ملي شورا لومړۍ ناسته وکړه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 4800

دخبریدو نیټه : 2005-12-19

درحيم ګل څاروان راپور او د AP انځورونه

Photo

Photo

 

نن دوشنبه په لسو بجو دافغانستان نوې ملي شورا دواړو څانگو یعنی ولسي جرگې او مشرانو جرگې په گډه لومړۍ ناسته وکړه.

غونډه دقاري صیب برکت الله سلیم له خوا دڅو مبارکو ایاتونو په تلاوت پیل شوه.

ملي سرود وغږول شو او بیا دزده کونکو له لورې یوه ترانه وویل شوه. ورپسې دملي شورا دلنډمهالې دارالنشاء مشر عزیز لودین دملي شورا غړیو ته مبارکي ورکړه او دملي شورا موقت ریس قاضي امان الله یې غونډې ته وروپیژانده.

ورپسې پخواني پاچا ظاهر شاه لنډه وینا واوروله او دملي شورا دجوړیدو په اړه یې برخوالو ته مبارکي وویله.

ورپسې ولسمشر کرزي دملي شورا غړیو ته سوگند په دواړو ژبو پښتو او دري ورکړ او وینا یې واوروله.

ښاغلي کرزي په وینا کې دده دحکومت لاس ته راوړنې په گوته کړې او دهیواد ددرېيمې قوې دجوړیدو په اړه یی افغانانو او دملي شورا غړیو ته مبارکي وویله.

 ښاغلي کرزي له لنډمهالې ادارې نیولې او دملي شورا تر جوړیدو ددولت پر ټولو لاس ته راوړنو پوره یو ساعت وغږېد. له افغانستان سره دمرستندویو هیوادونو له مرستو مننه وکړه او له ځینو هیوادونو سره دهمکارۍ دتړونونو یادونه وکړه.

ښاغلي کرزی په هغه څه هم وغږېد کوم چې دده په وینا دولت پکې پاتې راغلی له تروریزم سره جگړه او دکوکنارو دکرکیلې په پوره ډول دنه لمنځه وړل یې پر گوته کړل.

دخپلې وینا په پای کې ښاغلي کرزي په ژړغوني اواز دپارلمان استازو ته دهیواد پر ناخوالو وغږېد کومې چې دجنگ په کلونو کې پرې تیرې شوي، چې دپارلمان دډېرو استازو له سترگو یې اوښکې وبهولې.

ددغې په پای کې دمشرانو جرگې غړي او پخواني ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي دعا وکړه او دافغانستان سوکالي يې وغوښته.

دملي شورا موقت ریس دنن ورځې غونډه ختمه وگڼله او دسبا ورځې دغونډې پیل یی په نهو بجو اعلان کړ.  

په دغې غونډې کې دامریکې دمتحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر ډیک چیني هم برخه لرله.

د يادوني وړ ده چي د ولسي جرګې په لومړنۍ غونډه کي دملي سرود د جميعت او نظار شورا پخوانۍ ترانه وږغول شوه .

Photo

Photo

Photo

Photo

Photo