کندهار :يو رياست دوه رئيسان او دوه رياسته يو رئيس لري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47714
احمد لودين : كندهار
دخبریدو نیټه : 2012-03-10

په كندهار كې د دولتي ادارو په چوكاټ زياتي ستونزي رامنځ ته شوي دي چې له امله يې د كندهار پر ولايتي اداره نيوكي زياتي شوي او خلك هم د يو شمېر ادارو څخه د دوى د كارونو د ځنډېدو له امله شكايت كوي . دا مهال د ډېرو ادارو رئيسانو سرپرستان دي او ځيني اداري داسي شته چې په يوه وخت كې دوه رئيسان لري او داسي هم دي چې يو تن دوه رياسته په غاړه لري . په مشرانو جرګه كې د كندهار د خلكو استازى بسم الله افغانمل د كندهار پر دولتي اداره سخته نيوكه كوي چې دا كار غير قانوني دى او بايد هر رياست يو ريئس ولري او هڅه وشي چې د خلكو د ستونزو د هواري دپاره ټول تشكيلات پوره شي . د افغانمل په وينا چې د يو شمير رياستونو رئيسان د تېرو څو كلنو راهيسي سرپرستان دي او بايد قانوني رئسان ورته وټاكل شي . افغانمل په دې برخه كې كندهار والي ګرم بولي او وايې چې اداره يې په فساد ككړه او دا كار يې د خپلو شخصي ګټو پر اساس كړى دى خو كندهار والي پوهنوال ډاكټر توريالى ويسا دا خبره چې ځيني رئيسان سرپرستان دي او يا هم ځيني رياستونه دوه ريئسه لري مني او په دې برخه كې د خپلو شخصي ګټو تور ردوي او دا تخريب بولي . كندهار والي توريالى ويسا وايې چې ځيني وزارتونو په خپل سر داسي كسان د رئيسانو په صفت په دنده ګماري چې اسناد يې جعلي او يا هم د كار اهل نه وي چې دې كار يو شمېر ستونزي زېږولي دي . هغه زياتوي : (( په كابل كې ځينو وزيرانو ځيني رئيسان په كندهار كې مقرر كړي دي او ما نه دي منلي او زه د هغوى دپاره دلائيل لرم او هغه مې هم د دوى سره شريك كړي دي ، د مثال په توګه به يو رئيس ياد كړم چې اسناد يې ما وكتل ، دې ريئس صاحب په ۲۰۰۶ كال پوهنتون ويلى دى او په ۲۰۰۸ كال كې يې لېسه ويلي ده ، يعني اول يې پوهنتون ويلى دى او بيا د لېسي نه فارغه شوى دى ، نو دا كس موږ څنګه ومنو ، موږ دلته كار كوو او هغه څوك غواړو چې د كال اهل وي نو د همدې موخي دپاره موږ زوړ رئيس پر كار كښېنولى دى او د وزارت څخه راغلى نوى رئيس مو نه دى منلى )) كندهار والي وويل چې د دي ستونزي د حل دپاره د مركزي ادارو سره په خبرو بوخت دى . دا په داسي حال كې ده چې د كندهار ښاريان هم د ځينو دولتي ادارو څخه په شكايت دي چې كارونه يې پر وخت نه خلاصوي او يوه او بله بهانه يې نن او سبا ته كوي