له يوچاڅخه خپل حق په پټه اخيستل:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47260
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2012-02-03


فتوی نمبر (۵۸۲) . 


مفتي   : 

 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي:نسیم

اسلام عليکم
محترم مولوي صاحب زما نيکي هيلي او سلامونه ومنه . زه يوه پوښتنه لرم هغه دا چي که چيري يو څوک د خپل يوه مزدور ته ووايي چه زما دا پلانکي کار راوکړه زه به تا ته داغه مقدار پيسي درکړم په مزدوري کي . وروسته د کار څخه هغه دا د کاروبار مالک د پيسو څلورمه برخه ورکړي او ورته ووايي چي نوري نلرم او نه يي درکوم . پداسي حال کي چي نوموړي مزدور د خپل مالک اعتمادي کس وي او هر وخت خپله ټول قيمتي اجناس د کاروبار لپاره پده رانيسي که دا مزدور د جنس د خريداري په وخت کي د پيسو څخه خپلي هغه برخه لږ لږ هره ورځ ګرځوي تر څو هغه مبلغ پوره کړي چه د ده مالک د ده څخه گرځولي وي. ستاسو د جواب په هيله

الجواب و هو الملهم للصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره!هرڅوک چي ديوچاحق وخوري يايې ورڅخه وګرځوي نووهغه ته دارواده چي خپل حق دهغه له مال څخه واخلي که په پټه وي اوکه په ښکاره وي،دادشريعت قاطع فيصله ده اوهيڅ اختلاف پکښي نسته په همدې وجه ودې ته ضرورت نسته چي دکتابوحوالې درته وليکم.
والسلام ومن الله التوفيق ـ