په اوکراین کي د افغانانو مذهبی او فرهنګی فعالیتونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47913
هلمند (پردیس)
دخبریدو نیټه : 2012-03-08


د ادیسی ښار د اوکراین جمهوریت یو له ښایسته ښارونو څخه شمیرل کیږی، ځکه چی د توری بحیری په غاړه شتون یی د ډیرو سیلانیانو پام ځان ته را اړولی دی . او د ډیرو بهرنیانو شتون پکی په د دلالت کوی چی د دوی (بهرنیانو) لپاره پکی د ژوند او کار اسانتیاوی نسبت نورو ښارونو ته ښی دی .
 بهرنیان که څه هم ډیره کمه فصیدی به یی په دفاترو کار (وظیفه) لری خو بیا جمله ډیره فصیدی یی (۷ ، کیلو متره ) عمده بازار په شتون سره د ځان لپاره کار او روزګار پیدا کړی دی ، که څه هم په دغه عمده بازار کی د کار شرایط ( په اوړی کی ډیره ګرمی او په ژمی کی ډیر ساړه ) د انسانیت له شرایطو سره سم نه دی خو بیا هم هر چا خپل کار ته اوږه ورکړی ، زحمت ګالی او خپل کار کوی ، له دغو بهرنیانو له جملی څخه هغه . افغانان چی ډیره فیصدی یی ( هغه چی په اوکراین هیواد کی اوسیږی ) نسبت له نورو ښارونو څخه د ادیسی په ښار کی ډیر میشته دی.
 د افغانانو وطن ( افغانستان ) که څه هم د جنګ او د پردو اډیالوژیو د سیاست میدان ګرځیدلی دی ، مګر هر وخت چی افغانان له خپل ګران وطن څخه جلا شوی دی ، مګر بیا یی هم په جلا وطنۍ کی خپل کلتور ، دین او مذهب نه دی هیر کړی ، د اوکراین جمهوریت د ادیسی په ښار کی مسافر افغانان خپل کلتوری مرکزونه لری ، چی د اخترونو لمانځل ، د ازادۍ ورځی لمانځل ، اود نوی کال ورځی لمانځل یی ښی بیلګی کیدای شی ، او همدارنګه د خپلو (د سر سړو لمانځلو کی ) هم چوپ نه دی پاتی شوی ، او د ادب په ډګر کی هم ښی لاس ته راوړنی لری چی د ( د ادیسی ادبی ټولنه ) په نوم یوه ادبی ټولنه لری ، چی د ځوان کهول ګړندۍ هڅی یی د ستایلو وړ دی ، چی د دغه ځوان کهول د لاسته راوړنو ښه بیلګه یی د ادیسی ښار ته د ښاغلی شاعر او لیکوال ( عبدالباری جهانی ) سره د ( دویم ادبی ماښام ) غونډه چی د دوستۍ فونډ په مادی او معنوی کومک سره ترتیب شوی وه فعاله ونډه یی ښه انځورګری ده .
 افغانان هر چیری افغانان پاتی شوی دی ، خپلی عقیدی (د اسلام دین ) ته ډیر ټنګ او وفادار پاتی شوی دی ، دوی دلته د دادیسی په ښار کی دوه جوماتونه لری ، افغانانو که څه هم له دی مخکی له نورو مسلمانو ملتونو سره د دوی په جوماتونو کی لمانځونه کول خو اوس بیا دوه جوماتونه لری ، که څه هم یو جومات یی په کرایه نیولی دی ، خو دوهم جومات چی د (افغان پامیر ) په نوم سره یادیږی ، زموږ یوه افغان ورور په خپل شخصی لګښت سره جوړ کړی دی ، له دغه افغان ورور ځینی می څو پوښتنی کړی دی چی په ډیره مینه او ورین تندی یی راته ځواب کړی له تاسو محترمو لوستونکو سره یی شریکوم .
 
۱ـ محترم حاجی صیب محمد رسول (مفتون ) هغه کوم احساس و چی تاسی یی دیته وهڅولی چی په خپل شخصی لګښت سره خپلو افغانانو وروڼو ته جومات جوړ کړۍ ؟
 زه په خپله تقریبآ دیرش کاله کیږی چی د اوکراین په هیواد کی اوسیږم ، زموږ یو تعداد پخوانی محصلین او زموږ نوی راغلی مسافر وروڼه چی د اوکراین هیواد د ادیسی ښار ته راغلی او دلته میشته دی ، نو یوه وجه یی دا هم وه چی ما د احساس وکړ چی موږ افغانان باید خپل جومات ولرو ، نو ځکه ما د دی جومات جوړولو ته ملا وتړله او جومات مو جوړ کړ چی نن ورځ تاسی هم د دی شاهد یاستۍ چی زموږ افغانان وروڼه دلته د عبادت لپاره راځی .
 او بله وجه یی زموږ د کورنۍ خبره هم کیدای شی چی زما په وطن کی ماما چی ( عبدالله جان ) نومیده خپله شخصی ځمکه یی د جومات لپاره وقف کړه او تر ننه هغه جومات د عبدالله جان په نوم سره یادیږی ، او نن زه هم د هغی مفکوری له تاثیره د خپل فامیل په پله روان یم ، او دا د شکر ځای دی د چی موږ نن خپل جومات لرو .
 ۲- محترم حاجی صیب محمد رسول (مفتون ) زه خبر شوی یم چی دغه جومات چی تاسی په شخصی لګښت سره جوړ کړی دی خپلو افغانانو وروڼو ته په معنوی لحاظ اهدا کړی دی ؟
 که څه هم د جومات په جوړولو زه له بعضو اقتصادی ستونزو سره مخامخ هم شوم دیته اړ شوم چی خپل دوکان ورته خرڅ کړم ، مګر هغه څه چی زما لپاره د خوښی وړ و هغه د جومات جوړول او بیا د عبادت لپاره ټولو افغانانو وروڼو ته هغه چی د ادیسی په ښار کی اوسیږی د دوی راتګ او دلته د دوی عبادت زما لپاره د افتخار ځای و نو ځکه زه دغه جومات دوی ته په معنوی لحاظ اهدا کوم .
 ۳- محترم حاجی صیب محمد رسول ( مفتون ) په اخیر کی تاسی محترمو مسافرو افغانانو وروڼو ته څه پیغام لرۍ ؟
 
زما پیغام خپلو ټولو افغانانو وروڼو ته دا دی چی موږ (افغانان ) چی هر چیری و باید باید خپل کلتور ، مذهب ، او ملی عنانات هیر نکړو ، او د یوالی په لور خپل ګامونه پورته کړو ، او خپل افغانیت په هر ځای کی په اثبات ورسوو ، او هغه افغانان وروڼه چی د ادیسی په ښار کی اوسیږی یو ځل بیا بلنه ورکوم چی ( افغان پامیر جومات ) ستاسو خپل جومات دی او تاسی بغیر د کوم قید او شرطه کولی شۍ چی استفاده ورځینی وکړی .
 نوره بیا ...........
د ادیسی ادبی ټولنه