فتوی نمبر (۵۱۷) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : رحيم الله زار /عربي متحده ايالات . وستر ديني رهنما علامه أبوالفضل (عم فيضه الجاري) ته د زړه له بيخه نيکي هيلي او سلامونه وړاندي کوم هيله کوم چي قبول سي ، ستاسي له درانه حضور څخه مي پوشتنه داده چي د بينک ملازمت او مزدوري څنګه ده ؟ سره له دې چي سودي جريمه پکښي جاري وي . ستاسي د جواب په هيله .
الجواب و هو الملهم للصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره ! په سودي بينک کښي ملازمت ، مزدوري او وظيفه ادا کول ناروا او حرام دي ؛ ځکه چي يو خو پدې کښي اعانت پر معصيت او ګناه باندي لازميږي (چي سود دئ) او بل کومه تنخواه او مزدوري چي دَئ لاس ته راوړي هغه له حرامه ماله څخه ده .
له حضرت جابر (رضي الله عنه) څخه نقل دئ چي ده مبارک فرمايلي دي : «لعنَ رسول الله (صلی الله عليه وسلم) آکل الربآء و موکله ، وکاتبه و شاهديه ، وقال : هم سوآءٌ» [أخرجه مسلم] .
يعني رسول الله (صلی الله عليه وسلم) پر سود اخستونکي او سود ورکونکي باندي لعنت ويلئ دئ ، او (دارنګه يې پر هغه چا باندي لعنت فرمايلئ دئ) چي د سود د معاملې ليکنه او کتابت کوي ، او پر هغه چا باندي چي پر دغه معامله باندي شاهدان او ګواهان وي . په دې اړه مخکي موږمفصل بیان په بله فتوی کښي کړئ دئ .
والسلام ومن الله التوفيق .