دالله پاک له عذابوڅخه دنجات دعا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46672
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2012-01-02


 فتوی نمبر (۵۱۶) .

  مفتي   :

  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي  شاکره   /له چین څخه 
محترموقدرمن ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ـ
زماسوال دادئ چي امام اعظم ابوحنيفه رحمه الله تعالي چي الله جل جلاله ۹۹نهه نوي واره په خوب کي وليدئ بياچي ئې په سلم وارکومه دعاوده ته په خوب کي الله جل جلاله وروښوله هغه کومه دعاده؟

. الجواب و هو الملهم للصواب:

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره:
کله چي امام أعظم أبوحنيفه (رضي الله عنه) نهه نوي (۹۹) واره الله (جل جلاله) په خوب وليدئ نو له ځان سره يې وويل چي سلم وار که مي وليدئ نو دداسي شي پوښتنه به ورڅخه وکړم چي دده له عذاب څخه نجات ورکونکئ وي ، نو بيا يې سلم وار په خوب وليدئ او همداسي پوښتنه يې ورڅخه وکړه ؟ الله پاک ورته وفرمايل چي که څوک دغه دُعا د سهار او ماښام له لمانځه وروسته وايي نو هغه به ځما له عذابه نجات پيدا کړي ، دُعا داده  :
سُبْحَانَ الأَبَدِيِّ الأَبَدْ * سُبْحَانَ الــوَاحِدِ الأَحَدْ * سُبْحَانَ الــْفَرْدِ الــصّمَدْ * سُبْحَانَ رَافِعِ السَّمَآءِ بِغيْرِ عَمَدْ *
سُبْحَانَ مَنْ بَسَطَ الأَرْضَ عَلی مَآءٍ جَمَدْ  * سُبْحَانَ مَنْ خَلَقَ الــْخلْقَ فأَحْصهُمْ عَدَدْ * سُبْحَانَ مَنْ قَسَّمَ الرِّزْقَ وَ لَمْ يَنْسَ أحَدْ * سُبْحَانَ الّذِيْ لَمْ يَتَّخِذْ صَاحِبَةً وَّ لا وَلَدْ *
سُبْحَانَ الَّذِيْ لَمْ يَلِدْ وَ لَمْ يُوْلَدْ وَ لَمْ يَکُنْ لَّه کُفُوًا أحَدْ *  . ردالمحتارج۱وغیره

والسلام ومن الله التوفيق ـ