فتوی نمبر (۵۲۱) .
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتيه:پلوشه - د ډوبۍ څخه
محترم اوقدرمن ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ـ
ما اوریدلی دی چی دصفری میاشت ډیره درنه میاشت ده او پدی میاشت کی بلاوی راکښته کیږی نوکه پدی باره کی معلومات راکی چی دامیاشت ولی او څنګه درنه ده او بلاوی دکم ځای څخه راځی انسانانو ته خو به کم خطر نه لری اوپه دی میاشت کی کمی پیښی سوی دی، یوه خبره بله چی ځنی خلګ وایی چی اوس بلاوی نسته ـ
الجواب ومنه الصواب:
«لاعدوي ولاطيرة ولاهامة ولاصفر،وفرمن المجذوم کما تفرمن الاسد»رواه البخاري ،کذافي المشکوة ـ
دزيات تفصيل لپاره وګورئ [المرقات،ج۹،ازصفحه۳]
ځيني په نامه ملايان دخلګودداسي عقیدی دتاييددپاره يوحديث راوړي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي دي:
«من بشرني بخروج صفربشرته بالجنة»
يعني هرچاکه زيرئ وکړپرماباندي په دې سره چي دصفري مياشت ووتله،نوزه به پرهغه باندي دجنت زيري وکړم ـ
خوداحديث نه دئ ـ
ملاعلي القاري رحمه الله تعالي د«الموضوعات الکبري په مخ ۲۲۵»مخ کي ذکرکړيدي چي دغه حديث هيڅ اصل نلري .
والسلام ومن الله التوفيق ـ