فتوی نمبر (۵۲۴) .
________________________________________
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتيه:
زهيرجلال ابادعلامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته:هيله ده چي دخدائ جل جلاله په حفاظت اوساتنه کي محفوظ ياست ـ زماپوښتنه داده:داوداسه لپاره کوم کوم شیان مستحب او اداب دي په شريعت کي؟هيله ده چي خفه نشئ ـ
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه
په اوداسه کي لاندي دیارلس شيان مستحب دي:
)(۱):داچي اودس کوي نوپرلوړځاي به کښيني ددې دپاره چي دمستعملواوبوڅاڅکي ورونه غورځي ـ(۲):داچي وقبلې شريفي ته به مخ ګرځوي(۳):دادئ چي په اوداسه کي به بې ضرورته له بل چاڅخه کومک نه غواړي ـ(۴):دادي چي له خلګوسره به خبري نه کوي ـ(۵):مستحب دادئ چي په اوداسه کي به هغه دعاوي کومي چي له نبي کريم صلي الله تعالي عليه وسلم څخه رانقل سويدي وايي ـ(۶):مستحب دادئ چي په زړه کي هم اوداسه نيت کوي اوپه خو له بې هم کويـ(۷):مستحب دادئ چي دهراندام دپريولوپه وخت کي به «بسم الله...»وايي ـ(۸):مستحب دادئ چي خمچه ګوته به لنده وي او په غوږکي بې داخلوي ـ(۹):مستحب دادئ چي هغه انګشتري به ښوروي چي فراخه وي،اوهغه انګشترئ چي تنګه وي نوهغه به خامخاښوروي اوحرکت به ورکوي ـ(۱۰):مستحب دادئ چي په خوله اوپه پزه به په راسته لاس اوبه رغړوي ـ(۱۱):مستحب دادئ چي پزه به په چپه لاس څنډي ـ(۱۲):مستحب دادئ چي کچيري معذورنه وونوتروخت دمخه به اودس کوي ـ(۱۳):کله چي له اوداسه څخه فارغه سي نومخ دي وقبلې ته وګرځوي اودادعادي ووايي:«اشهدان لااله الاالله وحده لاشریک له واشهدان محمداعبده ورسوله،اللهم اجعلني من التوابين واجعلني من المتطهرين»ـ
عـربي عبارت:
تستحب الامورالاتية في الوضوء:
(۱):ان يجلس للوضوفي مکان مرتفع لئلايصيبه رشاش الماء المستعمل ـ
(۲):ان يجلس مستقبلانحوالقبلة ـ
(۳):ان لايستعين من غيره ـ
(۴):ان لايتکلم بکلام الناس ـ
(۵):ان يقرءالدعوات المأثورةعن النبي صلي الله تعالي عليه وسلم في الوضوء ـ
(۶):ان يجمع بين نية القلب والتلفظ باللسان ـ
(۷):ان يقول«بسم الله الرحمن الرحيم»عندغسل کل عضوـ
(۸):ان يدخل خنصره المبلولة في الصماخ عندمسح الاذنين ـ
(۹):ان يحرک خاتمه الواسع ـ
امااذاکان خاتمه ضيقافتحريکه لازم لصحة الوضوءـ
(۱۰):ان يأخذالماءلمضمضة والاستنشاق بيده اليمن ـ
(۱۱):ان يستعمل يده اليسري للامتخاط ـ
(۱۲)ان يتوضاءقبل دخول الوقت اذالم يکن في حکم المعذورالذي يلزمه الوضوءلوقت کل صلاة ـ
(۱۳):اذافرغ من الوضوءقام مستقبلانحوالقبلة ويقول:« اشهدان لااله الاالله وحده لاشریک له واشهدان محمداعبده ورسوله،اللهم اجعلني من التوابين واجعلني من المتطهرين»الفقه المیسرص ۳۴و۳۵
ـ
والسلام ومن الله التوفیق ـ