لنډه کسه :
غلام حسین ته له کوره زنګ راغلی دسمال مودرته راوړیده په دې میاشت کي پنځوس زره افغانۍ راولیږه . پرملګرویې زیری وکړ ماښام یې له شیرني سره میله هم ورکړه .
دمیاشتي پای سو تنخاوې راغلې .غلام حسین ډیراندیښمن و چي کوم ملګري ته ووایې ددې میاشتي تنخا ورکړې ترڅو کورته یې ولیږې .بیابه یې فکروکړ چي دوی به همداسي ستونزی لری .له ډیرو سوچونو و روسته یې خپل نژدې ملګري غلام محمد ته حال ووایو هغه ورته وویل :
ـ داخو اسانه کاردی انډیوالي ده ملګرتوب دی چي په داسي وخت کي دیوه بل په درد ونه خورو نو داناسته ولاړه دڅه لپاره ده، هیڅ غم مه کوه داده تنخاوي راغلې دی زه به خپل کارت اوتزکره درکړم ددې میاشتي تنخا مي ته واخله په بله میاشت کي به یې زه واخلم .
غلام حسین خوشحاله سو کار ت اوتزکره یې ترینه واخستله په جیب کي یې کیښودل . دپنچشنبې ورځ وه دذوي دتنخا نوبت ونه رسید شنبې ته پاته سول . په ماښام وظیفه سوه غلام محمد سهاروختي له خپل کنډ ک سره دزابل په لوري ولاړ . غلام حسین کالي بدل کړل کورته یې زنګ وواهو دپيسو ډاډګیرنه یې ورکړه چي په دوهمه ورځ به یې ورولیږي. د کوزدې په چورتونوکي ډوب تلی وو.په کوزده خوشحاله و چي رخصت یې وانه خیست او کورته نه ولاړی خفه و ، ماسپښین له کنډک راووت بازارته ولاړی چي کورته څه شیان واخلي ،دترافیکو څلورلاري ته چي راورسید دبهیرنیانو ټاکونه ولاړدي په پیاده رو کي له نوروخلګوسره یو ځای ودریدو دبهرنیانو سیل یې کاو چي په دې مهال یو موټر راغلي له ټانګ سره ولګید، درب سو تورې لوخړي پورته سوې ، ډزي سوې دټانګ ګیډه پرې سوې وه دوه ټیرونه یې نه ول دوه یې اسمان ته نیولي ول ،شاوخوا نیمې تنې پرتې وې څو څپلګي څو بوټونه ، څو شیبې وروسته ارد و او پولیس راغلل سیمه کلابنده سوه ،د مړیو او ټپیا نو په راټوله ولو سول څرخګي راورسیدې خپل ټپیان یې پورته کړ ل ، دټانګ ټوټې یې له ځان سره یوړې ، اردو چي کوم ټپیان راټول کړل دمړیو تنې یې راټوله ولې دغلام حسین پښې نه وې نه پیژندل کیدو کله چې په جیبو کي وکتل دغلام محمد تزکره او دبانګ کارت یې په جیب کي پروت وچي د ملي اردو سرتیری دي دستي یې امبولانس ته پورته کړ روغتون ته یې ورساو ،کفن اوتابوت یې کړ له تزکرې څخه یې لوی عکس چاپ کړ ترلاندي یې و لیکل : غلام محمد دامیرمحمد زوي دننګرهار ولایت دغني خیلودولسوالي اوسیدونکی . تابوت یې الوتکي ته پورته کړ کابل ته یې ولیږی ،خپلوانوته یې حال ورکړچي راشي خپل مړی کلي ته یوسي ، خپلوان یې ورغلل چي عکس او پتي ته یې وکتل ویې پیژاندو تابوت یې پورته کړ .
کلي ته یې زنګ وواهو چي غلام محمد شهید سویده جنازه مو درواخستله تاسو تیاری ونیسږي .
په کلي ویر ګډ سوجنازه ورورسیده کورنۍ یې په ویراو ژړاو ځمکه ولړزوله جنازه یې خاروته وسپارله خیراتونه او ختمونه یې پسي وکړل .دغلام محمد ناوې کونډه موره بوره سوه .
څو ورځي وروسته غلام محمد له وظیفې غزني ته راغلی کورته یې زنګ وواهو تلفونو کارنه کاو ،اخیریې دتورچي ملګری یې و ګڼه پیداکړه زنګ یې ورته وواهو ،تلفون زنګ تیرکړ ،تورچي تلفون له جیبه راوکیښ ورته ویې کتل دغلام محمد نوم یې را اړولی دی حیران پاته سو خفه سو له ځان سره یې سوکه وویل :
ـ لویه خدایه دابه څوک وي چي دده له تلفونه زنګ راته وهي څو ورځي وړاندي مو خاوروته وسپارو نن یې له تلفونه زنګ راوهل کیږی کشکي مي دده نوم ګډ کړی وای .
تلفون زنګونه وهل دی چورتونو یو وړ وني ته یې ډه ډه ولګوله ، فکریې خراب سو . زنګونه پای ته ورسیدل تور چورتونه وهي ساړه اسویلي کاږي ، په همدې چورتونو کي وو چي بیا زنګ راغلی په ځیر ځیر یې ورته کتل غوښتل یې چي بندیې کړې په زړه کي ورتیرسول
پورته یې ګړه ګوره ځوک وي کوم انډیوال به یې وي ، زړه یې راټول کړ په نه زړه یې بټن کیکاږله غوږته یې ونیو :
ـ بلې
ـ اسلام علیکم .
ـ واعلیکم ،
ـ ستړی مه شي ځنګه یې کورکلي کي خیرت دی .
ـ الحمدالله خیرت دی ځوک خبري کوې ؟
ـ ولي و دې نه پیژندلم ، ناځوانه داسي زردي هیرکړم ،
ـ بښنه غواړم نه می وپیژندلي سم ځان راوښیه ؟
ـ وه توره ناځوانه زه یم ،زه یم غلام محمد ،ستاانډیوال په غزني کي عسکریم .
ـ څه شی غلام محمد یې ،ته څه وایې دادي څه درواغ دي راته پیل کړي دي ،بل څوک ستادملنډو پیدانه سو په ما ملنډي وهې .
ـ ته څه وایې ملنډي ولي وهم زه یم غلام محمد .
ـ ګوره سړیه واوره زه ستادملنډو نه یم غلام محمد دي خدای وبښي هغه خو څو شپې وړاندي شهید شو په خپلولاسونو مو خاورته وسپارو.
ـ داته ځه وایې تاسو ژوندي خلګ خښو ي شاباس بیا خونو ښه یاست . چي څو ورځي سړی درنه ولاړسي بیانوداسي خبري پسي کوﺉ .
ـ نه وروره زه ریښتیا وایم څو ورځي وړاندي یې دغلام محمد جنازه راوړه هغه شهید سویده .
ـ ښه چي داسي ده نه یې منې نوزه به درته هغه نښاني ووایم چي زه په رخضتي درغلی وم دحاجي حضرت الله په کورکي له انډیوالانوسره میلمانه وو تاته مولږ برخه درکړه او مرورسوې له ډوډۍ وروسته تاګوړه ټوله واخستله او موږته دي نه راکوله .
ـ داته څه وایې نښاني خودي سمه وویله که ریښتیا غلام محمد یې نودامړی دچاو .
ـ زه څه خبریم ګوره څوک مو پیداکړی وي .
له څو خبرووروسته تلفون کارپریښود ،تورحیران پرځای وردید، فکرونو یو وړ هره یو ه خبره یې په ذهن کي راتیروله پرشونډویې مسکاراغله ، له ځان سره ګډسو :
ـ داخبری ورته وې او نښاني یې هم سمه وویله خدای دې وکړي سي غلام محمد وي داخبره باید پټه کړم یوازی حاجي حضرالله ته وایم که نورته ووایم راباندي خاندي متل به سم .
بیل یې پراوږ کړ زړه نازړه و په فکرونو کي ډوب تلی په بیړه یې کورته ورسیدو .دروازه یې وټکوله حاجي حضرت الله ورته راووت له روغبړ وروسته یې ترلاس ونیو ګوښې ته یې کړ سوکه پرغوږ ورپریوت :
ـ یاره زړه ته مي هم نه لویږي ته یې ومنه عجبه نوې به درته وکړم غلام محمد ژوندی دی .
ـ هلکه خوسي چټیاټ مه وایه څه لیونۍ خبري کوې هغه موپه خپله خښ نه کو اوس بیا وایې ژوندی دی .
ـ ریښتیا درته وایم ماته یې زنګ وواهو هغه ژوندی دی ، داده وګوره دتلفون ګڼه یې ، ته خپله خبري ورسره وکړه .
تلفون یې ورته وکړزنګ یې تیرکړ حاجي حضرت الله ورسره خبري وکړې حیران پاته سو وروسته یې ورته وویل چي هرڅونه زرکیږي باید کورته راسې مو ږ ته مړیې خدای دي خورامه کړه پرکوراوکلي دې مرګ تیرکړ موردي نز دې ده سي لیونۍ سي .کله چي جلال ابادته راغلې موږته زنګ ووهه ، ګوره بل څوک خبرنه کړې .
غلام محمد رخصت واخیست کورته روان سو کله چي جلال ابادته ورسیدوحصرت الله ته یې زنګ وواهو هغه اوتوریې مخي ته راغلل کله چې سترګي پرولګیدې له خوښې یې په سترګوکي اوښکي وګرځیدې په غیږکي سره ونیول ، هوټل ته ولاړل پرچایویې خپله کیسه ورته وکړه په موټرکي سپاره سول کلي ته روان سول دمازدیګر لمنځونه سوي ول دمسجد ترمخ ودریدل لمړی حصرت الله ورپسې غلام محمد اوتورکښته سو ل کلیوالو سي غلام محمد ولیدو حیران سول . حصرت الله پرغږ کړ :
ـ مه وارختا کیږﺉ داغلام محمد دی له هدیرې مونه دی راوستلي له بازاره مو راوستلي دی ،ژ وندی روغ رمټ سړی دی . ولي داسي ورته ګورﺉ روغبړ ورسره وکړﺉ .
کلیوال پرراټول سول . له روغبړ وروسته یې کورته احوال ورکړ پرموریې زیری ورکړ ، نه یې منله ترڅو سي په دروازه ورننوت سترګي پرولګیدې ، کښته پورته یې ورته وکتل زړه ته یې ولویدو سی غلام محمد دی پروغوړیده .
کلیو ال ټول په اندیښنه کي ول دخښ سوې مړي او دده دژوند ي راتلو په اړه یې ډول ، ډول خبري کولې .دماخستن له لمانځه وروسته کلیوال پوښتني ته ورغلل ،په کوټه کي سره کیناستل دکلي مشر ورته وویل :
ـ وهلکه غلام محمده داڅه وینو څو ورځي وړاندي یې جنازه راوړله ستاعکس ورباندي لګیدلي خاوروته مو وسپارو نن ته ژوندی راغلي داځنګه کسیه پیښه سوه ټول درته حیران دي ؟
ـ حاجي کاکا ته سم وایې کله سي زه له وظیفې راغلم دهیچا تلفونونو کارنه کاوو تورته چي مي زنګ وواهو هغه هم داسي ر ا ته وویل ،نه یې منله ترڅو نښاني مي ورته وویله بیا یې زړه ته ولویدو چي ژ وندی یم .زه هم حیران ولاړم چي پرتاسو کلیوالو او زما پرموربه څه تیرسوي وې .دستي مي رخصت راواخیست داده راغلم ریښتیا دادتعجب وړده ، کسیه داسي وه کله چي مو معاشونه اخیستل زمایو ملګري چي غلام حسین نومیدو د غزني دجاغورو و، پیسې یې په کاروې کوزده یې ورته کړې وه ماخپله تزکره او دبانګ کارت ورکړ چي معاش مي واخلي په سبایې موږ وظیفې ته ولاړو په غزني کي ځانمرګي وسو. دی خواره کی پکي ولاړ د معاش اوکوزدې ارمان یې ګورته یو وړ کله چې مړي راټوله ول دی نه پیژندل کیدو په جیب کي یې زماکارت او تزکره پراته ول دهغه له رویه یې تاسوته جنازه رالیږلې ده ،ماته ښه وګورﺉ زه ژوندی یم دادخدای پاک کارونه دي چي هم مي جنازه خښوﺉ او هم مي وینی .
پای