له چين څخه دډآکټري فاطمې دپوښتني جواب:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46511
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2011-12-24


فتوی نمبر (۵۱۵) . 

مفتي   : 

 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتيه:ډآکټره فاطمه/چين
دروندشخصيت علامه ابوالفضل صاحب خدائ پاک موروغ اوجوړلره،زماپوښتنه داده جي دجناتويعني پيرانانودوجودپه باره کي بايدڅنګه عقيده ولرو،اوکه يوڅوک دجنياتوله وجودڅخه  منکروي نودهغه شرعاڅه حکم دئ؟  

الجواب و هو الملهم للصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم :

قدرمني خوري!وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته :
داهل السنة والجماعة عقيده دجنياتودوجودپه باره کي داده چي دوئ وجودلري په صريح اياتواوحديثوسره ددوئ وجودثابت دئ،اواکثردفلاسفه وو اودارنګه يوه ډله دقدريه وواومعتزله وو اوجهمیه وو اودزنادقه ووقديمااوحدیثادجنیاتوله وجودڅخه منکردي چي جن وجودنلري ـ
کوم څوک چي دجناتودوجودڅخه منکروي هغه کافردئ ـ
عالم الجن،ص۹۱،الفصل في الملل والنحل ،ج۵ ،ص ۱۲، تفسيرالمنارج ،۷،ص۶۴۸،تفسيرکبير،ج۱۳ ،ص۱۱۳=او=۱۱۶،روح المعاني،ج۲۹،ص۸۲،عالم الجن،ص۱۷۱،احکام القرآن،ج۳،ص۱۸۷ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ