کلفورنیا : درت الله حداد فرهاد یاد غونډهجوړه سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47975
محمد نبی عمرخیل
دخبریدو نیټه : 2012-03-09

 

په شمالی کلیفورنیا کې په هیواد مینو افغانانو د ملی مبارز، لیکوال او تاریخ پوه ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد د لاسته راوړنو اوهلو ځلو د درناوی په اړوند د روان کال د فبروری په ۲۶ یوه درنه او پرتمینه یادغونډ ه نیولې وه. غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پرانستل سوه. وروسته د غونډې ویاند ډاکتر عبدالسبحان هاتفی احمدزی د خدای بښلی قدرت الله حداد په اړه لنډې خبرې وکړې او بیا یې دغونډې وینا کوونکو ته په ترتیب سره بلنه ورکړه تر څو خپلې ویناوې واوروی. وینا کوونکو هریوه ډاکتر عبدالقیوم کوچی، ښاغلی محمد داؤد مومند، ډاکتر سید عبدالله کاظم محترمې راضیه غوثی د حداد فرهاد د شخصیت او مبارزو په هکله ویناوې وکړې او وروسته ښاغلی  ولی حداد فرهاد دخپل پلار د ژوند په مختلفو اړخونو د رڼا په اچولو سره د هغوی د ژوند د  بیلو اړخونو په زړه پورې عکسونه هم  وښودل. وروسته بیا ښاغلی محمد نبی عمرخېل د خدای بښلی حداد فرهاد د سیاسی ژوند او فعالیتونو په برخه کې پوره رڼا واچوله او بیا ښاغلی لطیف بابی خپله په زړه پورې وینا وړاندې کړه او د ډاکتر عبدیانی له وینا وروسته ښاغلی فرید وردګ د ډاکتر سید خلیل الله هاشمیان را لیږلی لیک ولوست او بیا ښاغلی عزیزالله زمریالی د خپل قدرمن والد ارواښاد امین الله زمریالی او حداد صاحب د سترګو لیدلې خاطره بیان او هم یې خپل  شعر  ولوست. د غونډې په ترځ کې ښاغلی عبدالرؤف وردګ د حداد صاحب د مبارزو او د فرهاد د کورنۍ نه د قدردانۍ په ویاړ نوموړي کورنۍ ته د ګلانو ګیډۍ وړاندې کړه. په پای کې ښاغلی ایمل فرهاد د غونډې له بلونکو او ګډونکوونکو نه مننه وکړه. د ارواښاد قدرت الله حداد فرهاد یاد غونډه چې مازیګر په ۴ بجو پیل شوې وه دماښام په اتو بجو پای ته ورسیده.