کوم باچامسخه سوي اوبیا بیرته انسان سویدئ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47451
دارالافتاءابوالفضل ـ
دخبریدو نیټه : 2012-02-16


فتوی نمبر (۵۷۵) .



مفتي   :
 ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي: فروفیسرعبدالقوي  له روس څخه

 

نامتواسلامي تحلیل ګراودافغان دمظلوم هیواددویاړلودیني عالم ابوالفضل صاحب اووتلی عالیقدرملي خادم هادي خالدصاحب ته مسنونه تحفه وړاندي کوم اوبیا خپله پوښتنه په دې ډول درته لیکم چي  دتاریخ په اوږدوکي داسي یوبادشاه هم تیرسویدۍ چي چي په حیوان سره الله پاک مسخه کړي وي اوبیایې بیرته انسان کړئ اوباچاکړي وي والسلام

الجواب وهوالموفق للصواب

نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
محترمه دادي ډېره نادره پوښتنه کړئې ده هوداسي بادشاه تیرسوي دئ نوم ئې نه درښیم اومأخذئې هم نه درته ذکرکوم  یوبادشاه الله پاک په زمري سره مسخه کوددرندګانوباچاسوبیائې نسرکودمرغانوباچاسوبیایې غویئ کړدچارپایانوباچاسودمسخ موده ئې اوکاله وه اوزړه ئې په دغه موده کي دانسان وواوعقل ئې هم دانسان ووبیابیرته الله پاک انسان کړاوبیرته دانسانانوباچاسویوه نښانه ددغه باچاداده چي بیت المقدس ئې خراب کړي دئ اودده دباچاکیدوپه وخت کي دموسي علیه السلام دوفات تقریبا نهه سوه اواتیاکاله تیرسوي ووداخوظاهري مسخه وه اوس باطني مسخي رواني دي یورئيس جمهوریووخت په باطن کي درنده  سي بل وخت مږسي بل وخت ښرموښ سي په شریعت کي داخبره ثابته ده چي په دغه امت کي دامسخه راځي دبدعملئ په وجه چي زړه دیوچادخنزیریادښرموښ یا دکوم بل ځناورسي
 والسلام