خوست کې مخکې ډير ادبي بنډارونه کيدل،خو دا څه موده په توده کې سړه راغلې وه.دوه کاله به کيږي چې ادبي بنډارونه غلي وو.
د جمعې په ورځ د خوست روزنيز او فرهنګي مرکز کې د ځوانو شاعرانو د اونيزې مشاعرې غونډه چې تمامه شوه،څو تنه شاعران
پيتاوي ته سره ولاړ وو،په خبرو،خبرو کې د ادبي بنډارونو خبره ياده شوه،ټولو ويل چې دا لړۍ بايد بيا پيل شي. په ګډه يې سره خوښه کړه چې د شپږم په شپه به چيرته سره راټوليږو.
شپه ځکه ياده شوه چې دلته ادبي بنډارونه د شپې په مخه وي. پريکړه په دې وشوه چې زمونږ په حجره کې به ناستى وکړو.ما (انګار) دوى ته وويل تاسو شاعران را خبر کړئ.رحيم سکندر او کريم مظلوم يو شمېر شاعران خبر کړي وو. ماښام نږدې وچې علي اکبر پروانه، کريم مظلوم،ميرعلي ملنګ، ساجد بهار، کمال شهزاده، عبدالواسع تسل، ګل امير خان زغم، شهزادالله حميدي، جهانزيب جوهر، رحيم سکندر، او روف شاه نور.
زمونږکلي ( متون کجيري کلي)ته راغلل.ماښام لمونځ مو د کمال شهزاده په امامت ادا کړ.علي اکبر پروانه د بنديخانې خاطرې وويلې، ځکه هغه تازه له زندانه ازاد شوى و.وروسته په بيلابيلو ادبي،فرهنګي،ټولنيزو او سياسي مسايلو خورې ورې خبرې وشوې.د کريم مظلوم خوله نه دريږي، په منځ، منځ کې به ټوکې ټکالې هم کيدې.له څکې وروسته شپه هم ورو ورو خوريده،د هر چا خبرې پوره چک لګاوه. مير علي ملنګ خو د چايو پر سر څو وارې ووې مشاعره به پيل کړو،خو مونږ وسکونډو او دى هم غلى شو.مشاعره د رحيم سکندر په وياندويۍ د کمال شهزاده لخوا د پاک قرآن د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه. د شپې د بنډار ټولو ګډونوالو شاعرانو چا دوه او چا درې شعرونه واورول.د مشاعرې په سر کې څه خبرې مبرې هم وشوې.د ادبي بنډارونو بيا پيل يې په نيک فال ونيوه.په خوست کې د مياشتنۍ مشاعرې پر جوړيدا هم نظرونه وړاندې شول،خو ډيرټينګار پر دې کيده چې ادبي بنډارونه دې هرو مرو وي.بايده دي چې د خوست شاعران په پنځلسو يا شلو ورځو کې يوه شپه رڼه کړي.تر مشاعرې وروسته د في البديهه مشاعرې خبره ياده شوه.که ريښتيا ووايم زما خو سر،ګړى و د في البديهه مشاعرې لپاره مې مطلع نشواى اچولاى.شاعرانو بيلابيل بيتونه د مطلع لپاره وويل.په پاى کې د ټولو ټينګار دې ته اړ کړم چې په وچ زور دا مطلع ووايم:
يوازې ناست دى غزل وايي جانان مه ښوروئ
ترې راچاپير يي د خيالونو جهان مه ښوروئ
په دې سره في البديهه مشاعره روانه شوه.د شپې دوه نيمې بجې به وې چې ساجد بهار د ټولو شاعرانو لخوا ويل شوي بيتونه راټول کړل،کمپوز يي کړل او دادى تاسو به يي ولولئ.
په ټوله مينه او ټول زړه
زاهد شاه انګار
خوست – سولې پيغام راډيو
02/02/2012
یوازې ناست دی غزل وایي جانان مه ښوروئ
ترې راچاپیر یې د خیالونو جهان مه ښوروئ
انګار
چې کله زخه برابره کړي په نښه باندې
داسې شیبه کې ترې عالمه نښان مه ښوروئ
انګار
پریږدئ چې تړمې،تړمې اوښکې په نڅا راولم
حالاتو نوره مې شلیدلی ګریوان مه ښوروئ
بهار
تنکۍ غوټیو باندې پام ساتئ راوبه غورځي
ملګرو پام چې دادخاورو ګلدان مه ښوروئ
شهزاده
په ګل،ګل وینو کې دی پروت،که ګلدره پرته ده
که مو په ځان سپرلی لوریږي نو ځوان مه ښوروئ
سکندر
خدایزده چې څنګه ویده شوی دی عجیب سړی دی
د توپ تر سیوري لاندې پروت دی افغان مه ښوروئ
تسل
دلته وراني ښه ده پریمانه بغاوت شوی دی
د کلي دنګ جومات لاهم دی ودان مه ښوروئ
حمیدي
انشاالله رسي د اټک په غاړو ځالې کوي
د روهلکنډ د سردارونو بازان مه ښوروئ
ملنګ
دلته د ژبې ازادي تش په نامه ازادي
که ځان خوندي ساتئ عالمه زبان مه ښوروئ
مظلوم
چې ښه مو نه رسیږي بد هم چاته مه رسوئ
نوره مو هر څه،هرڅه وکړل قرآن مه ښوروئ
زغم
ډیرې مودې وروسته تازه ورته الهام راغلی
غواړي چې ولیکي نیمګړی ارمان مه ښوروئ
محمد روف شاه
د ستورو جنګ ته مو بیا څله تیاري نیولې
د زور څښتنو پاس پر سر مو اسمان مه ښوروئ
انګار
خدای چې له چانه یې په سترګو کې ګیلې راوړي
خواته مې غلی ملی ناست دی دا ګران مه ښوروئ
انګار
دې لیونۍ ته نور په زړه کې مینه نه ورکوم
پرږدئ چې پلونه یې هم یوسي توپان مه ښوروئ
بهار
د زړه کښتۍ مې بې پټانه ده چې ماته به شي
بادونو ورو،ورو پرې تیرېږئ بدبان مه ښوروئ
شهزاده
د خیال کبلی مې د ښایست په جزیره کې ګرځي
دا د غمونو خوبولي پړانګان مه ښوروئ
شهزاده
په تیرو څوکو به یې غوڅې شي بدرنګې به شي
ستاسو که سرې شونډې خوښیږي پیزوان مه ښوروئ
مظلوم
چې د ښکلا ترجماني ددې جهان وکړي
دومره یې پریږئ په قرار شاعران مه ښوروئ
مظلوم
پر دغه خاوره پښتانه لوی،لوی قومونه پرته
وه پنجابیانو دا تمام خراسان مه ښوروئ
ملنګ
ملا او شیخ یې دواړه غبرګ په کاڼو ولې ولي
په خمارونو پسې مړه شول رندان مه ښوروئ
حمیدي
چې ټوله ورځ په رنګارنګ ګلونو پام ساتي تل
مرغان که ولئ خو ددې باغ باغوان مه ښوروئ
حمیدي
دی ورته خوښ دی که په زړه او که ځیګر یې لګي
سخت پرې نښتي قهریدلي مژګان مه ښوروئ
محمد روف شاه
له کوره لرې تیروي شپې د وطن لپاره
په دنګو غرونو کې پرته سربازان مه ښوروئ
زغم
د قیامت په ورځ به خدای درنه پوښتنه وکړي
هسې نه حق د چا ضایع شي میزان مه ښوروئ
زغم
د یار باڼه هم په بې غمو خلکو نه لګیږي
که خامخا ورسره مخ شوئ نو ځان مه ښوروئ
سکندر
سپیرو سیلیو له جونګړې نه یې مخ واړوئ
زما په سر زما د سیوري سامان مه ښوروئ
تسل
دا لیونی به بیا اسمان ته ځي که چیرته به ځي
جنګ په مورچلو کې کوئ بیابان مه ښوروئ
مظلوم
خیر دی شاعر یم د وجود وینه به تیل کړم ورته
خو په ډیوو پسې روان پتنګان مه ښوروئ
بهار
ښکلی سپرلی دی تاسې هم د خدای ثنا ووایئ
د خدای ثنا وايي ښکاریانو مارغان مه ښوروئ
جوهر
توبه،توبه چې زیارتونو څه ګناه کړي ده
د تصوف په خوب ویده دی رحمان مه ښوروئ
جوهر
ځنګل،ځنګل ونې مو غوڅې کړې د بل په تبر
د پاڼ پر ژۍ باندې ولاړ ارغوان مه ښوروئ
انګار
ګټه به وکړئ آزادۍ مينه به وپيژنئ
بنديانو غلي شئ پنجرې د زندان مه ښوروئ
تسل
له مودو وروسته سره بيا هم څو شيبې کيناستل
د زړونو بړاس سره وباسي ياران مه ښوروئ
حميدي
منم (هر ګل مو په رښتيا د وينو رنګ اخيستى)
خو په چينه راټوکيدلى ريحان مه ښوروئ
بهار
داچې په سپينو پښو د ګوتو په سرونو ګرځي
نن يې راغلى د ځوانۍ دى دوران مه ښوروئ
روف
له وچو شونډو يې قربان بيګا يې مور مړه شوي
پريږدئ چې وژاړي ښه ډېر يتيمان مه ښوروئ
شهزاده
پر اوږو وړي د کوه قاف جوړې،جوړې ښاپيرۍ
ملګرو زما د خيال ملګري ديوان مه ښوروئ
شهزاده
له غنم لوه سره غرمه راغلى ستړى لالى
د چنار سيوري ته دمه شو دهقان مه ښوروئ
انګار
دغه اميل زه پر شنه سره زرغونه نه ورکوم
د شپې په غاړه کې راځوړ کهکشان مه ښوروئ
سکندر
دا معشوقې د عاشقانو دين ايمان دى وايي
هر څه کوئ خو د چا دين او ايمان مه ښوروئ
جوهر
مونږ يې چې وګورو په يار پسې مومخ نه اوړوي
هسې به پاڼې،پاڼې توى شي ګلان مه ښوروئ
مظلوم
دنيا ده مسته ،مۍ پرسته خم پر سر ولاړه
زمونږ د کلي دا بې وسه مستان مه ښوروئ
انګار
سرې،سرې دانې به يې په ځمکه له لشو ډکې شي
لا يې ځولۍ راوړي نه دي توتان مه ښوروئ
انګار
د وطن ناوي مو ترې راوړه لکه ګل تر کوره
دمه دې وکړي دغه ستړي اوښان مه ښوروئ
شهزاده
څه بريالى له جنګه راغى لالى ستړى،ستړى
ورته را پاتې له رقيبه آسان مه ښوروئ
شهزاده
مزل يې کړى دى له کومې به راغلى وي جار
دمه دې وکړي دغه ستړى څاروان مه ښوروئ
جوهر
مونږ پښتنو ته خو بس دغه يو ميراث پاتې دى
د ملالۍ د خولې ټپې ياقربان مه ښوروئ
جوهر
په عاشقانو پسې چا سپکې درنې را اخيستي
د مينې کار دى دا د زړونو ارګان مه ښوروئ
روف
پرون خو داسې وه چې نوې ديارۍ کيسه وه
که مې منې وروسته له دې ريباران مه ښوروئ
سکندر
ژوند يې وقف کړى ورته ټول عمر حدمت به کوي
د پښتو شعر او ادب لارويان مه ښوروئ
حميدي
د وطن خلکو ته يې ستر ملي حدمت کړى دى
په حماسو باندې ژوندى ګل زمان مه ښوروئ
جوهر
د جانان زلفو ته لاس مه وروړئ هوده نه مني
که هوښياران يې ځان ترې ساتئ ماران مه ښوروئ
مظلوم
پريږدئ چې وکړي سردرو کې مستانه کوکارې
خوښ په تنځرو کې روان تاروګان مه ښوروئ
انګار
زړونه مو پاک ورځينې وساتئ جنت وګټئ
شر ترې زيږيږي نور رټلى شيطان مه ښوروئ
شهزاده
سترګې مو لاندې باندې کيږي ښکلو پام به کوئ
تاو کړي غشي به ترې ووزي کمان مه ښوروئ
انګار
د بې وسۍ نه چې د هر سړي لمنه نيسي
خير که پيسې نه ورکوئ غريبان مه ښوروئ
مظلوم
پريږدئ چې وکړي څو خبرې د شکرو په څېر
پر څانګو ناست زمونږه روږدي توتيان مه ښوروئ
شهزاده
دا جنازه ده تورو خاورو امانت اخيستي
دا خو ګناه ده خلکو دا قبرستان مه ښوروئ
حميدي
زمونږ د ښار په ښکلاګانو پسې ورک ليوني
په تللو پلونو باندې بېرته روان مه شوروئ
شهزاده
حورې يې تکې سپينې ګوتې په پر تنکي مخ وهي
زمونږ د چم په وينو رنګ شهيدان مه ښوروئ
شهزاده
چېرته ازار به درته وکړي دا دې مينې وږي
په زړه ويشتلي در په در عاشقان مه ښوروئ
مظلوم
له ښو يې تېر يمه له بدو نه يې امن غواړم
داسې دې غلى وي ملګرو نادان مه ښوروئ
مظلوم
د دوو سيندونو په غنګي کې خوبولى سيرلى
زما غزل يې سمسور کړى لغمان مه ښوروئ
انګار
د پسرلي د غزل بڼ هر يو غزل ښکلى دى
پام نقادانو داد شعر ديوان مه ښوروئ
شهزاده
د يويشتمې پيړۍ ښکلو دومره ظلم مه کړئ
زمونږه زړونه د ګلونو په شان مه ښوروئ
مظلوم
د هاغه ورکې جينۍ منډ مې دى موندلۍ پکې
ټکې په ټکي يې زه لولم داستان مه ښوروئ
انګار
په ګلورينو غزلونو يې اوښان بار کړي
د شهزاده د ستړي فکر څاروان مه ښوروئ
شهزاده
پاى