پکتیا - د برلین غونډه په کلکو الفاظو و غندل شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46867
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2012-01-12


دپکتيا ولايت مرکزګرديز کې په سلګونه قومي مشرانو ديوې غونډې په ترڅ کې دبرلين ناسته وغندله.
دغه غونډه ،چې دګردېز ښاروالۍ په تالارکې جوړه شوې وه دپکتياقومي مشرانو ،ولايتي شورا،مدني ټولنو او عاموخلکو پکې ګډون کړی وو.
په غونډه کې ډيری ويناوالو دبرلين ناستې ،چې پکې دامريکايي سناتورانو سره پکې دفدرالي نظام په هکله پکې خبرې شوې وې وغندله.
دغوندې يوويناوال قومي مشر جنت خان منګل وويل:افغانستان اوس مهال دې ته نده جوړ ،چې فدرالي نظام پکې رامنځ ته شي .
نوموړي له نړيوالې ټولنې څخه وغوښتل ،چې نور دې دافغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه نه کوي او داډول دپردې تر شا غونډې دې نه جوړوي .
همدارنګه په غونډه کې دپکتيا ولايتي شورای مشر ښايسته جان احدي خبرې وکړې او برلين غونډې دغندلو تر څنګ ېې له افغان دولت څخه وغوښتل ،چې هغه کسانو ،چې په دې غونډه کې ګډون کړی وي بايد محاکمه شي .
ده وويل ،چې دفدرالي نظام جوړول دافغانستان دويش په مانا دی او هيڅکله به ېې ملا تړ ونه کړي بلکي پر وړاندې به ېې لازيات مخالفت وکړي .
 همدارنګه دمدني ټولنو په استازيتوب ډاکتر عبدالهادي حماس هم خبرې وکړې ،ده وويل دغه غونډې دهغو کسانو له خواکيږي ،چې لاسونه ېې دافغانستان دخلکو په وينو سره دي او دوی دخپلو شخصي ګټو په خاطر دغه کار کوي .
دغونډي په پای کې يوشپږماده ايز پريکړه ليک هم صادرشو،چې پکې له افغان دولت څخه غوښتنه شوې وه ،چې دبرلين دناستې پلټنه او ددې کسانو دمحاکمې غوښتنه پکې شوې وه.
ياده دې وي ،چې څو ورځې وړاندې دجرمني دبرلين په ښار کې دامريکايي سناتورانو او دطالبانو دوخت دمقاومت  څو تنو قومندانانو سره تر منځ غونډه شوې وه .
په غونډه کې په افغانستان کې دجمهوري نظام په ځای دفدارلي نظام په جوړېدول خبرې شوې وې .
ددې غوندې په جوړېدو سره سم په افغانستان کې يو شمير سياستوالو او ځينو ټولنو مخالفت کړی وو.
خو دافغانستان ،جرمني او امريکا هيوادونو دغونډې په اړه نظرونه وړاندې کړل او ويي ويل ،چې دا ددولتونو استازيتوب نشي کولای .

پريکړه ليک
لومړۍ:څرنګه چې افغانستان پنځه زره کلن تاريخ لري اودپيړيوراهيسصې يوواحدملت دی هروختچې هيواداوولس ته خاين عنصرپيداشويدي افغان ولس دخپل ملي وخدت په توره وهلي اودتاريختوروکندوته يې غورځولي دي ،
دوهم: لويه اوبا عظمته پکتيا چې له برمه ډک تاريخ لري ،پکتياوال هغه جنګ سالاران اوخپل سري بې واکه واکداران په ککله غندي چې پرديو هيوادونو کې دخپل هيوادبربادي ،نفاق اچونې اوملي وحدت ته زيان رسوي ،
دريم: مونوددولنتاونړيوالې تولنې حخه په کلکه غواړو چې هغه پيژندل شوې کرغيړنې څيرې چې دالمان پلازمينې برلين کې يې دافغانستان درياستي نظام دله مينخه تګ اودفدرالي نظام دراتللو هڅه يې کړې وه دمحکمې ميدان ته راکش کړي چې بيا داشان کړنې ترسره نکړي ،
څلورم : دلويې پکتيا ولسونه په ټولو هيوادوالوغږکوي چې چې دداشان څيرو په اړه چې هيواد ته زيان رسوي په يوغږراپاڅي اومخه يې ونيسي ،
پنځم: همداشان مونږ په نړيوالوغږکووچې زمونږ سره دنفاق اوتفرقې په اچولو کې مرسته ونکړي اوديوالي ،سولې اوامنيت په برخه کې راسره مرسته وکړي ،چې پدې سره به دښمن هيڅګله هم شوموهدفونو ته ونه رسيږي