فتوی نمبر (۵۳۳)ـ
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي: زميله،کندهار
علامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته،خدائ موجوړلره ، زماپوښتنه په دې باره کي ده چي هغه څوک ووچي دغه پنځه وخته لمونځونه پرده باندي صرف دوه شباروزه فرض سوي دي اوبيادغه فرضيت ورڅخه ساقط سوئ دئ بې له دې چي کوم عذرورته پېش سوئ وي
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمي خوري په دې چاکي به دي ډېره سودابنده سوې وي اونه يم خبرچي پردغه خبره باندي کوم شي باعثه کړې يې،دغه څوک حضرت جبريل عليه السلام ووکله چي دمعراج په شپه پرنبي عليه السلام باندي دغه پنځه لمونځونه فرض سوونوبياپه يوه قول دمعراج دشپې له سهارڅخه اوپه اصح (ډېرصحيح قول)دمعراج دشپې دسهارله ماپښين څخه بياددوهمي ورځي دماپښين دلمانځه په شمول دغه لس لمونځونه دتعليم په غرض جضرت جبريل عليه السلام ونبي کريم عليه الصلاة والسلام ته په امامت سره ورکړل چي پرجبريل عليه السلام باندي هم دغه لس لمونځونه فرض سول اوله دې څخه وروسته دغه فرضيت ورڅخه ساقط سوـ
الکوکب الدري شرح الترمذي /۹۰/۱ـ
والسلام ومن الله التوفيق ـ