دپښتنې دپوښتني جواب:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46734
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2012-01-05


فتوی نمبر (۵۲۲) . 

 مفتي   : 

 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتيه:پښتنه ـ

ښاغلی محترم اودقدروړمولوی صاحب!

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

محترم مولوی صاحب ستاسوله درانه حضورڅخه یوپوښتنه لرم اوهغه پدی ډول ده:

که له یوچاڅخه قران عظیم الشان په سهوه یا غلطی سره له لاسه ولویږي اویایی یوځای کښیږدي اوله هغه ځایه راشوه شي(راولویږي) نوموړي شخص په ګنهګاره کیږي اوکه نه،که په ګنهګاره کیږي نوڅوک بایدڅه وکړي،اوکه نه په ګنهګاره کیږي نوڅوک بایدڅه وکړي چه دقران عظیم فضیلت پرځای شي؟

اودوهم داکه چیري مثلایوڅوک احساساتی شی بلخصوص ښځینه طبقه کله ناکله داسي کوي چه قران عظیم الشان په قصدي ډول وغورځوی اويایی پلاس باندي په زور سره وټکوي دقسم اخیستلو په وخت نوپدي صورت کښي شریعت اواسلام څه حکم کوي،یعنی نوموړی شخص باید په اخلاص سره توبه وباسی،خیرات وکړي اوکه څنګه؟

ستاسو دځواب په ستاسوخورپښتنه

الجواب ومنه الصواب:

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم

ګراني پښتنې خوري  !  و هر نارينه او ښځي ته له قرآنکريم سره دا کار ډير أشد ضروري دئ چي د احترام او عزت يې په اخيره درجه خيال وساتي  ، په بې اودسۍ سره د قرآنکريم مسه کول (لاس وروړل) حرام دي ، الله (جل جلاله) فرمايلي دي : «لايمسه الاالمطهرون [الواقعة : ۷۹] »  .
حتی که د قرآنکريم د ورقو په منځ کښي خالي ورقه ګنډل سوې وي و هغه ته هم بې اودسه لاس وروړل حرام دي ؛ ځکه چي دا حريم د قرآن بلل کيږي  . نو العياذُ بالله يو څوک چي قرآنکريم قصدًا وغورځوي ، يا د بې احتياطۍ په وجه ورڅخه ولويږي ، او يا يې په زوره ټکوي په بې احترامي سره ، نو ته اندازه ورته ولګوه چي دا به څونه جرم او جنايت وي  .
يو څوک چي د قرانکريم په قصد سره اهانَت (سپکاوئ) وکړي نو دغه څوک مُرتَد ګرځي ، پدې اړه د فقهي دغه  لاندي عبارت وګوره  :
«اذا أهانَ المسلم مصحفًا متعمدا مختارًا يکونُ مرتدًا و يقامُ عليه حد الردةِ ، وقد اتفق الفقهآء علی ذلک ، فمن صور ذلک ما قال الحنفية : لو وطئَ برجله المصحف استخفافاً و اهانةً يکون کافرًا ، کذا منْ أمر بوطئِه يکون کافرًا ، وکذا لو مسّه بالقاذورة ولو کانت طاهرة کالبصاق و المخاط ، فان کان ذلک في عن سهو او غفلة او فی نومٍ لمْ يکفر ح  [حاشيهء ابن عابدين ۳ : ۲۸۴ ، ۵۶ / شرح المحلی علی المنهاج ۴ : ۱۷۶ / منارُ السبيل شرح دليل الطالب ۲ : ۴۰۴ / حاشية ابن عابدين ۱ : ۱۱۹ / وشر المنهاج ۴ : ۱۷۶ ] .

خو ستا د پوښتني پخوړ او خلاصه داده چي په سهو او خطا سره که قرآنکريم له يو چا څخه ولويږي نو د غلطي په وجه نور مشکل نه پيښيږي خو د بې احتياطۍ احتمال پکښي سته ، نو پدې وجه بايد له الله پاک حخه بخښه وغواړي او توبه وکاږي ، او که په قصد سره قرآنکريم وغورځوي ، يا يې بې ادبه په لاسو ټکوي لکه تا چي ليکلي دي ، نو که د اهانت او سپکاوي په وجه ؤ بيا خو کفر دئ بيرته بايد دغه څوک نوئ ايمان راوړي ، او ټينګه توبه وکاږي ، او که د اهانت په وجه نه ؤ بلکي دغه ښځه و خپل ميړه يا وغيره ته په غصه کښي وه د هغې غصې په وجه دغه ډول بې ادبي ورڅخه وسي نو دا ډيره غټه ګناه د ه او توبه کښل باندي فرض دي  .
البته د خيرات په باره کښي ددغه جرم په ارتباط په شريعت کښي څه نه دي راغلي ، خو خيرات کول هر څونه چي وي ، دارنګه و قرآنکريم ته ښه د عزت پوښونه ورکول پدې باره کښي ډير ګټور تماميږي ؛ ځکه د اسلام پيغمبر (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي صدقه د الله پاک غضب وژني ، يعني په صدقه سره د الله پاک له غضبه انسان خلاصیږي  .
همدارنګه الله پاک فرمايلي دي : «ان الحسناتِ يذهبنَ السيئآت»  يعني بېشکه نيک کارونه ، بد کارونه له منځه څخه وړي  .
والسلام  ومن الله التوفيق  .