لنډه کیسه
۔۔۔۔ (دخدای بنده ۱۰بجی شوي ته لا غزیدلی یې؟ پاڅه!)
اواز سره می سترګی وغړولی،په صالون کی دخلکو شور می غوږونه تازه کړه. په ځان پیچلی شړې می له ځانه اخوا کړه،له کووج نه په راکښته کیدو می ځمکی ته پام شو چی پنډه شړی دشپی لویدلې وه ځکه خو له یخنې نه ټوله شپه هغه دچا خبره (و) پروت ووم.
په بیړه می ځان چمتو کړ ،له اطاق نه په پنځه قدمه اخیستو سره می د دفتر ور پرانیست ،ریس اوهمکارانو برګ برګ کتل ،ریس ته د روغبړپه ورکولوسره یی را زیاته کړه :
ـ خان صایب سات دی کتلی ؟ تا دی افیس دیسفلین خراب کړې، ستا د دو ساتو اجوره کټ
And Get lost…....you understand
دسرپه خوځولوسره می دخپل کمپیوټر د روښانتیا بټنه کیکاږله.دسر په راپورته کولو سره می ترپ تر غوږ شو ،همداچی سرمی راپورته کړ،څلور دوسیه می په میز ولیدی. یوه لاهم پاڼی ریس صیب پاڼی په ګوته اړولې،په پړسیدلوسترغلو یې شونډی وخوځیدې:
ـ دا ټولی دوسې درنه په ۱۲بجو ټایپ غواړم ،کنه له وظیفی نه ډیسمیس یې... And Now Quick
ماهم چی دا وظیفه په سختی په لاس راوړی وه ، دکیلېانو پرتخته داسی ګوتی وچلولی،لکه ماشین چی په بخمل وچلوینه ۔
کارمی تر۱۱:۳۰ نیمو بجو خلاص کړ ،پاتی وخت ښه تیرشو.په څلور بجو له دفتر نه په رخصت کیدومی بیا د اطاق ور پرانیست.ویښتو ته می لږ د اوبو نم ورکړ ،تیل می ولټول خوپیدا می نه کړه.ساعت ته می وکتل چی څلور اودری دقیقی شوي وي. پوهنتون چی دوه څلور لارې مخته او۱۰ دقیقی لاره وه .په بیړه له منزل نه ښکته شووم،په موټرکی له کیښناستم ،په لمړی څلور لاری موټر را ورڅرخید :
اوستاد کجا میری ؟ مه خوچهار راهی سرسبزی میروم...
ـ نی جوان مه خوتا امی چاررایی مارکیت میرفتم...
د ډیرو خبرو د وخت راسره نه شتون وه .دڅلور لاری نه په تیریدو می کوڅه په مخه ورکړه،چی له دوړو په امان شم په لاس کی دنوټ کتابچه می وغوړوله ،د ښوونکی دسوالو ځوابونه می بیا په ځواب راوستل ،دپاڼی اړولو ته می ګوته لمده وله ،په څټ می د یو سوړڅه احساس وکړ اوپه غټ غږ می قدم ودرید :
ـ تــــــــــــــــــــوګیرو ګان هستی؟
په سترګو می د فلمونو په شان تصویر خور شو،شونډو می موسکا ته ځان جوړ کړ.چی بیاځلی می تیره خبرې فکرمات کړ،او د :
ـ دست هایته بالا کو ،و زانو بیزن!.
خبره یې هم پری ور زیاته کړه،لدی سره می دوطن روانو حالاتو خیال بدل کړ،ایا په ریښتیا څوک نه وي..؟!؟!؟.
په زړه می ډیرڅه وکرل اوبیرته می وریبل...
ـ ګپ نمیفامي؟ ،دست هایته بالاکو...
همدا چی دڅه ویلو کوښښ می کاوه.د کلاشنکوف د کپاک کش کیدوکړپ می غوږونه څک کړل.داچی وایې ځان خوږ دی لاسونه می پورته کړل.
ـ ګفتم زانو بیزن احمق؟
غږیې وکړ، یوکس راغلی اود لاسو را تړلو یې کوښښ وکړ،په غوږ کی یې په نازک غږ وویل :
ـ مه جک باویر استم ،ازCTU .وتو ګیروګان هستی!.
خبره می ورپری کړه .
چی ګفتی ؟ جک باویر،CTU ....
په همدی سره ډله ېزه خندا شوه اومخ ته می څوتنه تنکی ځوانان چی پلاستکی وسلۍ یې په لاس نیولی وي ،تم شول اویوه تن چی ویښته داسمان خواته وهلی وه زیاته کړه:
ـ چرا جووان سریال ۲۴ رانمی بینی؟ هــــا
بازنګویی، که افغانها تمصیله یاد نداره....هاهاهاها