فتوی نمبر (۵۷۶) .
مفتي:
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي: داود/کندهار
علامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم
وروسته له سلامه پوښتنه لرم هغه داچي يوڅوک چي ذکردالله پاک کوي تسبيح وايي نوداڅونه ثواب لري
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه وروره! په يوه مبارک حديث کښي چي حکیم ترمذي يې په خپل«النوادر»کښي روايت کړئ دئ راغلي دي چي رسول الله (صلي الله تعالي عليه وسلم)فرمايلي دي:«ان الرجل من امتي ليبلغ وزن حرف الواحدمن تسبيحه زنة اُحُد».
يعني بېشکه يوسړي له مت زماڅخه،يعني چي دالله پاک تسبيح په اخلاص اوپه حضوردزړه سره ووايي،نوخامخارسيږي وزن اوتول ديوه حرف له تسبيح څخه دده(يعني دقيامت په ورځ په تله کښي دميزان دده)ووزن اووتاله ته داحدغره.
کذافي الفتح ص۵۷۱
والسلام ومن الله التوفيق.