د سياسي چارو کارپوه برېګېډير سعد محمد سره مرکه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46609
سيدحسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2011-12-31

د پاکستان پخواني پوځي او د سياسي چارو کارپوه برېګېډير سعد محمد سره مرکه
بل ته چې کوهي کنې، نو خپله به دې پکې شپه شي
خامه مېوه پخېږي، خو انسان چې يوځل خام شي بيا نه پخېږي
اليس منکم رجل رشيد [هود : ۷۸]

بي بي سي :
په ۲۰۱۱ کال کې چې نن يې وروستۍ ورځ ده، پاکستان د يو شمېر پېښو شاهد وو. د پاکستان د پنجاب ولايت والي سلمان تاثير او د مرکزي کابينې يو وزير شهباز بټي ووژل شو. د همدې کال په پای کې يو امريکايي رېمن ډېوس په لاهور ښار کې دوه پاکستانيان ووژل.
د مئ د مياشتې پر دوهمه نېټه بيا ځانګړو امريکايي ځواکونو په پلازمينې اسلام اباد ته نژدې په ايبټ اباد کې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن وواژه. د امريکا او پاکستان په اړيکو کې ترينګېلتيا رامينځته شوه او د امريکا جګپوړي پوځي قوماندان اميرالبحر مايک مولن د پاکستان پر استخباراتي ادارې آی ايس آی تور ولګاوه چې په افغانستان کې له اورپکو سره همکاري کوي.
په قبايلي سيمو کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکو بريدونه روان ول او په سلګونه کسان پکې ووژل شول، خو د نومبر په مياشت کې په مهمندو قبايلي سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر يوې پوستې د ناټو په بريد کې د څه باندې ۲۰ پاکستاني پوځيانو تر وژنې وروسته د امريکا او پاکستان ترمينځ همکارۍ يو بل ګوزار وخوړه.
پاکستان له خپلې خاورې تېرېدونکې د ناټو اکمالات ودرول او په بون کې يې د افغانستان په اړه له نړيوال کنفرانس سره پرېکون يا بايکاټ وکړ.

په پېښور کې مېشت سياسي او د پوځي چارو کارپوه متقاعد يا ريټايرډ برېګېډير له سعد محمد څخه وپوښتل چې د دغو پېښو په رڼا کې دوی ۲۰۱۱ په رڼا کې د پاکستان لپاره څنګه ګڼي ؟

په دې کې که له فبرېورۍ نه وروسته واخلو، په هغې کې د رېمن ډېوس چې کومه پېښه شوې وه. په هغې کې اول حکومت يوځلې يوه پاليسي اختيار کړې وه او له هغې نه پس چې فشار پرې راغی، له هغې نه پس بالکل  يې پر هغې باندې يو ټرن (U Turn) واخېست او مختلف کار يې وکړ، له هغې سره د پوځ او د حکومت لويه بدنامي وشوه.
بيا دويم په مئ کې چې کومه پېښه ده هغه خاص کر (په تېره بيا) د پاکستان لپاره زما خيال دی يو ډېر سخت وخت وو. ځکه داسې يو سړی چې دنيا ورپسې لګېدلی وه او د هغه لټون يې کاوه. هغه د پاکستان په داسې يوه علاقه کې معلوم کړی شو او هغه هم پاکستاني استخباراتو معلوم نه کړای شو، بلکې بيروني استخباراتو هغه معلوم کړ او بيا په هغې باندې د امريکني پوځ حمله راغله او هغه يې په هغې کې وواژه.

دا يو شمېر پېښې چې موږ مخکې يادې کړې. ځينې داسې وې چې د پاکستان د بدنامۍ سبب شوې لږ تر لږه په لويديځو هېوادونو کې - په غربي ملکونو کې، تاسو ته څنګه ښکاري چې ۲۰۱۱ کال له دې اړخه د پاکستان لپاره څومره مهم وو چې پاکستان يو ډول د ګوښه والي يا د يوازېتوب احساس کوي؟

زما په خيال به دا ډېر لوی يو د بدنامۍ کال وو خاص کر (په تېر بيا) ګوتې اوچتېدې په استخباراتو باندې او په پوځ باندې. له دواړو خواو نه که تاسو ورته وګورئ يا به هغوی هغه ساتلی وو، نو هم يوه ډېره لويه بدنامي وه چې دوی داسې يو سړی ساتلی وو چې د هغه پسې دنيا ګرځي او هغه زمونږه د نظر لاندې وو؛ او که زمونږ د نظر لاندې نه هم وو، خو زما په خيال باندې چې مونږه ته پته نه وه پاکستان ته، خو بيا هم مطلب دا دی چې په يوه پوځي چوڼۍ کې هغه اوسېده. پوره د فاميل سره اوسېده او بيا پينځه کاله يې په دغه ځای کې تېر کړي دي. که دغه رښتيا وي، نو دا خو بيا ډېر د پاکستان پر لمنه باندې تور داغ دی.
بيا وروسته چې دا د ډرون حملې وګورئ. د شمسي هوايي اډه چې اول خو مونږ له دېنه بالکل انکار کړی وو چې ډرون الوتکې له دغه ځايه نه استعماليږي او بيا وروسته چې د ۲۶ نومبر پېښه وشوه. له هغې نه پس خو بيا پته ولګېده چې د ډرون حملې خو له دغه ځای نه کېدې. هغه بالکل يو فعال هوايي ميدان وو او له دغه ځای نه به رااوچتېدل او د پاکستان په خلکو باندې به يې حملې کولې.

نو برېګېډير صاحب موږ مخکې يادونه وکړه چې د پاکستان او امريکا ترمينځ او د ځېنو نورو لويديحو هېوادونو ترمينځ اوس يو ترينګلتيا شته او په ځېنو حالاتو کې ډېره شوې هم ده. دغه تشنج تاسو ته څنګه ښکاري چې پاکستان  يې تر کومه حده زغملی شي - تر کومه حده وس لري چې تعلقات همداسې خراب وساتل شي تر ډېره وخته ؟

د پاکستان سره خو چې د هغه سره په لاس کې کوم طاقت وو هغه يې په پاکستان استعمال کړ. يوه ناټو ته لاره ورکول وو هغه يې بنده کړه. شمسي چې کوم هوايي ميدان وو هغه يې ترې واخېست. اوس زمونږه په دې باندې څه کيږي ؟
د امريکا لپاره په دې ملک په دې باندې راغی چې زمونږه اقتصادي او پوځي امداد چې په هغې باندې يې ډېر سخت شرايط ولګول.
او زما په خيال هغه شرايط فی الحال په موجوده حالات کې پوره کول چې کوم دي هغه ګران دي. په نوره بيروني دنيا کې زما په خيال داسې څوک نه شته چې هغه پاکستان ته د امريکې غوندې امداد ورکوي. او پاکستان ته په کار دي چې زما خيال دی پالېسۍ چې دي، نو هغه په جذباتو باندې نه جوړيږي. په زمکه باندې چې کوم حقايق وي په هغې باندې جوړيږي او په هغې کې دا ده چې مونږه د امريکې سره د تصادم صورت حال چې کوم دی زمونږ بالکل په مفادو کې نه دی.

نو تاسو ته داسې ښکاري چې حکومت به بالاخره که څو اوونۍ يا څو مياشتې وخت ونيسي، بالاخره داسې ګامونه پورته کړي چې د امريکا سره يې تعلقات بيرته ښه شي ؟

هو، زما په خيال دغه اړخ ته خو څه پرمختګ خو شوی دی. که تاسو وګورئ، لکه د قطر چې کوم دفتر دی. زما په خيال باندې په دې کې د پاکستان څه نا څه تعاون چې کوم دی هغه شامل دی. داسې مندوب چې کوم په سرحداتو باندې وو او کوم چې په په بګراونډ کې وو هغه هم زما په خيال په خپل ځای باندې واپس راغلي دي. نو زما په خيال باندې داسې نه دي، د عوامو لږ غوندې د دې واقعې هغه اثرات چې هغه ورو ورو کم شي، نو زما په خيال باندې د تعلقاتو واپس راتلو ته به مزل خو وي، مشکلات به وي. خو زما په خيال دا ممکن دي او دې اړخ ته څه نا څه پېشرفت شوی دی.
دې منطقه کې که امريکې داسې د شکست اړخ ته يا امريکې ته مشکلات پيدا کووو، نو هغه به د پاکستان لپاره به له هغې نه زيات مشکلات پيدا کيږي. امريکا خو له دې ځای نه ۸۰۰۰ ميله لېرې يو ملک دی په هغې باندې دومره مشکلات نه وي، لکه څومره چې په افغانستان کې انتشار جاري وي چې د هغې اثرات به په پاکستان باندې وي. زما په خيال باندې دا سوچ اوس رامخته شوی دی او هغه خلک رامخته شوي دي چې د امن او مذاکراتو اړخ ته څه نا څه فکر وکړي.
[دا وو په پاکستان کې د سياسي او پوځي چارو کارپوه برېګېډير سعد محمد]

نوټ :
ښاغلي سعد صاحب ته په درناوۍ سره،
خو دومره خبره ده چې کله شهزاد سليم ووژل شو او له هغې وروسته بي بي سي د يو بل ژورنالېست سره مرکه وکړه چې نوم يې اوس زما ياد ته نه راځي، خو د هغه يو ملګری کېده.
هغه وايی چې زما يو ليکنه يوه وخته خپره شوه او له خپرېدو وروسته زه کار ته روان وم چې زنګ راته راغی او په زنګ کې يې لومړی خپل ځان راوپېژانده او راته يې وويل چې ته ما پېژنې چې زه څوک يم ؟ نو ما ورته وويل : نه، که تاسو ځان راوپېژنئ، نو ډېره به ښه وي، نو ده راته ځان داسې راوپېژانده چې زه ډګروال طارق يم. او له دې سره يې راته وويل چې ته خو ډېر ښه فاميل لرې. او له ښې کورنۍ نه يې.
ستا کوشنيان او مېرمن هره ورځ د سهار اته بجې له کوره راوځي او ښوونځي ته ماشومان وړي. د ماشومانو نومونه او عمرونه يې يې هم ياد ول. ان تر دې چې د موټر نمبر پلېټ، رنګ او نور هر څه ورته معلوم وو.  او له دې سره يې راباندې تېلېفون يعنې خپلې خبرې قطع کړې.
نو ما ته سودا مې شوه او سمدستي مې کور ته زنګ ووهلو او له مېرمنې مې پوښتنه وکړه چې چا خو به زنګ نه وو راوهلی؟ نو هغې وويل چې : نه. ولې څه خير خو دی؟
بيا خپل د کار ځي ته راغلم او خپل مشر مې خبر کړ او هغه راته وويل چې مه خفه کېږه او زه به ختمي يو څوک پيدا کړم چې دغه تأثر لېرې کړم. هغه بيا خپلو ځېنو دوستانو او نورو چارواکو ته زنګونه ووهل او بالاخره هغه درک مو معلوم کړ چې دا زنګ راته له کوم ځايه وهل شوی وو. نو زنګ ورته د څارګرې ادارې له خوا نه وهل شوی وو.
بيا هلته ورغلو او زما هغه ليکنه يې راته راوړه چې په کومه ګڼه کې خپره شوې وه او مخې ته يې راته واچوله. او بيا زموږه ورپسېې نوره پېژنګلوي هم وشوه، ځکه چې د هغه خپلوان زما د ځای ول او خدای تعالی خير پېښ کړ.
نو هغه ژورنالېست په مرکه کې دا خبره وکړه چې ما ته يې وويل : زمونږ ملګري تر دې اندازې په خپله وظيفه کې مخلص دي، کوم معلومات چې مونږ يې ترې غواړو هغوی له هغې نه زيات معلومات راته راټولوي او مونږ ته يې په لاس کې راکوي.
نو دا به ډېره مشکله او د نه باور وړ به وي چې ووايو چې ((استخبارات او پوځي مقامات دې د دوی په خپله پوځي چوڼۍ کې په دې نه پوهېدل)) او دا ځکه چې الله تعالی انسان ته د خپلې سهوې او خطا يو څو چاڼسه ورکوي، خو چې لاس ترې نه اخلي، نو بيا دا د الله تعالی کار دی چې په مخلوق او په ټولنه کې يې رسوا کوي.
اګر چې ډګروال صاحب دې رانه – نه خفه کيږي، موږ يې له پوځيانو، استخباراتو او سياستوالو ګيله نه کوو، خو دومره خبره ده چې دا ملايان او اسلامپال به يې زموږ په حق کې رب العلمين ته په محشر کې څه ځواب وايی ؟
د هغې ورځې د نياو او عدالت په هيله چې بيا هېڅ ډول انکار او پلمه يا excuse پکې مدار د اعتبار نه وي. په تېره بيا کله چې ((اليوم نختم علی افواههم وتکلمنا ايديهم وتشهدارجلهم بما کانوا يکسبون)) بيا به پېښېماني کومه ګټه چا ته نه رسوي. نه به يې پوځيان او نه به يې څارګره اداره وي او هغوی به لا زياتي ورته وايی چې تاسو ولې زموږ د نارواوو خبرې منلې؟
ښکاره خبره ده چې د پاکستان د ځېنو ادارو مسووليت به د ځېنو نورو پر وړاندې په ورځ د قيامت کې زيات وي. دا ځکه چې دوی زموږ وينې د خپلو ناولو موخو يعنې سياسي، اقتصادي، پوځي او د ستراتيژيکو موخو لپاره توی کړې. الله د مظلومانو وينې نه هدر کوي. د موسی عليه السلام په وخت کې د تره زامنو درواغ رسوا کړل چې هغه يې د ميراث لپاره وژلی وو او د لا زياتې دعوې لپاره يې د نورو په ورشو کې اچولی وو او همدارنګه يې د يعقوب عليه السلام د زامنو توطيه رسوا کړه.

وما علينا الا البلاغ

په درنښت