مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : محمد أکبر /کندهار /أفغانستان .
ومحترم مولانا ابوالفضل صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ستاسي دغه علمي مشعل دي هميشه ځلانده وي ، پوښتنه مي داده چي د سپي يا د پشي خرڅول د شريعت له نظره څه حکم لري ؟ که پدې باره کی وضاحت راته وکړۍ احسان به مو وي .
الجواب و هو الملهم للصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره ! د سپي په باره کښي د امامانو قولونه مختلف دي : امام شافعي ، امام أحمد ، حسن بصري محمد بن سيرين ، عبدالرحمن بن أبي ليلی ، حکم ، حمّاد بن أبي سليمان ، ربيعه ، اوزاعي ، اسحاق ، أبي ثور ، ابن منذر او أهــــــــل ظاهر ددغو ټولو امامانو په قول د سپي خرڅول مطلقًا حرام دي ، عام له دې څخه که دغه سپئ داسي وي چي د ښکار تعليم ورکړ سوئ وي او که نه وي ، په شريعت کښي يې ساتنه جائزه وي او که نه وي . دارنګه له امام مالک (رحمه الله) څخه هم يو روايت دغه ډول راغلئ دئ .
او د امام مالک (رحمه الله) په مذهب کښي عمومي قول دادئ چي د هغه سپي چي شريعت د هغه د ساتني اجازه ورکړېده خرڅول او رانيول روا دي ، او کوم چي شرعًا يې ساتنه روا نه ده د هغه خرڅول هم روا نه دي .
او د امام أعظم أبو حنيفه (رحمه الله) د مذهب مطابق د سپي خرڅول په يو څو خاصو صورتو کښي روا دئ ، لکه هغه سپئ چي د ښکار دپاره ،یا د حراست او چوکيداري دپاره او ياد مال او رمې د حفاظت دپاره وي.
حاصل دا چي د سپي خرڅول يا رانیول د شرعي ضرورت پخاطر روا او جائز کار دئ ، دا قول د امام أعظم أبوحنيفه ، عطآء بن أبي رباح ، ابراهيم نخعي ، امام أبويوسف ، امام محمد او د ابن کنانه (رحمهم الله) دئ .
او کوم علمآء چي مطلقًا د سپي خرڅول صحيح نه بولي هغه د مسلم شريف پدغه حديث سره دليل نيسي کوم چي له أبي مسعود أنصاري (رضي الله عنه) څخه يې روايت سوئ دئ : «أن رسول الله صلی الله عليه وسلم نهی عن ثمنِ الکلبِ» . يعني نبي (صلی الله عليه وسلم) منع کړېده له پيسو (روپيو) څخه د سپي .
او سپئ په دغه حديث کښي مطلق ذکر دئ ، نو هر قسم سپي ته ورشامليږي .
او ځموږ حنفيه او له موږ سره موافق علمآء ددغه حديث ، دارنګه ودېته ورته چي کوم حديثونه راغلي دي چا جواب پدې ډول ورکړئ دئ چي امام محمد (رحمه الله) په «الحجة ج۲ ص ۷۵۸» کښي دغه أحاديث منسوخ بللي دي ، او پر دې باندي يوه قرينه دا هم ده چي په يوه حديث کښي داسي راغلي دي چي : «ان منَ السحتِ ثمنُ الکلب و أجرُ الحجام» . بيا د حجام أجرَت او مزدوري جائزه ګرځوله سوېده ، نو کوم سپئ چي نافع وي ددې بيع هم بايد جائزه سي .
او ځينو حنفيه ؤ بيا پدې ډول جواب ورکړئ دئ چي پدغه حديث کښي چي نهي د روپو د سپي څخه راغلې ده دغه نهي دتحريم دپاره نه بلکي لپاره د اظهار د دَنائت ده ، يعني دا د مسلمان له شان ، غيرت او شرف سره مناسب کار نه دئ ، بلکي له خسيسو کارو څخه دئ چي سپئ خرڅوي او پيسي يې جيب ته اچوي .
او د پشي خرڅول او رانيول په اتفاق د څلورو امامانو او د أکثرو علمآؤ روا دي ، او په أحاديثو کښي د بيع د پشي منع پر نهي تنزيهي حمل ده ؛ او منع يې ځکه راغلې ده چي د پشي خرڅول او رانيول پيشه او عادت نسي جوړ .
[«عن جابر بن عبدالله أنّ النبي (صلی الله عليه وسلم) نهی عن ثمن الکلبِ و السنور ، الا کلبَ صيدٍ » أخرجه النسائي ، والطحاوي و غيرهما . ورجاله کلهم ثقات کما اعترف به الحافظ في الفتح ج۴ ص ۳۵۳/وقال الزبيدي في عقود الجواهر ج۲ ص ۴ : هذا سندٌ جيد ] کذا في غيره من الاحاديث ، وان اردتَ زيادةَ التفصيلِ فارجع الی التکملة ج۱ از ص ۵۲۷ تا ۵۳۴.
والسلام ومن الله التوفيق ـ