مینه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48357
ميرويس (صديقي)
دخبریدو نیټه : 2012-03-28


      حامد کاکا د ښار څخه ليرې په يو کلي کې خپلي د غريبۍ شپې او ورځې صبا کولې او په خپله ځمکه کې په کر کيله بوخت وو، درې لوڼې او دوه زامن يې درلودل، چې د زامنو نومونه يې احمد او سليم وه. دوى په يوه دينداره کورنۍ کې ژوند کولو او په خپل چاپيريال کې د ډيرو ښو اخلاقو په نوم ياديده، کليوالو به حامد ته د قدر په سترګه کتل، حامد کاکا هم د خپلې هوښيارۍ څخه کار اخيسته او دکليوالو لانجې به يې په ښه او صحي توګه سره حل او فصل کولې.
      حامد کاکا بې تعليمه شخصيت وو لاکن د ډيرې تجربې خاوند وو، نو ويې غوښتل چې په خپلو زامنو باندې تعليم وکړي، زامن يې روان کړل او د کلي څخه ليرې يې په يوه ښوونځي کې داخل کړل.
      شپږ کاله بعد سليم په اوله نمره او احمد په اتمه نمره د ښوونځي څخه فارغ شول، احمد نه غوښتل چې نور تعليم وکړي .

 احمد پلار ته وويل.

 پلارجانه! نور تعليم نه کوم بس دى اوس ماته پکار دي چې ستا مرسته وکړم او په ګډه سره به د ځمکې کار په مخ بيايو.، دغه وخت احمد ١٥ کلن وو.
      سليم چې نظر احمد ته لايق شخصيت تر سترګو کيده نو پلار ته يې وويل : پلارجانه احمد خو تعليم پريښودو، که ستا خوښه وي زه بايد په نور تعليم پسې ښار ته ولاړ شم. پلار يې ورسره ومنله او ورته ويې ويل: بچيه زه غواړم چې په آينده کې له تا څخه يو غټ رئيس جوړ شي او ګران وطن او دغې بې وزله ملت ته خدمت وکړې.
      سبا د هفتې ورځ وه، پلار خپل زوى سليم له ځان سره روان کړ ښار ته يې بوتلو او په يوه ليسه کې، چې هلکانو اونجونو پکې په ګډه زده کړې کولې داخل يې کړ . نوموړې ليسې ليليه هم درلوده.

      وخت تيردو او سليم خپل تعليم ته دوام ورکړ، خوكله چې به يې د بوډا پلار زندګي او زمينداري ذهن ته راغله نو ډير به نا اميده شو او د سترګو څخه به يې اوښکې په کتابچه وروڅڅيدې.
      چهارنيم ماه امتحانونه شروع شول، سليم دلته هم په لومړۍ درجه بريالى شو، د سويې امتحان يې ورکړ او د کال په نيمايي کې اتم ټولګي ته بريالى شو.
      سبا سليم کتابونه واخيستل او په اتم ټولګي کې کيناست، ټول هلکان او نجوني د سليم لياقت او ذهانت ته حيران پاتې وه او د احمد خواته يې کتل.

      سليم چې د غټو سترګو، دنګې ونې او روښانه څيرې خاوند وو، لومړى ځل وو چې د سويتا نومي جينۍ تر څنګ په صنف کې کيناست، سويتا د سليم سترګو ته په ننداره شوه، او د دواړو سترګو څخه يې اوښکې په دواړه اننګو راروانې شوې.، احمد هم د سويتا اوښکو ته حيران پاتې شو، زړه يې ونه کړ چې ترينه پوښتنه وکړي.

      ورځ تيره شوه، سليم ليلې ته لاړ او سويتا کورته ولاړه، خو په تلو کې يې په سليم پسې شاته کتل.

      د اوښکو پر محال سويتا ته د پلار د شهادت هغه صحنه ورياده شوه په کومه ورځ چې روسانو د کور په منځ کې په ګولو سورى سورى کړ او د سويتا مور د روسانو په پښو کې لوغړيده او دوه ماشومانو ورونو يې د مور چيغو او د پلار وينو ته ژړل.
      سويتا د ځان سره وويل کاش چې اوس مې پلار ژوندى وى چې ما هم خپلې رنګينې جامې د نورو نجونو په شان اغوستى، او يا مې ورونه په کور کې وى چې زه هم اوس د همصنفيانو د سياليو په کتار کې راغلې وى!

      د سويتا ورونه د غربت له وجهې نه دکوره وتلي وه او هيڅ معلومات يې نه کيده چې کوم ځاى به لوڅې پښې تيز لمر ته ګرځي؟ دا ټوله ننداره د سليم د ليدلو سره د سويتا سترګو ته دريدله.
      سليم حيران وو، ټوله شپه او ورځ يې د سويتا د اوښکو په انځور کې تير کړه ، سبا د ډيرې نا ارامۍ له وجهې د ټولو همصنفيانو نه مخکې صنف ته راغى، سويتا هم راغله او د سليم تر څنګ په چوکۍ کيناسته، سر يې ټيټ کړ او په مطالعه يې شروع وکړه.
      احمد چې ډير نا ارامه وو يو ځل يې د سويتا نه د اوښکو د توييدو د لامل پوښتنه وکړه، سويتا ټوله قصه د سليم تر غوږ ورتيره کړه.

      سليم حيران پاتې شو او په سترګو کې يې اوښکې راغلې، بيا يې سويتا ته وويل چې زه به دې همکاري وکړم، سليم هم سويتا د خپلې کورنۍ د حاله خبره کړه.

      د رخصتۍ زنګ ووهل شو، سويتا کور ته لاړه او خپلې مور ته يې د غرمې د ډوډۍ په محال د سليم د ميړانې او لياقت ټوله قصه تيره کړه، د سويتا مور د سويتا نه پوښتنه وکړه چې سليم د چا زوى دى او د کوم ځاى اوسيدونکى دى؟ سويتا وويل مورجانې سليم نوميږي ، د پلار نوم يې نه راځي او د ښار اوسيدونکى نه دى، په ليليه کې اوسيږي او د کوم ليرې کلي څخه راغلى دى.
      مور يې چې د سليم ښه خصوصيات او اوصاف واوريدل، ويې ويل لورجانې سبا يې له ځان سره راوله چې زه يې وګورم.
      سبا شو سليم او سويتا دواړه ښوونځي ته راغله، سويتا سليم ته د کور د تلو بلنه ورکړه ، سليم چې اطرافي وو انکار يې وکړ، سويتا ورته وويل چې مور مې غوښتى يې! نو يې دعوت ومانه.
      د رخصتۍ په محال سره روان شول، د سويتا کور ته ورسيدل، سويتا مخکې او سليم ورپسې کور ته دننه شول، مور يې راغله چې سليم يې وليد نو يې مخ پرې مچو کړ.
      سليم تر غرمې ډوډۍ خوړلو وروسته بيرته ليلې ته راغى، او له دغې ورځې د سليم او سويتا تر منځ ملګرتيا پيدا شوه، که څه هم سويتا د غريبې کورنۍ څخه وه لاکن حسن يې درلوده.

      وخت تيريږي ، يوولسم ټولګي ته ورسيدل او زده کړې يې کولې.
      ناڅاپه د سويتا ورونه چې واړه دکوره وتلي وه، د ايران څخه وطن ته ستانه شول او په پوښتنه پوښتنه يې کور پيدا کړ، چې کله يې د مور نظر پري ولږيدو ويې پيژندل او له ډيرې خوشالۍ څخه يې وژړل.
      کله چې سويتا سبا ورځ ښوونځي ته راغله، نو يې سليم د ورونو د راتګ څخه خبر کړ، سليم ډير زيات خوشاله شو او له معلم صاحب څخه يې اجازه واخيسته او د سويتا سره لاس په لاس د هغوى کور ته ولاړ.
      کله چې ورونو يې خپله خور د سليم سره وليده نو حيران پاتې شول او چيغه  يې کړه.

 چې دا څه وينم؟
     له کوره بهر شول او پوليس يې له ځان سره راوستل، سليم يې د پوليسو په حواله کړ او پوليسو سمدستي دسليم لاسونو كې ولچک واچول، په دغه وخت کې سليم ته دا بيت ورپه ياد شوه:
                مينه مه غواړه زړګيه د فطرت قانون بدل شو
                مـا چې زلفې يادولې زولنـو سره مې سر شـو
      سليم يې نظارت خانې ته وغورځاوه، او سويتا يې هم ورونو له مکتب څخه منع کړه .
      سليم چې ډيره موده کورته نه وو تللى، نو يې پلار اراده وکړه چې ښار ته لاړ شي او له نژدې څخه د زوى پوښتنه وکړي.
      سبا وختي يې حرکت وکړ او ښار ته يې ځان راورساوه. د سهار چاى يې په ښار کې وخوړ ، څه ميوه يې هم له ځان سره د کلي څخه راوړې وه چې سليم ته يې وروړي.

      د ښوونځي په طرف يې حرکت وکړ، ښوونځي ته ورسيده، رسميت شروع شوي وو ، ښوونځي ته يې څوک دننه نه پريښودل.
     حامد کاکا د څوکيدار تر څنګ ورغى اوڅوکيدار ته يې وويل.
 د سليم په نوم هلک مې پکار دى،

     څوکيدار دننه ادارې ته لاړه او مدير صاحب يې خبر کړ چې د سليم نومي هلک پلار راغلى دى. مدير صاحب حامد کاکا ته د داخليدو اجازه ورکړه.
      حامد کاکا راغى کيناست او د مدير صاحب څخه يې د خپل زوى پوښتنه وکړه، مدير صاحب حاضرۍ ته لاس ورتير کړ، ګوري چې سليم پوره يوه هفته غير حاضر دى ، حامد کاکا ته يې وويل چې سليم اجازه اخيستې او له يوې نجلۍ سره له ښوونځي وتلى دى ، نه مونږ خبر يو او نه يې د اطاق ملګري خبر کړي دي چې چيرته تللي دي، او هغه نجلۍ هم د هغې ورځې غير حاضره ده. شايد هغې ســـــــــــــــره......

      حامد کاکا حيران وو، حرکت يې وکړ او جومات په جومات يې اعلانونه وکړل ، لاکن هيڅ معلومات يې ونه شو. اخر يې پوليسو ته خبر ورکړ چې داسې يو هلک چې سليم نوميږي د ډيرې مودې راهيسې نادرکه دى .
      پوليسو ورته وويل چې يوه هفته وړاندې د يوې نجلۍ سره په يارانه .....او د نجلۍ ورونو په نظارت خانه کې بندي کړى دى.
      پلار يې ورغى او د زوى ملاقات يې وکړ ، حامد کاکا د پوليسو افسر ته ډير عذر او زارۍ وکړې، لاکن دولت کې عذر او زارۍ نه منل کيږي تر څو چــــــــې.....؟
      حامد کاکا کور ته لاړ، دډير خفګان او غم څخه يې  په سليم پسې زړه واچاوه او مړ شو، سليم ته د پلار د مرګ  خبر راورسيد، دډيرې غوصې او درد نه يې په اعصابو کې فرق راغى.
      سويتا به هم کله کله د ورونو څخه په پټه د سليم ليدو ته راتله.
      په سليم باندې د پلار مرګ  او د سويتا جدايۍ دومره تاثير وکړ چې اعصاب يې له لاسه ورکړل او ليونى شو.
      پوليسو چې سليم ليونى وليد، نو يې ډاکتر راوغوښت، ډاکتر چې معاينات وکړل ورته معلومه شوه چې سليم رښتيا هم ليونى شوى دى، نو د پوليسو افسر ته يې وويل: (خوشې يې کړۍ غريب ليونى شوى دى)!
      پوليسو هم سمدستي خوشي کړ. هغه سليم په مينه کې ليونى شو!، څيرې ګريوان ګرځي، کاغذونه او پلاستيکونه ټولوي او لاړې يې په څيرې ګريوان باندې بهيږي، د خبرو کولو توان يې له لاسه ورکړى دى، صرف دومره ويل کولاى شي چې: لاړه... لاړه... لاړه.
      نور نو د سليم او د پلار ارمان يې د خاورو سره خاورې شو.!!!؟؟؟