داسمان دستوروتعداد:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47363
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2012-02-10


فتوی نمبر (۵۷۷) .


مفتي:

ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي: سلیمه/چين.

جليل الشانه عالم ابوالفضل صاحب داسمان دستوروعدداوشميرڅونه دئ؟

الجواب ومنه الصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمي خورې ته په داسي مملکت کي يې چي دغه ډول شيان مابايدله تاڅخه زده کولائ تابايددديني اموروپه باره کښي پوښتنه کړئ وائ ځکه دلته لا دمسلمانانودبېباکي په وجه ډېري مسلماني خوندي اومندي له دين څخه دونه ناخبره دي چي په دغونږدې وختوکښي ديوه عالم وښځي ته یوې ښځي وويل چي زه چي واده سوې يم موږله جنابت څخه غسل نه دئ کړئ په دې نه وم خبره چي له جنابت څخه غسل فرض ګرځي.
اوس ستادپوښتني وجواب ته راځم زماترمعلومات پوري خوشريعت له دې خبري څخه سکوت کړئ دئ داسي يودليل زماپه مخه نه دئ راغلئ چي داسمان ددستوروشميردي په نخښه کړئ وي،خوجیمس جینس چي په تکون دعالم شمسي کښي دمشهوري نظريې خاونددئ په لندن کښي دفلاسفه وو په يوه موتمرکښي په اتمه دمارچ په/۱۸۲۹ميلادي سنه کښي په دې سره تصريح وکړه چي دستوروعددپه دغه عالم کښي دادئ چي ودوو ته څلورويښت صفرونه ورکړه سي/۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰.
والسلام ومن الله التوفيق ـ