محمد يوسف غيرت- ننګرهار
لنډه کیسه :
يوه ډېره ښکلې په ننګ او پښتو مينه پېغله چې نرګس نومېده ، د خپلې کورنۍ سره د اروپا په ويوه متمد ن ښارکې اوسېده ،خو دهغه ځاى دکلچر او تهذيب ترتاثيرلاندې نه وه راغلې ،په ښار کې ګرځېدل ورته ښه نه برېښېدل ، خپله حياء اوعفت ساتل ورته ډېر خوښ وو د تل لپاره به يې خپلې ورځې او شپې په چولۍ افغاني لباس او اوږد پړوني کې تېرولې ، نرګس د يورپ په متمدن ښارکې خوشحاله نه وه،دتل لپاره به نرګس خپل مور و پلار او ورونو دې ته هڅوله چې ( چېرې اوسې په لباس به دهغو شې ) ته بايد خپل وېښتان لنډ کړې او په پتلون کې وګرځې ، ځکه چې ددې هېواد وګړي زمونږ کورنۍ ته پوره احترام لري يوازې ستا ښکلى بدن چې په زوړ ، پرسوده افغاني لباس کې نغښتى دى زمونږ لپاره د پېغور لامل ګرځېدلى دى ، مګر دې افغاني غيرت بګنوونکو خبرو د نرګس د زړه په کوډله کې ځاى نه نيوه، بس افغاني پت ساتنه به يې شعاروو او وياړ به يې پرې کاوه ، دملنګ جان داشعر به يې تل زمزمه کاوه ((زما ځوانى ډول کوي دپښتنوالې سره ،زه په پښتو او پښتنواله باندې فخرکوم)) ، نرګس د پرديو تهذيب او کلتور څخه نفرت کاوه ، او دعقېدې له مخې به يې د مسلمانې زنانه لپاره دپرديو کلتورناشوني او ناروا کارګاڼه،د نرګس دوه ورونه چې تل به د ډېرو جيبونو لرونکي پتلون کې د هيپيانو په شان ځوړند ويښتان ګرځېدل د خپلې خور څخه يې کرکه کوله او د هغې په افغاني لباس پورې به يې تل ملنډې وهلې ، خو نرګس ته خپل افغاني دود او رواج ډېر په زړه پورې وو ،او دورونو خبرې به يې بابيزه گڼلې، په اسلامي اخلاقو مينې نرګس پنځه وخته لمونځ کاوه او تل به يې د دوعا پر مهال سترګې له اوښکو ډکې وې . د نرګس د مور و پلار او ورونو په منځ کې دډېرې مودې راهسې ددې بدمرغې د کوژدن ګونګوسي روان وو ،خو نرګس به يې په دې خبرو نه پو هوله ، د رخصتۍ دورځو نه يوه ورځ وه چې د نرګس مور و پلار او ورونه د کورد انګړ په چمن کې سره راټول وو، د مصلحت او ګډې مشورې وروسته يې مور نرګس ته غږ وکړ ، چې نرګس لورې راشه ولې په اطاق کې ځانته ناسته يې؟ نرګس چې په لوستلو بوخته وه کتاب يې بند کړ په تراژېدي بڼه کې راغله ، د مور ترڅنګ غلې غوندې کيناسته ، مور يې خپل لاس د نرګس په سر کېښود ، په خندا يې ورته وويل چې لور جانې! موږ ستا کوژده د اجمل سره کول غواړو ، او تا سره کو ژده کول داجمل د ژوند يو لوى ارمان دى ،نرګس پوښتنه وکړه چې اجمل څوک دى او کومې بوختیاوې لري ؟ مور يې ورته وويل چې لورجانې هغه زمونږ دنزدې خپلوانودجملې څخه دى ، دلته خپل کورونه لري او هم يې په غربي موزيک کې دکتوره اخيستې او ډېر شهرت لري،ته بايد د هغې سره په واده کولو ووېاړې، پښتنه نرګس ددې خبرې په اورېدو سره په ځان پوهه نشوه ،او د يوه پيراني انسان په څېر يې بې درېغه چغه وکړه ،د خپل ځان پر وهلو او خپلو ويښتانو په شکولو يې سمدلاسه پېل وکړ ، د نرګس پلار چې د شرابو پياله يې مخې ته پرته وه په ډېره غو سه يې خپلو زامنو ته د نرګس د وهلو امر وکړ او هغه بې چاره يې په وهلو،وهلو د لاده باده وويستله ، بله ورځ سره ددې چې نرګس ناراضه هم وه.او د ډېرخپګانه يې سترګې ښکته ورپرېوتلې وې، د دې بد مرغې کوژده داجمل سره وشوه ، د نرګس په وجود چې د وير او غم هولناکې لمبې بلې وې،پدې نړۍ کې ژوند کول ورته داور په بټۍ کې اوسيدل ښکاره شواو دنيم ژوندي انسان په څېر يې اوږده ،اوږده اسويلي کول،نه يې څه وس رسيدو او نه يې زور، نرګس چې دخپل راتلونکي ژوندانه څخه ناخوښه معلومېده يوه ورځ يې په زړه دردونکې لهجه مور و پلار ته په ژړغو ني حالت کې وويل ، زه مو هغه چاته ورکړم چې هغه بله ورځ د ګاونډيانو په واده کې د شرابو د بوتل سره ګډ ېده؟، ايا زه مو هغه چاته کوژده کړم چې د شونډو لاندې ، د زنې نه پورته يو ځونډى ويښتان يې پريښي او شکل صورت يې د افغان سره ورته والى نه لري ؟ ، زما ارمان خو دا وو چې زه به د يو سپېڅلي مسلمان افغان سره واده کوم او دملالۍ تاريخ به ژوندى ساتم ، دازماد بدبختې په قسمت کې څه ورسېدل اوزه به په څه ډول دهغه څېروسره ژوند کول خوښ کړم چې زما داسلامي او افغاني فطرت ورسره اړخ نه لګوي ،دا زه مور او پلار ولې په خپلو لاسونو دمادې غروردڅپانده سمندر څپو ته ورحواله کړم؟، اخر زمادژوند معنا څه شوه اوپايلې به يې څه شي؟ بدمرغه نرګس به دتل وخت لپاره پرېشانه معلومېده او دخپل بخت ستورى يې دناهيليو په ورېځو کې ورک ليده ، لنډه دا چې څه موده وروسته د نرګس د واده لپاره په يو ماډرن هوټل کې ترتيب ونيول شو ، کله چې نرګس د ارايشګاه څخه کور ته راوستل شوه او د واده محفل ته يې بيوله د نرګس د زړه څخه يوازې يو الله جل شانه خبر وو ،پر مخ یې مړې خولې را روانې وې، په سترګو او شونډو یې د خوشحالۍ نښې نښانې نه معلومېدې او د ژوند د اخیرې شېبو منظر یې مخې، مخې ته کېدلو، که څه هم خپلو همزولو او د اجمل خویندو نرګس نازوله او خندا ته یې هڅوله مګر د دې بېچاره ګۍ اروا ډیر خپه،بڼه یی مړاوې او ژړغونې مالومیده نرګس د روانېدو نه مخکې په داسې حال کې چې د اوښکو بهیر یې پر مخ لارې جوړې کړی وې دوه رکعته لمونځ اداء کړو دا دوعا يې وکړه چې اى د ټول جهان خالق او مالک ربه ! ته هغه ذات يې چې دخپلو بنده ګانو په غوښتنه خوشحالېږې او دعايې نه ردوې .زما چې څه ارمان وو هغه خو ورژېد ، دژوند اميدونه مې سرته ونه رسېدل ،او هم زموږدکورنۍ څخه دعزت او حيا ښاپېريو کډه وکړه ،زما برخه ليک دنامقدسو هيلو ښکارشو ، په حياء کې دژوند کولو راتلوونکې مې روښانه نه ښکاري اى زما ربه! دهغه چا منګلوته ستا عاجزه بنده نرګس مه سپاره چې اسلامي اخلاق او پښتنې غيرت اوفرهنګ يې ديورپ دعياشۍ په نائټ کلبونو کې بايللى وي ،اى په هرڅه قادره او زمامهربانه خدايه! دابه ستا له لوري په ما بي وزلې، بې کسې او بې وسې نرګس بې سارې لورينه وي چې زما يو په يو ملاقات داجمل نو مي سره ونه شي او زمادارمانونو درژيدو سره سم په خپل کامله قدرت سره د اجمل ارمان هم ورژوه او ما ژوندۍ دغه دواده محفل ته چې داجمل کور دى مه رسوه ، نرګس د دوعا نه وروسته په موټر کې کېنول شوه ، کله چې د ناوې موټر خپل ځاى (داجمل کور) ته ورسېد داجمل خپلو خپلوانو دده دارمان دپوره کېدو سندري زمزمه کولې او اجمل هم په يورپي سټايل کې دخپلو ملګرو په منځ کې مغروره ولاړ وو ،دګلانو پرې باران او په دوديزه ولولو اوشعارونو يې ستايلو نوپه دې وخت کې داجمل خويندې چې دنرګس سره په يوه موټر کې ناستې وې غوښتل يې چې نرګس له لاسو نو څخه ونيسي اود موټر څخه يې راکوزه کړي ، خو نرګس دراکوزيدو پرمهال مړه تخته په ځمکه پرېوته او دوعا يې دلوراند او غيرتي څښتن تعالى په دربارکې قبوله شوه اوداجمل دواده رنګينه شېبې دغم په لمبو بدلې شوې.
چې مينې په اسلام او خپل فرهنګ وي
پښتــنې ميندې دې هـسې لوڼې راوړي