فتوی نمبر (۵۱۹) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي:فرهادـ
محترم اوقدرمن مفتی صاحب! اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
دلوۍڅښتن(ج) نه درته نورزیات بریالیتوب غواړم.
محترم مفتی صاحب ما څه وخت وړاندی د خپلی خور په باره کی پوښتنه کړی وه چی ځما یوه خور ده هغه یو څه وخت کیژی چی یو څه نا معلوم تکلیف لری. هغه دا چی کله نا کله هغه ته سردرد پیداکیزی چی دیر په تکلیف وی .او پس له څه وخت نه بیرته ښه شی .
او تاسو محترم په فتوی نمبر۴۸۶ کی جواب رکړ.او مونږ هم همغه طریقه وکړه.خو اوس هم چی کله په هغی باندی همغه حمله راځی نوهغه دخپل سر نه هغه تاویز لیر کوی.او چی کله بیرته په خود شی نو بیا یی بیرته په سر کی بند کړی.محترم مفتی صاحب کله کله خو داسی اښکاری چی دا کوم اسر دی.ځکه چی کله په قحر او کله په خاندا شی.هیڅ نه پوهیږو چی څه وکړو.که تاسو محترم څه بل کوم عمل یا کوم بل تاویز څه طریقه راته وښایاست.
ځکه چی ځما خور ډیره په تکلیف کی ده.
ستاسو دعاجل جواب په هیله.
ډیره مننه
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترم وروره ته له دې واره داسي وکړه:
اوه واره «الحمدلله» اوه واره«ايت کرسي»اوه واره«بسم الله الذي لايَضُرُّمع اسمه شيءفي الارض ولافي السماء وهوالسميع العليم»ـ
په پائ کي درودشريف وليکه ـ
کوم شي چي وليکې بيابه له هغه څخه فوټوکافي واخلې هغه به تعويذکړې اواول به څاښت کړې ـاودرې وخته بې مریض په هرشباروزکي خوري درې غوړپه اوپرځان بې پاشي
اوه ورځي وروسته به موږته حال راکړې ـ
نورنوشفادالله جل جلاله په اختيار کي ده که يې چيري خوښه سوه نوضروربه شفامومي ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ