فتوۍ نمبر(۵۸۱)
مفتي
سترعلمي اوروحاني شخصيت،علامه محمدمعین الدین ابوالفضل کان الله له ودامت برکاته
مستفتيه:صديقه برلن جرمني
ومحترم المقام لوي علمي شخصيت علامه ابوالفضل صاحب بيادبېنوادپاڼي ومحترم مشرخالدهادي صاحب اووټولوکارکونکوته نبوي تحفه وړاندي کوم السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته:
الله جل جلاله دي په دنیااوپه اخرت کي سرلوړي لره - په لمانځه کښي دښځي عورت څواندامونه دي
. الجواب ومنه الصواب.
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
په ښځه کښي څلورويشت اندامونه عورت دي چي پټول يې پردې باندي فرض دي که په لمانځه کي وي اوکه بې لمانځه وي اولوڅول ئې په لمانځه کښي دلمانځه فاسدونکئ دي هغه اندامونه په دي ډول دي:
یوورون سره له ځنګونه،بل ورون سره له ځنګونه،یوکوناټي،بل کناټی قبل سره دشااوخوا،دبره سر ه دشااوخوا،نس سره دهغه بغل چي ده ته نږدې وي،شاسره دهغه بغل چي ده ته نږدې وي،يوه پوندئ سره له بجلکي،بله پوندئ سره له بجلکي،هغه تي چي راځړېدلئ وي،يوغوږبل غوږ،دلاس دخپړي له بنده څخه بیاترڅنګلي،دبلي خپړي له بنده څخه بياترڅنګلي يوبازوسره دڅنګلي بل بازوسره له څنګلي،ځيګر،ورېښتان چي راځړېدلي وي له سره څخه،سر،غاړه،اوږه،بله اوږه.
ردالمحتار/۲۷۴بيروتي طبع،طحطاوي شرح مراقي الفلاح،بحرالرائق/۱/۱۷۲.،عالمګيري /۱/۵۹.
والسلاومن الله التوفيق.