واشنګټن : د ارواښاد حدادنمانځ غونډه جوړه سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47251
ولي حداد فرهاد
دخبریدو نیټه : 2012-02-02

ديکشنبې په ورځ چې د جنورۍ21مه ؤه ، د مرحوم قدرت الله حداد دمړينۍ له څلويښتۍ سره يې سمون درلود په واشنګتن کې افغان ملي ټولنې، دخداى بښلې حداد صيب د کورنۍ په مشوره، د دنيا په لوى هوټل کې ددې مهمې ورځې دنماځلو غونډه جوړه کړى ؤهد قران د ختم اوفاتحي لپاره له دبهرنه دراغلو ميلمنوترڅنگ ، 150 تنه، پوهان عالمان او د مرحوم حداد دوستان راغوښتل شوي ؤ. غونډه دغرمې د 12 بجونه، تر يوى بجى پورې وه ،دقرآن عظيم شان دختم لپاره، بيا دماسپښين لمونځ، داوو بجونه تر درې نيمو بجو پورې دمرحوم حداد دکورنۍ ، دهغه د اوستانو خاطرې اويا دونې چې ددې نامتو پښتون نه يې درلودې اوبيا د مازديګر لمانځه نه وروسته دمرحوم حداد په وياړ ډوډۍ او چاې وودختم دوعا ښاغلي رسول بيکار وکړه، او بيا ډاکټر نبى مصداق چې ددې غونډې مشرؤ هم ؤ، دحداد صيب په باب خپلې خاطرې چې 40 کالوته رسيږى اوريدونکوته وړاندې کړى اود حداد صيب ددريځ لپاره يې دخوشحال خان شعر:
 چې دستار تړي هزار دي د دستار سړي په شمار دى

زمزمه کړو.مصداق بيا دحداد صيب ګران ملګرى، ليکوال او سياست پوه، ډاکټر رحيم عزيز، ميکرفون ته راوغوښت او هغه پخپل وار، دمرحوم کورنۍ ته د خواخوږي دوړاندې کولونه وروسته، جذباتې خبرى وکړى.ورسته دافغان ملي ټولنې ميکرفون دحداد صيب زامنو اوکورنۍ ته پريښود.په سر کښې دحداد صيب کوچنى زوى منصورجان، دنورو همزولو لپاره، چې دلته لوى شوى، په انګريزى، خپل مهربان پلار يادکړ، بيا دحداد مرحوم، مشر زوى ايمل جان، دخپل پلار يادونه وکړه ،يو شعر يې ولوست. بيا ولى جان چې دخداى بښلى حداد صيب منځنى ځوى دى، ديوه پاور پاينټ له لارې دمرحوم زړه پورې عکسونه چې دافغانستان د ډيرو قومونو او قبايلو سره يې نيولى ؤ، غونډې ته وښودل چې د ډيرو لپاره داعکسونه، نوي ؤ.ورپسې دحداد صيب اوښي ډاکټر متين روهين دخلکونه ، دمننى په ترځ کښې دحداد صيب په هکله د ډيرو کلونه چې ورسره خيښې کړى يادونه خوښي او وياړ وکړ.د کورنۍ له برخې په پاى کښې دمرحوم وراره اسد فرهاد چې له کليفورنيا نه راغلى ؤ دخپل تره دمروت او سخاوت کيسې وکړى چې په دى غمګينه ورځ يې، ډير وخندول، ځکه حداد صيب پخپله په هر مجلس کښې خپلى خبرې به ټوکو او خنداکې نغښتلي وې.دکورنۍ دخبرو وروسته، نبي مصداق په ملي شاعر او ليکوال عبدالباري جهانى باندې غږ وکړ، اوهغه پخپلو عالمانو خبرو کې دافغانستان موجوده کړاونوته يي چې حداد صيب هم ورکې لوې شوى ؤ، اشاره کړه، اود حداد صيب په څير يې دافغانستان صلحه او سلم دټولو افغانانو په اتحاد کې يو ضرورې شرط وباله.مصداق بيا دحداد صيب په يوه دوست، ارواه پوه ډاکټر محمد عيسى اسحاق زى باندى غږ وکړ چې دجرمني نه دهمدې غونډې لپاره راغلى ؤ، څو خبرې وکړى.ډاکټر اسحاق زى، دحداد سره د 50 کالو پخوا مظاهرو په ګډون او داچې مرحوم يې بيا داستاد په صفت ومانه، اوپدې ټوله موده کې ورسره په تماس کې پاتې شوى خبرې وکړې.دغونډې پاى خبروته، ډاکټر برى چې دټولنې يوفعال او دسخاوت نه ډک سړى دى، دمرحوم په ياد خبرې وکړى او د پښتو په متل چې وايې،سل دې ومره يو دې مه مره پاې ته ورسولى.دوخت دلږوالى له امله، وروسته له دعا چې ميلمانه په ډوډۍ خوړلو کې ؤ، ليکوال او مورخ حامد نويد، خبرې وکړي بيا داستاد پوهاند هاشميان راليږلى مضمون ميرمن صالحۍ مرتضى په تودې ولولې سره ولوست.بيا ميرمن فهيمه ناصري دحداد صيب دپېښور دکلونو اوهم دلته دهغه دعلمي او آرامې فضا دمجلس خبرى وکړې اوهم يې د داود مومند راليږل شوى پيغام ولوست.صديق عليم چې دامجلس، ويډيو ثبت مسوليت هم ورپه غاړه ؤ، خپل خورا جذاب شعر چې لوې پښتون، حداد ته يې ليکلى ؤ ولوست.غونډه دماښام په پنځو بجو دښاغلي عبدالله عبادي په موعضه، او دوعا پاى ته ورسيدهمرحوم حداد دواشنګټن په کلونو کې په ډيرو ژوراغيز له ځان نه پريښودلې دى.ډيرو چې نن خبرې کولې، خپلى اوښکى ټينګولى نشوې.مرحوم نه درې زامن او څلور لوڼه پاتى دى، چې هريو يې خپل کور او کهول لري.افغان ملي ټولنه چې درې کاله پخوا يې ژوند کښې په يوۀ پرتمينه غونډه کې نازولى ؤ، وياړ ورپه برخه شو، چې په مرګ کښې هم مرحوم او کورنۍ سره يې غمشريکى وکړي.