د پنجوايې پېښي د نوي كال لمانځنه پېكه كړې ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48120
احمد لودين
دخبریدو نیټه : 2012-03-19

سږ كال په كندهار كې د نوي كال د لمانځني دپاره خلك زړه نه ښه كوي او نيول شوې تيارى هم پيكه دى . د كندهار اوسيدونكي وايې چې يوه اونۍ مخكي يې د نوي كال د ښه لمانځني دپاره تيارى نيولى وه او خوښ وه خو كله چې په پنجوايې ولسوالۍ كې د امريكايي سرتېرو له لوري شل تنه په مخامخ ډزو ووژل شوه او ټپيان شوه نو ورته پيدا شوي هيلي يې مړې او په دې اړه يې پيدا شوي غوټۍ و رژېدي . د كندهار پوهنتون استاد ، ليكوال او شاعر استاد حيات الله رفيقي وايې چې مخكي به د نوي كال په راتلو سره خلك خوشحاله وه او ميلو ته د تګ تياري به يې نيوى ، ميلو ته به تلل ، اتڼونه به يې كول او د ملګرو سره به يې يو ځاى د نوي كال لمړۍ ورځي په خورا خوښۍ سره لمانځلي خو په دې وروستيو څو كلنو كې چې په كندهار كې ناامني زياته شوي او وژني ډيري شوي دي نو د نوي كال لمانځني هم بې خونده شوي دي خو سږكال د پنجوايې ولسوالې د پېښي له امله دا ميلي له منځه ولاړي او څوك زړه نه ښه كوي . (( زه فكر نه كوم چې سږ كال دې نوى كال ښه ولمانځل شي او زه چې ګورم تيارى هم نه دى نيول شوى ځكه د پنجوايې ولسوالۍ پېښي د خلكو زړونه مات كړه ، هر څوك خفه دي ، سخت درديدلي دي او د نوي كال لمانځنه يې هېڅ فكر ته نه ورځي . )) د كندهار عام اوسيدونكي هم په ورته نظر دي او وايې زړه يې نه غواړي چې د نوي كال دپاره خاكرېز ولسوالۍته چې د نوي كال د لمانځني دپاره ځانګړى ځاى دى ولاړ شي . د كندهار د دريمي ناحيي اوسيدونكى رفيع الله وايې : (( كله چې د پنجوايې پېښه نه وه شوې موږ شلو كسانو انډيوالانو پلان جوړ كړ او ومو ويل چې ښه مېله به وكړو ، خو كله چې وحشي امريكايانو په پنجوايې كې زموږ بې ګنا ماشومان او ښځي ووژل او بيا يې وسوځول سخت خفه كړي يو ، خاكريز ولسوالۍ ته نيول شوى پلان مو له منځه يووړ او اوس هيڅ مېله نه كوو او زړونه مو مات دي . )) د كندهار ښار د پنځمي ناحيي اوسيدونكى شامحمد هم ورته خبره كوي او وايې : (( مېله چيري وه ، څوك څنګه مېله وكړي ، د پنجوايې پېښه د هېرولو ده او څوك په كوم زړه ولاړ شي ، په پنجوايې كې دردوونكي پېښي د ټولو افغانانو زړونه مات كړي دي ، موږ پلان درلود چې ولاړ شو خو اوس مو هيڅ زړه نه غواړي .)) د پنجوايې تر پېښي مخكي كندهار والي توريالي ويسا اړوندو ادارو ته لارښوونه كړې وه چې د نوي كال د لمانځني دپاره د خاكريز ولسوالۍ د شامقصود اغا په مزار ، د بابا صاحب په تفريحي پارك ، كندهار ښار او نورو سيمو كې د خلكو د مېلو دپاره ځانګړي تيارى ونيسي خو د پنجوايې پېښي پر دولت هم اغيز كړې ده او په داسي حال كې چې نوي كال ته د ګوتو په شمير ساعتونه پاتي دي هم د تياري هيڅ څرك نه ليدل كيږي .