ناروې مېشتوافغان فرهنګيانو غونډه وکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47805
زهير پکتين
دخبریدو نیټه : 2012-03-05

 

دتېر په څېر پرون  يو ځل  بيا په ناروې کې يو شمېر مېشتو فرهنګيانو او د پښتو ادب  مينه والو  يوه  لويه ادبي غونډه او مشاعره وکړه ٠ د افغان ادبي ناستې ځوان او خوژبي  وياند ښاغلي  زهير پکتين پر بسم الله غونډه پرانيسته  او راغلو مېلمنو ته يې تر هرکلي او ښه راغلاست  وروسته  د غونډې سمبالوونکي ښاغلي اټک يوسفزي ته بلنه ورکړه چې درېځ  ته راشي  او په غونډه  کې  نوي يوځای شوي  مېلمنو او ګډونوالو ته د ادبي ناستې  پر اهدافو او تګلارې  رڼا واچوي ، ښاغلي اټک وويل : ډېر د خوشالۍ ځای دی چې د ادبي ناستې د  غړيو، مينه والو او ګډونوالو شمېر  هره  ورځ  ډېريږي  او زموږ د مشرانو تر  څنګ  دا دی  د ځوانانو بهير هم رامات  دی او د نيکه  مرغه  زموږ   درنې  شاعرانې  خويندې  هم زموږ  سره ګډون  لري  د اټک تر وينا   وروسته د  اغلې درنې خور   نورسراج  ساپۍ پر ښکلي  کلام  مشاعره پيل  شوه  چې بيا په نوبت سره  دغو ښاغليو خپل  خپل  شعرونه  ګډونوالو ته واورول : ډاکتر  پايز ، ډګروال حاجي  محمد اسحاق  امانزي  ، ريدي  ګل ساپي ، شمشيرخان، احمد جان پايز، انيسه  رحيمي ژواک، اټک يوسفزي،ميرزاخان احمدزي ، زهير پکتين، پسرلي  ژواک ، ضياالحق  انسان  ، زبير خروټي او يو  شمېر  نورو٠

تر مشاعرې وروسته  د انګلستان د (University  of  Sussex) پوهنتون  نه راغلې مېلمنې   اغلې DR  CERI  OEPPEN  افغانانو سره  د خپلې  مينې او همدا ډول په ناروې کې د(PRIO) دفتر په ملتيا پر بېلابېلو افغا نانو د خپلې څېړنې  په هکله وغږېده  تر اغلې  CERI  د غونډې  کوربه  ښاغلی  امانزی دريځ  ته ور وغوښتل  شو ، ښاغلي امانزي  هم له  ټولو درنو ګډونوالو  نه د زړه  له تله  مننه  وکړه  چې غونډه  يې پخپل راتګ  لا  درنه او رنګينه کړه ٠ د ادبي ناستې  وروستی ويناوال  د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد ښاغلی دين محمد  کارواني  و  چې د غونډې  د څرنګوالي او ارزونې  تر څنګ  يې د ادبي ناستې د غړو دا نېکې  او ارزښتناکې  غونډې   يې  وستايلې   او پر  دوام  يې  ټينګار  وکړ٠ پاتې دې نه وي دغه نوموړې غونډه چې د ماځيګر پر څلور بجو پيل  شوې  وه  د ماسخوتن پر  اتو بجو د ډوډۍ تر  خوړو  وروسته پای ته ورسېده ٠ ياده  دې  وي چې راتلونکې  غونډه به هم په  همدې  هال  کې انشاالله   وي چې البته نېټه  به يې  وروسته  درنو مينه والو ته  د خبرتياوو  له خوا  اعلان  شي٠