مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته
مستفتيه:سلیمه کراتشی.
ولوئ عالم دافغانستان دسرتاج علامه صاحب ته نيکی هیلی اوسلامونه وړاندي کوم:
زه یوه پوشتنه لرم هغه داچي يوڅوک خوب وويني نودغي رښتيآکېدل يې څومودې پوری ځنډېدلائ سي؟
الجواب ومنه الصواب:
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم:
ګرانه وروره!
دخوب رښتياکېدل ترپنځوستو(۵۰)کلوپوري لاځنډېدلائ سي.
ابن عبدالبر(رحمه الله تعالي) په«بهجة المجالس»کښي ذکرکړيدي چي له حضرت امام جعفرصادق (رضي الله تعالي عنه)
څخه پوښتنه وسوه چي ترڅومودې پوري دخوب رښتياکېدل ځنډېدلائ سي؟نوده مبارک په جواب کښي ورته وفرمايل چي پنځوس کاله ځنډېدلائ سي؛ځکه چي نبي کريم(صلي الله تعالي عليه وسلم) په خوب کښي وليدل چي يوابقع سپی دده مبارک(صلي الله تعالي عليه وسلم)ويني چښي،نوده مبارک د خپل دغه خوب معنی په دې ډول وکړه چي يوسړي به دده لمسي امام حسين(رضي الله تعالي عنه)لره په شهادت رسوي.
نودده ددغه خوب له ليدلوڅخه پنځوس(۵۰)کاله وروسته په کربلاکښي حضرت امام حسين(رضي الله تعالي عنه)د یوه نفرله لاسه چي شمرنومېده اودپیس په مرض مبتلاوو په شهادت ورسېدئ.
والسلام ومن الله التوفيق.