ښكلا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47403
نوېده خوشبو مياخيل
دخبریدو نیټه : 2012-02-12

په بیړه روان وم ، څو دقیقې راباندې ناوخته شوې هم و ، ژر ژر تلم چې د عملې موټر راڅخه لاړ نه شي ، تم ځاي ته ورسیدم ، لا موټر نه و راغلی ، اوږده ساه مې ویسته ، د موټر په تمه وم ، چې ناڅاپه هک پک پاتې شوم ، په ځمکه ښاپیرې راښکته شوې وه ، خمار خمار نرګسي سترګې ، په لوړه پوزه یې میخک له لیرې نه پړقا کوله .نرې دنګه اونه ، او د خارجي انجونو په څیر سټایل
 هك پك حيران ورته پاتی شوم ..... څه خوب خو نه وینم ! ؟
تر ډير دقت وروسته مې فكر وكړ چې ويښ يم خوب نه ګورم ، نږدې ورغلم ....موبایل یې په لاس کې و ، خبرې یې کولاې ، نږدې ورغلم ،په پښتو ژبه يي خبرې كولې. څو شیبې ورته ولاړ وم ، چې خبرې یې خلاصې شوې ، ورسره مې روغبړ وکړه ، په خندا یې ستړي مشي راسره وكړ ... راته یې وویل د عملې موټر راڅخه تللی دی ، اوس څنګه لاړه شم ؟ ټکسي هم نشته ؟
 ما خو یې هسې هم د د ندې ځاې مالوموه ، او اشنايي مې ورسره غوښته ورته مې وویل ،” كومې خوا ته ځې ، زما دنده خو د وزیر اکبر خان په پنځلسم سړک کې ده ( په خندا)
 ” هو زما وظيفه هم همغې خواته ده ، ډير ښه تصادف ”
په خندا کې یې څیره لا پسې ښکلې کیده ، موسکا کې یې خبرو راباندې بل چل کوو .
”ښه هغه دې زمونږ د عملې موټر هم راغی راځې ماسره لاړه شې ، هر چیرې چې ځې وبه مو ورسوي”
 ”نه ، مننه خیر دې اوس به ټکسي پيدا شي ”
” څه خبره نه ده هسې هم هماغې خوا ته مونږ هم ځو او تاسې هم ، کوم تکلیف نه نشته، خداي خبر ټكسې كله راشي ، په تاسو به ناوخته شي.
 خو ستاسو موټر كې په ځاي نه وي.
”نه شته ، ځاې تش دې هیڅ خبره نه ده ډاډه اوسې ”
”نه همکاران به مو وايي چې دا نا بللې څوک ده ؟”
”نه ، نه وايي زمونږ دهمكارانو دوستان هم ډیرې وخت مونږ سره ځي ”

”اممم څه و وایم ”

” خیر په ما هم ډیرى وخت ناوخته کیږي ، بیا بله ورځ به زه تاسو سره لاړ شم ”
”په دې کې موټر راورسیدو ، د موټر دروازه مې ورته خلاصه کړه ، لومړی یې خو سړک ته کتلې چې ګوندې کومه تشه ټکسي به راشي بیا یې ساعت ته وکتل او بیا په ناز موټر ته وخته .”
 ”سلام اعلیکم سحر مو پخیر ملګرو ”
عبدالله چې په شعبې کې هم ماسره دې ، او ډیر کلک انډیوال مې دی را ته یې ورو و ویلې
 ”وهلکه دا څوک ده ؟”
زه چب وم ، او د موټر په مخکینې ښیښه مې د هغې ننداره کوله ...
”عبدالله بیا وخورولم ، دا څوک ده ؟”
”اه ... اممم هیڅوک ....”
”هیڅوک ؟”
په همدې کې و چې شا ته یې راوکتل
”زه دلته کښته کیږم ، بس ډیره مننه ....”
ژر مې وکتل چې ځاې یې نښه کړم ....
”همدلته ښکته کیږې ! ”
”هو دلته دغه سپینه ودانۍ چې ګورې دلته زمونږ دفتر دى ، دلته کار کوم ، د سهار اتو نه څلورو پورو .”
 ”ښه په وخت خو ورسيدې ، ناوخته شوې خو به نه وي.
نه مننه په وخت ورسيدم ، هيله كوم بیا به سره وګورو په خیره ”
”خداې په امان ښه ورځ ...”
”خداې په امان”
مونږ لاړو دفتر ته عبدالله رانه ډیرې پوښتنې کولاې هر څه یې ویلې ، خو زه هیڅ نه پوهیدم ، بس څلورو بجو ته په تمه وم ، ټوله ورځ راباندې ډیره سخته تیره شوې وه بس انتطار مې کوو ، چې ژر څلور بجې شي ، نه مې سم کار وکړ او نه د نورو ورځو په څیر ملګرو سره مې ټوکۍ ټکالې وکړې ، د غرمې ډوډې خو مې له مرې نه تیریده ..... بس یوه دقیقه بعد مې ساعت ته کتل . او زړه کې مې دا ویلې ، بیا به یې وګورم که نه ، د حسن د ښکلا په څیر به یې نوم هم ښکلې وي کنه ، ماسره به اشنا شي که څنګه ؟
 له درې بجو څخه پنځلس دقيقې تيرې وې دمعمول خلاف وخته له دفتر څخه وو تلم ، ملګرو سره مې په سمه خداې پاماني هم ونه کړه، ژر مې هلته ځان ورسوو ، چیرته چې هغه نجلې ښکته شوې وه.
 هلته ولاړ وم ، ساعت ته مې کتلې ، او لارې مې څارلې، بس ثانېې مې شميرلې ....
ښه، اخر انتظار پای ته ورسیده ، ښكلې ښاپير په مکیز او ډير ناز روانه وه ، په موبایل کې په خبرو بوخته وه ، ورو ورو زما لوري ته را روانه وه په ما یې سترګې ولګیدې ....
 ”وۍ تاسو ؟ دلته څه کوې ؟”
”اه ....هغه ..... امممم هسې دلته مې لږ کار و . ”
په خندا شوه .
”ښه کار مو وشو که څنګه ؟”
”نه هغه چا سره مې چې كار وو هغه نه وو ...”
”ښه ، خیر زه څه مرسته کولاې شم .”
حیران پاتې وم ، چې څه ورته ووایم .
”هغه زمونږ موټر تللې ، ما ویلې که ....”

”ښاپیرې پویه شوه چې هسې بانه کوم ....”
”ښه ولې نه راځه مونږ سره لاړ شه ....”
د هغوې د عملې موټر کې وختم ، ټولو همکارانو یې راته ډير په حيرانۍ او عجيب انداز كتلې ....
 هغه مخکې د نورو انجونو سره کښیناسته او په ټلیفون کې په خبرو بوخته وه .
تم ځاې را ورسیدو .... دواړه په یو ځاې ښکته شو ،
”ښه ستاسو کور همدلته دې ؟”
”هو دلته دې ، ستاسو هم ؟”
”هو دغه کوڅه وینې دریم کور زمونږ دی ، شنه دروازه يي ده .”
”ښه زمونږ کور د سړک هغې غاړې ته په لومړې کوڅه ک دې .”
”ښه زما نوم حمید دی او ستاسو د د فتر نه یو سړک پاس په یو شرکت کې کار کوم .”
”ښه ، خوشحاله شوم ، زما نوم سونیا ده ، ښه چې کله کله موټر نه وي بیا به ستاسو په عملې کې ځم ..”
 د خوښې نه په ځان نه پوهیدم ”هو بیخې سمه ده .... زما ټیلفون شمیره درسره واخله که کله...”
 ښه سمه ده مننه خداې په امان
خداې پامان ، همداسې په خوشحالې روان شوم ،شا ته شا ته مې کتلې ترڅو چې هغه د کوڅې نه پناه شوه .
 کور ته ورسیدم د سونیا په چرتونو کې ډوب شوم بس بل كار راته پيدا شو په فكرونو كې وم چې دنااشنا شمیرې نه زنګ راغی .
 ټلیفون مې ځواب کړ ، ګورم چې دجلې غږ دی ...

”هلو ، زه مو وپيژندم ؟ ”
”نه بخښنه غواړم څوک یې ؟”
”زه یم ..... سونیا ”
”اوو !!!سونیا جانې څنګه یې ... ..ډیره بخښنه غواړم ومې نه پيژندې ”
”نه څه خبره نه ده .”
”تاسو ښه یې ”
”مننه ، تاسو په خیر ورسیدې ....”
”هو ، اوس مې په خونه کې یم ، تلویزون ګورم ...”
”ښه ،، ما تاسو په اړه فکر کاوه..............!”
د څو د قیقو خبرې په ساعتونو بدلې شوې ، کله به مو په تم ځاې کې سره لیدل او بیا ورور کله دباندې چکر ته تلو ، او کله به مو یوځاې ډوډې خوړه.
 ورځې تیرېدې زه یې د حسن په ښکلا ورځ تر بلې مینیدم ، بله ورځ په دې فکر شوم چې دې اړیکې ته یو نوم ورکړم ځکه ملګري مې راباندې خبر شول او هر یو جلا جلا نظر لرلو.
 بله ورځ مې له سونیا و غوښتل چې دې اړیکې ته به یو پاک نوم ورکړو ، اول خو سونیا حیرانه وه ، بیا یې ویلې چې لا وخته دې ، څه موده وروسته به پریکړه وکړو ، کله به یې ویلې چې پلار مې بهرني هیواد ته تللی ، ته پریده چې راشي بیا به ګورو خو د هغې د رنګ رنګ بهانو سره بیا هم زه کلک شوم ، او سلا مې کړه چې مور مې د هغوې کور ته ولیږم ډیر په فکر کې وم چې کور کې به دا خبره څنګه کوم ځکه زما نه مې یو ورور او یوه خور هم مشران ول چې لا تر اوسه مجرده و ، بیا مې هم زړه کلک کړ او له خور نه مې وغوښتنه چې مور سره مې خبرې وکړي ، خور مې لومړې رانه ډیرې پوښتنې وکړې ، چې ګوره ته یې څه پيژنې ، په واده کې ډیرې خبرې مهمې ، کورنۍ په اړه د انجلې په اړه باید پوښتنه وشي ، خو زه کلک وم چې زه انجلې پيژنم او خوښه مې ده .
 
اخر مې خور مور سره خبره شریکه کړه ، مور مې هم لومړې بیل نظر لرو ، خو زما د ډیر ټینګار سره اخر مجبوره شوه چې مرکې ته ولاړه شي .
 مور مې ورغله د هغوې کور ته زه دباندې ورته په تمه وم، زړه مې ډیرنارامه وو، هره شیبه مې سونیا ته زنګ وهلو چې څه وشو څه وشو !
 د یو نیم ساعت وروسته مې مور راغله ، چې مې ورته وکتل په څه پوې نه شوم .
ژر مې وپوښتل ... ”څه خبره ده مورې ؟ څه وشول ؟”
مور مې په موټر کې کښیناستله هیڅ یې ونه ویلې کور ته ورسیدو ورنه مې په کور کې پوښتنه وکړه .
 ”څه شوې مورې ؟ ویې نه منل ؟”
”نه ، داسې څه نه ده ”
”نو څه خبره ده ؟”
”زویه زه خو وایم تیر شه ...”
”مورې و وایه څه شوي ، ”
”زویه د انجلې د مور او خویندو جامې او کړه وړه راته ښه نه ښکاریده ، عجیب عجیب کارونه یې کول ، زمونږ او د دوې کورنۍ دیر ټوپیر لري ، بل ځاې به درته ښکلې انجلې وګورم .”
 ”ولې مورې سونیا ښکلې نه ده ؟”
”زویه سونیا ډیره ښکلې ده ، ډیره خو د صورت نه صیرت مهم دې ، ژوند یوه ورځ نه وي ، او ښځه خو سړی د ټول عمر لپاره کوي .”
 ”ولې مورې په سونیا نو څه شوي ؟”
”زویه ، خلک انجلې کوي چې کورنۍ یې په درنه شي ، د مشرانو درناوي ولري ، د خپل خاوند نوم او عزت وساتي
 په داسې ښکلا او ښایست به څوک څه وکړي ، ښځه سړی ځان ته کوي ، ټول عالم ته نه .”
”مورې دا څه وايي ؟ سونیا مې خوښه ده ، او د سونیا نه پرته بل هیچا سره واده نه کوم .”
 ”زه ښځه ځان ته کوم زما ژوند دې ، که کوې راته وکړې کنه خپله څه چاره کوم .”
لنډه دا چې مور مې مجبوره شوه چې بیا مرکه ورشي ، د هغوې کورنۍ هم ډیر لوړ لوړ شرطونه کیښودل ، پيسې واده او کوژده په هوټل کې ، د ډیرو سرو او جامو سره ...
 خو په مینه کې هر څه روا دي ، که مې ځان هم ګرو کړې وې خو د سونیا لپاره مې دا هر څه کول .
 اړیکه مو پښه شوه ، کوژده مو د ښار په ټولو ښکلې او ښه هوټل کې وکړه ، قرضداره هم شوم ، خو خوښ په دې وم چې سونیا مې مینه وه ،
 د کوژدې مو لا دوه میاشتې نه وې تیرې ، چې ژر ژر به مو دعوې ، او جګړې کولې ، نه پوهیدم لامل یې په څه دی ، خو ما به تل ځان ملامتوه ، او بیرته به مې سونیا پخلا کوله .
 خو ستونزه بل چیرته وه ، سونیا به کله نا حقه بانې کولې ، او ناحقه په غصه کیده .....
 چې کور ته به یې ورتلم ، نو مور به یې عجیبې فلمي جامې په تن کولاې ډول او سینګار به یې هم بل ډول و ، چاندانې ښه چلند به یې هم راسره نه کاو ، نیم ساعت وروسته به یې خور راته یو ګیلاس اوبه پرته له دې چې راته سلام راکړي راوړې.
 خو ماته دې هر څه ارزښت نه لرله ، ماته سونیا مهمه و، سونیا سره مې مینه وه او په ښکلا یې مین وم .
 یو وارې رانه سونیا خفه شوه ، لومړې خو مې ویلې چې نه یې پخلا کوم ، خو یوه ورځ لا تيره نه وه چې ورپسې سخت خفه شوم ومې ویلې چی خیر دې اوس خو مو نو ګډ ژوند دی پخلا به کړم ، نازولې ده نو همداسې مې عادت کړې ، ځان مې دلاسه کړ ، زنګ مې و وهو ورته خو شمیره یې مصروفه راتله ، ورغلمه کور ته یې .... په دروازه كې يي خور راته وويل چې په كور كې نشته سهار وختې وتلې ... روان شوم ، هر څه چې ورته زنګ وهم شمیره مصروفه وه ، زړه کې مې و ویلې دا یې کومه خورلڼه ده چې دومره ورسره کیسې کوي
 بیا مې و ویل خیر دی ، ماښام یې شمیره بنده شوه
ماښام مهال یې بیرته کور ورغلم ، خو بیا یې خور راغله و ویلې چې نشته .
زه روان شوم ، بیرته راوګرځیدم کور ته ورننوتم .....
کور ته په ورننوتلو حیران هک پک پاتی شوم !
چې ګورم ، سونیا سره یو هلک چې ما دسونیا د عملې موټر کې لیدلې و او سونیا ویلې و چې د دوې د شعبې مشر دی، سونیا سره جوخت په یوې خونې کې ناست دی او میوه ورته ایښې ده دی لومړې میوه پاکوي او بیا یې د سونیا په خوله کې ورکوي سونیا هم ورته لاس په اوږه ایښې دې او په خندا یې له لاسه مڼې خوري .
 په ځان پوې نه شوم ، په چیغه او غصه مې و ویلې
”دا څوک دې دلته څه کوي ؟!!!!
سونیا له خپل ځایه پاڅیده ، او راته یې و ویلې ”بلې خونې ته لاړ شه خبرې کوو....”
نه دا څوک دې دلته څه کوي ؟ ولې ورته جوخته ناسته یې!!!!
”ته ځه هلته کښینه ...”
ورغلم چې هلک له ګریوانه ونیسم او له کوره یې وشړم ....
( هلک )”مه کوه څه کوې ؟”
”ته دلته څه کوې دا زما میرمن ده ....”
ځه له دې ځایه ...
”میرمن به دې وي ، خو زه له پخوا راځم دلته ، زه یې له تا نه وړاندې پيژنم .”
”څه ؟”
سونیا وارخطا شوه ...
”ځه حمید جانه ته لاړ شه بلې خونې ته خبرې کوو .”
”نه دا دلته څه کوي دا څه وايي ...”
”ورغلم ښه یو جوخت څوک مې ورکړ ....”

”خو هلک زه بیرته له ګریوانه را ونيولم او ټيله يي كړم .”
”ورځه بې غیرته ، ورځه .... د چا ننګه کوې څوک څوک به یې له کوره باسۍ ، او په دې اړه يي نورې سختې خبرې هم وكړې”
 دوه کاله کیږي چې زه دسونيا سره راځم ....سر راباندې تاو شو ، هیڅ پوه نه شوم چې څه اورم ، د مور او ملګرو خبرې مې رایادې شوې.
 دا انجلې ته څه پيژنې ، خلک ډول ډول خبرې کوي ، وايي چې ښه کورنۍ نه ده ، موریې هم ښه نه بریښې .
 ( مور یې )” د ژوند ملګرې د ټول عمر لپاره وي ، جامې نه دي چې خوښ نه شي او بدل یې ، کړې ، څوک چې چاسره خپلوي کوي نو څیړي یې ، مالومات یې په اړه کوي ، بیا خپلوي کوي .”
 بیا نو ووتلم ، هیڅ نه پوهیدم چې څه و وایم څه وکړم .
لاره کې روان وم چې هغه ورځ رایاده شوه ، د کوژدۍ مو لا دوه اونۍ نه کیدې چې یوه ورځ زه د سونیا دفتر ته ورغلی وم ، زه په دې هڅه کې وم چې حیرانه یې کړم ( سرپرایز ورکړم ) خو ما چې کله سونیا ته زنګ ووهو چې چیرته یې راته یې و ویلې چې په خپلې شعبې کې یم ، کمپیوټر ته مې ناسته یم خو زه چې یې کله شعبې ته لاړ م نه وه او چې کمپیوتر ته یې کښیناستم نو عجیب عجیب تصویرونه او د اخلاقو لیرې ويډيوګانې وې چا د چا د بریښنا لیک نه کاپي شوې وې ، دومره خرابې وی چې ما یې د لیدو جرعت ونه کړ ، خو ما دا ګومان وکړ چې دا به يي د کوم همکار وي ، خو اوس مې زړه کې دا شک و ، چې دا به هم د سونیا وې چې کوم ملګري به یې ورته لیږلې وي .
 هغه ورځ مې هم رایاده شوه چې زه یې لیدو ته دفتر ورغلم کله چې دفتر ته تلم نو د سونیا د ریس په شعبه کې یې په لوړ اواز د خندا او کیسو غږونه ول ، او دا په خپل ځاې کې نه وه چې مې ورته زنګ و وهو نو ویلې چې ( په اداره ) کې یم . خپل ټینګار مې را یاد شو چې مې ورته ویلې وو ، چې د ریس شعبې ته به دې نه ځې ، خپله دا پریکړه مې رایاده شوه چې هوډ مې لرو د واده نه وروسته به یې خپل دفتر ته راولم او داوړه به یو ځاې کار کوو.
 
اوس مې نو په هر څه سر خلاص شو ، د مور په خبرې مې ډیر ناوخته پوې شوم چې د صورت نه صیرت مهم دی ، او د ژوند پریکړه باید د مشرانو په مشوره په پوره فکر او دقت ونیول شي ، ځکه په پښتنې معاشره کې د ښځې پریښودل هم غټه بې ننګه او بې غيرتي ده ، اوس یې پریښودی هم نه شم او خپلولی هم نه
 په حسن مینتوب لیونتوب دی ، د صورت ښکلا ژوند نه جوړوي ، د صیرت ښایست پت او غیرت دی .