له سلوسره یاري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48304
رحمت الله زیارمل
دخبریدو نیټه : 2012-03-26

لنډه کیسه .

سهار نهه بجې وې د خپلو څو تنو ملګرو سره یو ځای د دفتر په موټر کې د راسپارل شوي  کار په موخه  ولسوالۍ  ته  روان شوو.
نن مو باید ټول هغو کارکوونکو  ته  معاش ورکړی و چې د ټولټاکنو په مرکزونو کې  یې لنډ مهاله  د نده ترسره کړې وه . د ولسوالۍ مرکزي ښوونځي ته ورسیدو.  دښونځي د مشر په لارښونه نیغ  د ښوونځي د ادارې په خونه کې سره کینستو. ترڅه لنډو خبرو ورسته مې  هغه نوملړ راواخیست چې د همدې ښوونځي زده کوونکو  همدلته  د ټولټاکنو په ورځ د نده ترسره کړې وه . شاخوا دوه سوو هلکو او انجو ته مې خپل معاشونه ورکړل  لاسلیکونه مې ترېنه واخیستل ، مازیکر ناوخته د ملګرو سره یو ځای دفتر ته ورسیدو. ټول اسناد مې دفتر ته وسپارل او کورته لاړم .
 
د شپې تر ډوډۍ خوړلو ورسته مې ټیلیفون  وشرنګیده. غوږۍ  مې  پورته کړه  خو د مقابل لوري  ځواب مې وانه وریدو ،د پرې بټنه مې ووهله ، ټیلیفون مې بیرته پخپل ځای کېښود.

 سبا ورځ له غرمې ورسته بیا له همدې شمېرې زنګ راغی، د تېر په څېر وشول ، بله ورځ بیا هم همداسې وشول .
یوه اونۍ وروسته د شپې د ډوۍ پرمهال مې بیا د ټیلیفون زنګ وشرنګیده، زما له (بلې)ویلو سره سمه مې د جلۍ غږ تر غوږ شو. فکر مې وکړ چې ګوندې د دفتر کومه همکاره به وي او د رسمي کار په اړوند به کومه پوښتنه کوي.  په ورین تندي مې ورسره خبرې پیل کړلې ، خو جلۍ د کورنې د څو غړو نومونه راته واخیسته ، بیا يې د غټو او وړو پوښتنه وکړه  .

 ترې مې وپوښتل وبښئ ومې نه پېژندلئ ؟
 
ځان يې راونه پېژنده ، خو د خبرو د اوږدولو هڅه يې کوله. په لنډه کې مې ورته وویل مننه زه اوس بوخت یمه بیا به بل وخت کې خبرې وکړو .
 جلۍ غږکړ، یوه خبره کوم،  ځان درته ښیمه ، خو چاته به وایې نه.
ما ویل سمه ده څوک يې؟  او څه غواړې ؟
 
جلۍ خپل اصلي نوم راته واخیست ، کور يې راوښود ، د غټو وړو نومونه يې راکړل .

ما ویل سمه ده تاسو ماته څه ویل ؟خیر خودی.
غبرګه يې کړه.نه هسې پوښتنه مې کوله .
ما ورته ویل خیر یوسې ،مننه.
 
سمدستي ېې له ډېرې مقدمې رالنډه کړه.  ډېر راته ګران ، زړه کې مې اوسیږې ، مینه درسره لرمه بې درېغه مینه .
هک پک پاتې شوم ،چې څه ورته ووایمه،  ځکه په لومړي ځل  مې د یوې  جلۍ له خولې د ځان په اړه  د مینې خبره  واوریده . ترڅنګ مې نور ملګري ناست وه  فکر مې وکړ چې د جلۍ خبرې به یې اوریدلې وي له ځان سره خیجله شوم.
 
 ورلنډه مې کړه ته خیر یوسې، خو زه ستا د مینې جوګه نه یم او له دې سره مې ټيلیفون پرې کړ.
رنګ مې الوتی و څنګ کې دوستانو مې  پوښتنه وکړه څوک و؟ څه يې ویل؟  ولې خپه شوې ؟
پوه شومه چې دوی څه نه دي اوریدلي بیرته یوڅه ډاډه شوم . ورته مې وویل هسې یو دوست مې و. د کوم چا په اړه يې پوښتنه کوله .
 
خو د ځان سره یو ډول خوابدی وم ، به مې په زړه کې به مې تېر شول  کاشکې مې داسې نه وه ویلي ، ځکه ماته هم  په لومړي ځل د يوې ځوانې جلۍ د مینې وړاندیز د خوب لیدل ښکاریدل ، بیا به مې له ځان سره وویل ښه دې ونه کړه.
 
له دې ورسته نورنو دملګرو سره خبرو کولو خوند رانه کړ. بلې کوټې ته لاړم او په همدې سوچونوکې ویده شوم .
سبا ورځ له ګڼو سوچونو سره  په ټاکلي وخت ټولګي ته د ننه شومه. هرڅه مې له یاده ووتل ، خو له غرمې ورسته بیا له هماغې شمېرې زنګ راغی.
جلۍ تر هغې لږنوره هم په خواږه انداز خپله خبره  تکرار کړه.په  یوه دوه کې پاتې شوم  چې څه وکړم. ورته مې وویل سمه ده اوس بوخت یم بیا خبرې کوو.
دهمغې ورځې په مازیګرمې خبره مې د یوه  ډېر نږدې دوست سره شریکه کړه او ټوله کیسه مې ورته وکړه.
 
دوست مې  راته وویل جلۍ چې هرڅوک وي ،ځواب ورکړه ،او ورته ووایه چې بیا ماته زنګ ونه وهې. له دوست سره مې پرې ډېر سر خوږ نه کړ.د هغه خبره  مې ومنله همداسې مې وکړ اوچې په بله ورځې یې ټلیفون وکړ بیامې هم همداسې وکړل .
څو میاشتې تیرې شوې یوه ورځ راته بیا له هماغې شمېرې  زنګ راغی.غوږۍ مې پورته کړه ، هماغه ډول سلام مې بیا تر غوږشو ، جلۍ له دې وېرې چې ټیلیفون پرې نه کړم.
 وویل !
غوږ شه څو لنډې خبرې درته کومه . دادې ډېرې میاشتې تېرې شوې  خو ته  رانه هیر  نه شوې اوس  هم  وایمه  له تاسره  مینه لرمه .
 
ما وویل زه څه وکړم ؟ په لنډه يې وویل واده!
ورته مې وویل ته سمه خبره کوې خو زه اوس له یوې خوا محصل یم او بله داچې زما مشران ورونه هم پاتې دي نو په هیڅ ډول ستا دې غوښتنې پوره کولو ته چمتو نه یمه ،او بیا دا خبرې د مشرانو دي کشرانو پورې څه اړه لري، په مخه دې ښه شه بیا ماته ټلیفون ونه کړې .
 
همداسې بیا څو میاشتې تېرې شوې بله ورځ بیا له هماغې شمېرې زنګ راغی ټیلیفون مې پورته کړ جلۍ له سلام سره سم خپلې خبرې پیل کړې .
 بیا هم وایمه تاسره مینه لرمه، تا نه شم  هېرولی،  د زړه پر رنځ اخته یم ،  زما ژوند بچ کړه کنه مړه کیږمه ،  د خدای روی ومنه زما مینه رښتینې وبوله،  قسم درته کوم تاته هرڅه رښتیا وایمه ،  په  دې دنیا کې پرته له تا بل هیڅوک داسې نشته چې په لیدو يې خپل زړه ټکور کړم ، دخدای لپاره ما یوازې پرېنږدې ، ما خپله کړه .
 
هک پک پاتې شوم ،د ویلو څه راسره نه وه، ورته مې وویل ،ستا خبرې سمې دي خو زه به پرې سوچ وکړم.
له دې ورسته د جلۍ زنګونه ورځ تربلې زیاتیدل په خبرو کې يې ورځ تربلې خوږلني زیاتیدله.  بلاخیره دې ته اړ شوم چې د خپلولو سر ورته وخوزوم ، خو په  دې شرط چې په  اړه يې زما په زړه کې راپورته شویو پوښتنو ته سم ځواب پیدا کړم .
 
اوس نو ما د همدې پوښتنو د ځوابولو لپاره له هرې ممکنې لارې څخه کار اخیستل پیل کړل .
 
 یوه ورځ مې د یو ډېر نږدې دوست څخه د دوی د کورنۍ په  اړه پوښتنه وکړه . دوست مې راته په لنډه منفي ځواب راکړ.  ما ورسره د جلۍ د مینې خبرې شریکې کړې .

د دوست له خولې مې په غیرې ارادي ډول ووتل . لکه چې له سلو سره یاري لري .
 
تاته هم ټيلیفون کوي ؟ هو
 ښه !ماته يې هم کوي .
ګوره چې اوس يې درباندې خبرې واورم .
 
هماغه شیبه يې جلۍ  ته ټيلیفون وکړ. جلۍ هغه ټولې خبرې زما ملګري ته په هماغه  انداز وکړې چې په  کوم ډول يې  ماته کولې.