندي رحمه الله تعالي په تنبيه الغافلين کي په بحث دصله رحمي کي يوحديث راوړيدئ چي مضمونه يې دادئ چي نبي (صلي الله تعالي عليه وسلم ) فرمايلي دي چي ديوسړي درې ورځي دعمرپاته وي بيادغه سړي له يوه قريب سره صله رحمي وکړي نودغه درې ورځي عمريې په دېرش کاله عمربدل سي ـ
اوديوه سړي بيادېرش کاله عمروي نودغه سړي له يوه قريب سره دصله رحمي قطع وکړي نودغه دېرش کاله عمريې ودروورځوته راټيټ شي ـ
له دې څخه داڅرګنده سوه چي په صله رحمي سره عمربالاکيږي اوپه قطع دصله رحمي سره عمرکميږي،خودلته دغه يوه خبره بايدستاسي په فکرکي وي چي فقيه ابوالليث په اسلامي امت کي بياخاص دحنفي مذهب په علماووکي دډيري لوړي کچي امام اومسَلم شخصيت دئ ـ
تاسي ډېرخيال بايدوکړئ چي دګمرهانواوځينوجاهلانوخبروته غوږونه نيسۍ کوم چي ددغه ډول عمده اشخاصواوددوئ دکتابوپه باب احمقانه خبري نشرکوي ـ
البته د«تنبيه الغافلين»دځينواحاديثوپه باب ځينوعلماوومنفي نظرورکړئ دئ خوددې معني دانه ده چي د«تنبيه الغافلين»ټولي خبري ياټول حديثونه ترتنقيدلاندي دي،له تنقيدڅخه يوکتاب هم نه دئ خالي سوئ دبخاري شريف هم په ډېرواحاديثوباندي تنقيدسوئ دئ ـ
اوځيني علماوو ويلي دي:چي عمرنه زياتېدلائ سي اونه کمېدلائ سي دوۍ په دغه مبارک آيت باندي دليل نيسي:
« وَلِــكُلِّ أُمَّةٍ أَجَلٌ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ (34)الاعراف ـ
اودارنګه په دغه حديث سره دلیل نیسی چي ابوالشيخ رحمه الله تعالي ئيې له ابو الدرداء رضي الله تعالي عنه څخه روايت کړئ دئ :
«اخرج ابوالشيخ عن ابي الدرداء قال:تذاکرناعندرسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم:الاعمارفقلنامن وصل رحمه انسي في اجله فقال:انه ليس بزائدفي عمره قال الله تعالي:« فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ لَا يَسْتَأْخِرُونَ سَاعَةً وَلَا يَسْتَقْدِمُونَ (34)الاعراف ـ
ولکن الرجل تکون له الذرية الصالحة فيدعون الله تعالي من بعده فذالک الذي ينسأفي اجله ـ الاکليل،۱۰۸
مګرماچي په دې باره کي کوم تحقيق کړئ دئ نودهغه پخوړدادئ چي اجل دوه قسمه دئ:يواجل معلق دئ اويوغيرمعلق دئ چي مبرم اوقطعي هم ورته ويل کيږي ـ
اجل معلق دادئ چي دالله (جل جلاله)په تقديرکي کښي ديوچاداجل په باره کي داسي فيصله سوې وي چي فلان سړي که مثلاصله رحمي وکړه نوعمربې مثلادېرش کاله وي اوکه يې صله رحمي ونکړه نوعمربې لس کاله وي ـ
اواجل غيرمعلق دادئ چي الله (جل جلاله)په خپل تقديرکښي ديوچادعمرپه باره کښي داسي فيصله کړې وي چي ددغه سړي عمربه په قطعي ډول دېرش کاله وي ـ
نودغه دوهم قسم اجل زياتوب اوکمبودنه قبلوي،دمخکي ايت اوحديث مصداق دغه غيرمعلق اجل دئ،اودتنبيه الغافلين دحدی ث مصداق اجل معلق دئ ـ
ـ والسلام ـ