فتوۍ نمبر(5۹۲)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته
مستفتي:جلال مياخيل،کوټه/پاکستان.
دقدروړعلامه ابوالفضل صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !!!
ستاسي دبرکاتوبهيردي تل ګړندئ وي،الله جل جلاله دي درته نېکمرغه ژونددرکړي،اوتل دي دالله جل جلاله په حفاظت کښي محفوظه ياست.
زماپوښتنه په لاندي ډول ده :
شريعت چي په کوموشيانوباندي موږامرکړي يواوله ځينوشيانوڅخه منع کړي يونواياددغوشيانوله اخروي اودديني فايدوڅخه ماسوادنيوي فايدې هم سته اوکه څنګه يوه نمونه کي راته ذکرکړئ ډېربه ښه وي ؟
الجواب ومنه الصواب :
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم :
محترمه وروره ! دشريعت په هرحکم کي ديني اواخروي اوهم دنيوي عظیمي فايدي وجودلري،تاسي که په بېنواکي زموږدرمضان لړۍ وګورۍ نوپوره معلومات به درته وسي دلته زه دیوه مثال په ضمن کي ستادپوښتني جواب کوم په اسلام کي مسلمانانوته په مسواک وهلو سره جکم سوي دۍ ددغه حکم له اخروي فایدوڅخه یوه فایده داده چي لمونځ په مسواک سره داویا بې مسواکه لمونځوثواب لري ،دمسواک ځیني ديني اودنيوي فايدې په لاندي ډول دي :
(۱)الله(ج) له سړي څخه راضي كيږي.
۲- خوله يې پاكوي.
۳ وورۍ مضبوطه كوي.
۴- د سر درد آرامه وي.
۵- بلغم كموي
۶دسترګودید تېزوي.
۷- معده قوي كوي.
۸ د ژبې فصاحت پيدا كوي. مطلب دادۍ چي دشامي په قول یوڅه بالادیرش منفعتونه د مسواک وهلوبیان کړي دي دادشامي عبارت دي
.
ـــــــــــــــــــــــــ
مطلب في منافع السواك قوله ( ومن منافعه الخ ) في الشرنبلالية عن حاشية صحيح البخاري للفارضي أن منها أنه يبطىء بالشيب ويحد البصر
وأحسنها أنه شفاء لما دون الموت وأنه يسرع في المشي على الصراط ا ه
ومنها ما في شرح المنية وغيره أنه مطهرة للفم ومرضاة للرب ومفرحة للملائكة ومجلاة للبصر ويذهب البخر والحفر ويبيض الأسنان ويشد اللثة ويهضم الطعام ويقطع البلغم ويضاعف الصلاة ويطهر طريق القرآن ويزيد في الفصاحة ويقوي المعدة ويسخط الشيطان ويزيد في الحسنات ويقطع المرة ويسكن عروق الرأس ووجع الأسنان ويطيب النكهة ويسهل خروج الروح
قال في النهر ومنافعه وصلت إلى نيف وثلاثين منفعة أدناها إماطة الأذى وأعلاها تذكير الشهادة عند الموت رزقنا الله ذلك بمنه وكرمه.[ردالمحتار/۱/۸۵].
والسلام ومن الله التوفيق.