دګرځنده ټلیفون (موبایلmobile ( دنوکیا(Nokia) کمپنی دځینو کوډونودندی په لاندی ډول دي.
په کومو چي دموبایل خاصیتونه او دندی معلومیږې او یا په موبایل کې ځینې بدلونونه راځې .
۱- *#06#ددی کوډ پواسطه تاسو دخپل موبایل اصلې نمبر(بین المللی نمبر په کوم چې موبایل په دنیا کې پیژندل کیږې)پیداکولای شی.
IMEI253675879 مثال
IME(International Mobile Equipment Identity)
۲- *#7780# اویا*#7370#
پدی کوډ سره موبایل خپل اصلې (کمپنې جوړښت سافټویر) حالت ته راځې، په یاد ولرې پدې سره په موبایل کې وایرس (ونه) هم ختمیږې خو ځینې انسټال شوی سافټویرونه هم دمنځه ځې.
۳- *#0000# او یا *#9999#
پدې کوډسره تاسو کولای شې چې دموبایل ځینې خاصیتونه معلوم کړی.
اول: دموبایل نوم لکه 1112,101.
دویم: دموبایل دجوړښت قسم(version) مثال v6.0.
دریم: دموبایل داستعمال دشروع کیدو نیټه.
څلورم: دکمپنې نوم مثال Nokia.
پنځم: دموبایل دداخلې جوړښت قابلیت مثال RM 780.
شپږم: په موبایل کې دموجوده ژبو نوم.
۴-*#2820#
پدې سره تاسو کولای شې چې دموبایل دبلوتوت(Bluetooth) پته پیداکړئ.
بلوتوت: دمختلفو ټکنالوجې الاتو ترمنځ بغیر دویر نه رابطه په یوه محدوده علاقه کې چې دمعلوماتو(Data) داخیستلو او لیړلو لپاره استعمالیږې مثلا دکمپیوټرونو ترمنځ رابطه،دکمپیوټراو پرنټر ترمنځ رابطه او یا دموبایل او کمپیوټر ترمنځ رابطه او داسې نور.
مثال:Bluetooth device address:30385fdc2
۵- *#92702689#
پدې سره تاسو کولای شې چې دموبایل :
اول: دجوړښت تاریخ(نیټه) پیداکړې.
دویم: داخیستلو نیټه پیداکړې.
دریم: دموبایل ترمیم او دخلاصیدو حالت معلوم کړې یعنی که خلاص شوی نه وي نو تاسو ته به (000000) راښکاره شي Repaired:000000.
۶-*#732847826338#
پدې سره تاسو دموبایل ساتل شوی کوډ(security code) خپل دکمپنې کوډ(12345) ته راوستلې شي او یا . Setting->Restore->Factory set->Security code->Ok->12345->OK
۷- صفر(0): کله چې تاسو په صفر زور کړې نو په موبایل کې دانټرنټ صفحه به راخلاصه شي.
۸- *#7760#
پدې سره دموبایل دکمپنې نمبر راښکاره کیږې.
Production serial number RMD235647 .
۹-*67*……….#,*61*……….#,*21*……….#,
پدی سره تاسو دخپل ټلیفون طرف بدلولی شې مثال *21*03068789990.#, او بیرته تر لاسه کولو لپاره یې داکوډ ووهی##002#.
۱۰- 112 پدی نمبر سره تاسو کولای شې چې هر چیرته چې یاست او ستاسو او یا نورو ملګرو یو عاجل(Emergency) ته ضرورت شې نو پدې نمبر پولیس ،ایمبولنس او یا اورورژونکې ........او نورو ادارو کومک ترلاسه کولی شي او بغیر دضرورت نه یې استعمالول دموبایل دکنکشن دبندیدو خطره ډیره ده .
۱۱- که چیرته تاسو موټر ولرې او دهغه دروازې په ریموټ کیلی خلاصیږی او تاسو دوه کیلی ګانی ولرې .
اول: دموټر داستعمال کیلی.
دویم: په کور یا دفتر کی ساتل شوی کیلی.
که چیرته تاسو یو ځای ته تللې وی(خپل موتر کې) او ستاسو کیلې په موټر کې پاتې شوه او دروازې یې بندې شوې او دخلاصیدو لپاره یې بل ریموټ کیلې په لاس ونه لرې نو.
اول: دموټر تر خوا دیو قدم په اندازه ودریږې او کور یا دفتر ته موبایل وکړې (دساتل شوې کیلې لپاره) .
دویم: ستاسو ساتل شوې ریموټ کیلې لرونکی او ستاسو ترمنځ رابطه په موبایل جارې وي.
دریم: تاسو خپل ملګرې او یا دکورنې کس ته امر وکړې چې (Unlock) بټن ووهې نو ستاسو دموټر دروازې به خلاصې شی.
یادونه: پورته کوډونه دنوکیا دکمپنې په ټولو موبایلونو کې یو شان کار نه کوي داځکه چې په مارکیټ کې مختلف قسمه موبایلونه دنوکیا کمپنې بازار ته وړاندی کړې دي
دنړیوال اسلامې پوهنتون دکمپیوټر ساینس دپوهنځې زده کړیال.