فتوی نمبر (۵۸۰
.
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي: عبدالستارمسلم باغ
وعاليقدرعلامه ابوالفضل صاحب ته سلامونه اونيکي هيلي وړاندي کوم الله جل جلاله دي وتااوخالدصاحب اوستاسي همکارانووټولوته طويل عمرورکړي اوبي شماره ثوابونه دي دټولونصيب کړي.
له محترم علامه علامه صاحب څخه زماپوښتنه داده چي:
يوسړي پرخپل لباس باندي ترقدرددرهم ډېرنجاست مغلظه وليدئ لکه ويني،ياګنګي اودته نه وو معلوم چي څه وخت په کالونجاست لګيدلئ دئ نودَي به څه چم کوي دلمونځوراګرځول پرده سته کنه؟
الجواب ومنه الصواب.
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
دکوم سړي چي پر کالونجاست غلیظه لګېدلئ وي اوده ته معلومه نه وي چي څه وخت دانجاست زماپرکالولګېدلئ دئ نوپرده باندي دهیڅ لمانځه راګرځول نسته په اجماع دحنفي علماوو.
لووجدفي ثوبه نجاسة مغلظة اکثرمن قدردرهم ولم يعلم بالاصابة لم يعدشيئا،بالاجماع وهوالاصح.
[ردالمحتار/۱ص۱۴۷،زيلعي/۱/۳۰،بدائع/۱/۷۸،مبسوط السرخسي/۱/۵۹.
وفي المحيط:في الدملايعيدشيئاحتي يستيقن[شبلي علي هامش زيلعي/۱/۳۱].