کيسه :
کلیو کې ډيرۍ خلک د بې ځايه دودونو قرباني کيږي . په کلي کې يوه نجلۍ وه چې شمسيه نوميده دغې نجلۍ بادامې تورې سترګې ، وړه خوله ، ګلابي شونډې خرمايې ويښتان او لوړه ونه درلوده ډيرخلک ې دخپلې ښکلا په چاپيريال کې بوخت ساتلي ول او د کلي ډيرو ځوانانو هڅه کوله چې دا نجلۍ خپله کړي او لدې نجلۍ سره واده وکړي .دغه نجلۍ چې دکلي دخانانو له کورنۍ څخه وه کله ناکله به چې سپينې خوږې او دښار مستې نجونې دوى کره ميلمنې راغلې بيا به له دې نجونو سره يوځاى کله ناکله دګودر لورې ته راهي شوه او له ګودر څخه به يې په ښکلي منګې کې ګلان به هم پرې انځور شوي ول اوبه راوړې . دګودر لاره چې د جماعت له مخې تيره شوې وه اود جماعت په څنګ کې دهلکانو ډلې پيتاوى کاوه . ډيرۍ وخت بۀ هلکان په تمه ول چې شمسيه بيا کله ګودر ته راځي . خو کله به چې د کلي هلکانو دا نجونې وليدې بيا به يې له ځان سره ويل چې خداى که شمسيه زما کړي نو ژوند بۀ مې جوړ شي يوشميرو به بيا ويل چې شمسيه خو دخانانو له کورنۍ څخه ده چيرته مونږ او چيرته شمسيه . کله به چې هغه گودر ته تله سورڅادر ، سپين مخ ،تورې سترګې او دخرمايې ويښتو دڅنډو لمديدا منګى په اوږه دسپينو مټو ښکاريدل به د شمسيې ښکلا څو برابره کړه . هلکانوبه دغه ورځ دجومات څنګ پيتاوې ته تيره کړه او آن دماخوستن پورې به دشمسيې دښکلا کيسې پاى ته نه رسيدې .ځوانانو به په زړه کې ويل هغه به هم وخت وي چې شمسه زما شي.ځينو هلکانو چې نوې يې دندې هم ترلاسه کړې وې او څه نا څه زده کړې کړې وې دوى خپلې کورنۍ شمسيې پسې ريبارې ورليږلې خوددې خبرې يادول هم د شمسيه پلار ته چې د ولسوالۍ حاکم وو ډير ستونزمن وو دا ريباري به کله ياده شوه او کله ناکله به پرته له ياديدو له ماتې سره مخامخ شوه . په دې منځ کې يو هلک وو چې آدم خان نوميده ده او سرې سترګې ، په څيره غنم رنګى او برابره ونه يې درلوده چې دمور يو زوى نازولى هم وو پلار يې په کلې کې ډير ځمکه او جايداد درلود په زړه کې به يې ګرځيدل که شمسيه ماته رانکړي نو چاته به يې ورکړي. کله ناکله به دکلي هلکانو هم هڅاوه چي آدم خانه يوازې ته کولاى شي شمسيه ترلاسه کړې . شمسيه به چې پر لاره تيريده او ګودر په لور به روانه وه کله ناکله به چې دهلکانو دټولګې له مخې تيره شوه يوځل به يې په پلمه واړه واړه نورو نجونو پسې شاته وکتل او ټولو هلکانو کې به يوځل بيا خوښي خوره شوه خو هيڅ يو هلک هم ددې دښکلا او هيکل له امله دې ته مخامخ د کتلو زړه نه ښه کاوه .
آدم خان هم خپله مور دشمسې دخپلولو لپاره دهغې کور ته وروليږله . په لومړى ورځ يې مور کورته راغله او وې ويل آدم خانه ماته دهو او نه ځواب رنکړ د ادم خان له خوا هم نوره هم هيله پيدا شوه .څو ورځې وروسته بيا دا کار تکرار شو خو کله چې د آدم خان مور ورغله چې وې کتل د شمسيې د نوماندې کولو لپاره تياري نيول کيږي .شمسيې وړه خور تورپيکۍ په منډه منډه د آدم خان مور خواته راغله او ورته وې ويل چې ترور ترورې شمسيه دخپل ترور زوى ګل پاچا سره کوژدنه کوي او دهغوى له کورنۍ سره هوکې کړې ده او سبا ته ګل وړي.
د آدم خان مور چې کورته ننوتلې وه دبيرته را وتو په نيت شوه خو وې ويل چې د حاکم کورنۍ خپه نشي له خولې څخه سوړ هوسلۍ ووت او له ځان سره يې وويل زوى مې په زړه کې مات شو .
دشمسيه کوژدنه ده بيربار ډير دى دشمسې خاوند راغلى . دا هلک هم په ښار کې ژوند کوې له کليوالي ژوند سره څه نا څه نا اشنا دى هلکان غلي غلي تاويږي او هلک ددې لپاره چې ځان له ټولو سره اشنا کړي له ټولو سره په ورين تندې جوړ په خير کوي او هغوى چې خبرې کوي دى وايې ډير ښۀ ډيره ښۀ .
ډير ځوانان دکلي مات شول او زړه کې وايې اى کاش مونږ هم ښار کې ژوند کولو دا ښکلې نجلۍ به مونږ خپله کړې وه . شمسيې تګ ګودر ته هم کم شو شمسيه ډيره چا نه ليدله بله ورځ وه چې اوازه شوه چې دشمسيې واده دى. د کلي نجونو ښکلي ښکلي جامې جوړې کړې او کله نا کله به شمسيې ته ورتلل چې ورسره کيسه وکړي اوترې پوښتنې بۀ يې کولې .شمسيه دخپل د خاوند په خيال کې ډوبه وه او ويل بۀ يې چې زما خاوند اوس په دولت کې کار کوي او هغه په ډيرو شيانو پوهيږي چې زه په هغو نه پوهيږم .پرشمسيې ددې د ترور زوى چې خاوند يې هم شو له مخکې ګران وو . شمسيه واده وکړ ددى په واده کې دومره خلک راغلي ول چې کليوالو يې تر ډيره صفتونه کول يوه به بل ته ويل ريښتيا حاکم صاحب خپله لور قومي او ښو خلکو ته ورکړې ده، تاسو وکتل څومره خلک يې واده ته راغلي دي . واده په شان شوکت تير شو شمسيه ولاړه خپل بخت پسې دوې مياشتې له واده تيريږي دشمسيه خاوند ګل پاچا ددې پلار په کلي کې کور جوړ کړى وو دې کورته يې ګډه راوړه دشمسيه خاوند به چې دندې ته تلو شمسيه سره به يې وړوکى ليور خالد نوميده چې له نازه به يې ګل غونډى ورته ويلې په کور کې وه دکلي له پلورنځي څخه به يې سودا راوړله هلک سپينه خوله و او ټولو به ويل چې دا څومره عاجز دى.
له واده څخه څلور مياشتې تيريږي ديشپې وسله والو کسانو دشمسيې په کور يرغل يوړ او دشمسيه ميړه يې له ځان سره يووړه . شمسيه په تمه ناسته وه چې ميړه به يې بيرته راشي خو وخت تيريدو شمسيه تمه پاى نه رسيده .شمسيه اميد واره وه چې څو مياشتې نورې هم تيرې شوې شمسيې يو زوى نړۍ ته راوړ د زوى نوم يې کيښود توريالى.
ورځ تربلې تيريږي تمه ډيريږي خو ګل پاچا رانه غى شمسيه ليورګل غونډى ورځ تربلې غټيده شمسيه يوڅه پيسې د پلار له کور څخه ترلاسه کولې او خپل ځان به يې چلوه بله ورځ کيده چې پلار يې مړ شو اورورونو يې لدې کلي څخه بستره وتړله او کډوال شول . دشمسيه ليور لوى شو، او د سړک جوړونې په فابريکه کې کار ترلاسه کړ هره ورځ به راتلو او شمسيه به يې په بېلابېلو پلمو ربړوله . بله ورځ راغى او شمسيې ته يې ووېل زه واده کووم د خان محمد لور زما خوښه ده.
شمسيه چې پوهيدله هم چې خان محمد په کلي کې خراب سړى وو له ويرې يې ويل دا خو ډير ښۀ کار دى خو پيسې بۀ له کومه کړو ګل غونډي ويل يې د پلار جايداد مې ډير دى خرڅ به يې کړو شمسيه چې له ويرې هيڅ نشو ويلاى زړه نا زړه يې وويل سمه ده . ګل غونډې بله ورځ د ورور يو وړوکى د انګور باغ په پيسو رانيولاى وو هغه يې په نيمه بيعه وپلوره او خپل ځان ته يې پرې واده وکړ . پر شمسيې ورځ تربلې ظلم ډير شو او د مزدورې په شان به يې کور کې کارکاوه .بله ورځ يې ليوره شمسيه له کور څخه و ايستله. شمسيه دکلي په يوه زوړ کور کې چې دوه کوټې يې درلودې هغې کې واړول . دشمسيه هغه ښايست نه وو پاتې او هره ورځ به يې دکلي خلکو کره ډوډۍ پخوله او د غرمې له خوا به يې دکلي خلکو کره څه نا څه ډودۍ ترلاسه کوله او دشپې له خوا بۀ بيا له يوې وچې ډوډۍ سره خپل زوى څمک له لاسه نيولاى خپل کور ته تله . شمسيه هغه نجلۍ وه چې دکلي ښو ښو ځوانانو يې د ښکلا نندارې کولې او دومره ډارنه هم وه چې دکور په دننه کې به يې له ځان سره مور يا وړه خور ګرځوله . شمسيه څيره ورځ تربلې زيړيده او جامو يو پيوندونه هم پيدا کړي ول . آه نه هغه ښکلې شمسيه او نه دا خوار زاره چې د دنيا غمونو يې څيره خاورينه کړې وه . شمسيې په ډيرو خواريو او دخپل ميړه په انتظار سره خپل زوى لوى کړ .شمسيه زوى لوى شو شمسيه زوى ځواني ته ورسيد شمسيه خپل زوى ته هيله پيدا شوې وه او دلمانځه پرمهال به يې زوى ته لومړى دعا کوله او ويل: به يې خداى دې په اور اوبو کې وساته. څمک د سړک جوړونې په فابريکه کې کار ترلاسه کړ.
څمک بله ورځ خپل کاکا ته ودريد کاکا جانه خلک وايې چې زما پلار ډيره ځمکه لري دلبرکاکا هم ويل چې دا ځمکه چې زه پرې کښت کووم دا ستا پلار په پيسو رانيولې ده . کاکا زه غواړم ستا مټ شم او ماته خپل حق راکړه کاکا واده کووم.
کاکا يې چې څو زامن لرل او اوښې ګان يې د کلي بدماشان او لوچکان ول . څمک ته يې ويل زه زويه ته تردې مهاله وړ يې او که بيا دې دا خبره کړې وه ژوند به درباندې ستونزمن شي .
آدم خان چې کورته راغى ډير خواشينى وو او مورته يې ويل مورې زما کاکا ډير ظالم دى مورې چې له کاکا څخه ډيره ويريده نه نه زويه خبر ترې ورکه شوه او ورته وايې زويه پلار دې خپل ټول حق په کاکا خرڅ کړى دى.
څمک خپل مور ته په ځواب کې وايې مورې ماته دې اسناد راوښيې دلبر کاکا چې ددې ځمکې دهقاني پرغاړه لري وايې چې ستا د پلار ځمکه ده .زه خو هرو مرو له کاکا سره حساب کووم . موريې ويل زويه کاکا دې ډير بد اوښي ګان لري او خداى مه کړه کوم ستونزه به در ته پيدا کړې په دې پسې مه ګرځه ، خداى مهربانه دى الله پاک به مونږ خانان کړي اوس دادى ته هم کار کوي .
څمک وايې نه يې پريږدم بله ورځ کاکا ته ورغى او دجومات په مخ کې يې ورته وويل کاکا که زما حق رانکړې ورځ به دې خرابه وي .کاکا يې په غوصه شو ،او وايې : دا احمق د بوډۍ زوى ګوره ليونى شوى دى . کاکا يې خپل اوښې ګانو سره وغږيد چې دا هلک وګواښى چې بيا حق ونه غواړي .
هلک به چې هره ورځ شپږ بجې د دندې پرلور روان وو ددوى دکلي په مخ کې هديره وه لدې هديرې به تيريدې او بيا به پاخه سړک ته دموټرترلاسه کولو لپاره ودريد . بله ورځ يې دکاکا اوښې ګان او څو نور دکلي لوچکان ورته په هديره کې ناست دي چې دى ووهي. کله چې څمک هديري ته را رسيږي، دوى ورته راپورته کيږي او ورته وايې يې هلکه ډير بې ادبه شوى يې او خپل کاکا هم نه پيژنې څمک په ځواب کې وايې : تاسو ته يې څه زما خپل کاکا دى او دا زما شخي موضوع ده. بل يې ورته وايې ډير مه غږيږه له همدې سره يو بل پرې د سوټي وار کوي دى سوټې ترې نيسې او دوى پرې وښيې بل تن چې توره څيره لري او چرسي هم دى ډبره پورته کوي او څمک پر سر ولي .څمک د ډبرې په لګيدو سره خپل توازن له لاسه ورکوي او پرځمکه غورځاريږي . دوى نور هم څمک په ډبرو ولي او وايې د بوډې زوى مونږ ډير خوږ کړو .ټول ترې دکلي په لور روانيږي .خبر نه دي چې څمک پر سرلګيدلې ډبره دهغه ماغزو ته آن ټکان ورکړى او دهغه د زړه ډبهار يې ورو ورو درولى دى . څمک پرښکلي مخ او دبريتو په تورې ليکې وينې را رواني دي . ماشومان راغلل او څمک بوډۍ مورته يې ويل ترورې ترورې څمک هديره کې پروت دى. دڅمک مور لوڅي پښې ټيکرۍ نيم پرغاړه نيم پرځمکه پروت او پسې څښيږي له کوره په نارو او سورو دهديرې لور ته منډې وهي کله ناکله يې له پښو دمه ولاړه شي او ولويږي بيا راپورته شي او په منډو پيل وکړي . هر څوک چې وينې ورته وايې اې هلته څمک نه وو ،اې هلته څمک نه وو ، کله چې د څمک سرته ورسيږي ځان نشي نيولاى او پرې ورغورځي . له زړه څخه يې دا اواز راپورته کيږي اې خدايه يوازې زه دې ليدلې يم چې په رنځونو او غمونو کې کړوې او که بله څوک هم شته . څمک چې له نړۍ سترګې پټې کړي دي او په وينو کې لت پت پروت دى .هيڅ ځواب نه ورکوي .مور يې کله غږ وکړي پورته شه زويه او خپل زوى په غيږ کې کلک کړي او کله بيا پورته شي ها خوا دې خوا منډې کړي او پرسر خاور باد کړي اوبيا چيغه کړي اې کاش ظالمان الله پاک په دې نړۍ په خپله سزا رسولي ول څمک لاړ او د مور ژوند يې بيا هغه شان وو. هغه ښکلا او هغه شاميت