له نن څخه پوره دولس کاله دمخه دمرکزي افغانستان په زړه کې د بودا دوه ستري مجسمې یو پر بل پسي ونړل شوي.
د طالبانو په لاس د دغو مجسمو په ړنګیدو دولس کاله تیر شول خو د هغوي د بیا ودانولو د بحثونو سره سره هغو سر له خاورو نه دی پورته کړی.
ویل کیږي په افغانستان کې د جګړې دوام او د حکومت او نړیوالي ټولني تر منځ د بامیانو د مشهوري او لرغوني حوزي د بیا رغاو پر سر د یوه جوړجاړي نه شتون د بودا د مجسمو د نه رغولو لامل بلل کیږي.
د طالبانو مشر ملا عمر په دې پلمه چې ګواکي د مجسمو شتون د اسلام له دین سره په ټکر کې دی د ۲۰۰۱ کال د مارچ میاشتي په نهمه نیټه د ۵۵ متره لوړ سلسال او ۳۸ متره اوږدې شمامې د ړنګولو دستور ورکړ.
هغه په خپل دې کار سره د افغانستان د دغې یو نیم زر کلني لرغوني شتمني په ړنګولو سره د نړیوالي ټولني مقابلي ته را ووت.
د دغه وراونکي ګام څخه نن دو کاله د پاسه یو لسیزه تیره شوه خو د ملګرو ملتونو د فرهنګي میراثونو د ساتلو سازمان یونسکو او افغان حکومت تر اوسه نه دي توانیدلي چې لږ تر لږه د هغو سیلانیانو تنده ماته کړي چې غواړي د بامیانو د ړنګو شویو مجسمو پخوانی تخیلي انځور وویني.
د بامیانو د هغو کلیو اوسیدونکي چې د ړنګو بتانو هدیرې ته نږدې اوسیږي وایې دلته د بیاودانولو څرک نه لیدل کیږي خو لا هم سیلانیان دا غوره بولي چې د طالبانو د دغه کرغیړن عمل لیدنه له نږدې وکړي.
په افغانستان کې د فرانسې د لرغون پیژندني د ادارې غړی فلیپ مارکیس وایې په تیرو څه باندي لسو کلونو کې د بامیانو د ړنګو مجسمو د رغاو لپاره ډيري هیلي موجودي وي خو حقیقت بل ډول دی.
نوموړی وایې که څه هم د ملګرو ملتونو د کلتوري او فرهنګي میراثونو د خوندي توب اداره یونسکو د بامیانو د حوزي د رغاو او انځورولو لپاره له ډیرو هڅو خبري کوي خو په اصل کې د بامیانو دغه څو سوه کله تاریخي حوزه ساتنې او جدې مواظبت ته اړتیا لري.
په کابل کې د یونسکو دفتر یوه مسول شریفي د وینا له مخې چې د بامیانو لرغوني حوزه د ماینونو له شتون څخه پاکه شوي، د بامیانو د ړنګو شویو بتانو ځیني پاتي شوي ټوټي یو له بل سره د اوسپنیزو ستنو په مټ د کمیاوي موادو په کارولو سره یو له بل سره یو ځای کړای شوي دي.
نوموړی وایې چې لا هم د بتانو ډیري ټوټي نه دي موندل شوي او ویل کیږي چې ډیری هغه یې د سیمي جوارګرو لاس په لاس لومړی پاکستان اوایران او وروسته بیا نورو ملکونو ته قاچاق کړي دي.
د بامیانو د بتانو د یوي اندازي ټوټو را ټولولو او یو له بل سره د هغوي په اصلي هغو غارونو کې چې د غره په بدنه کې تراش شوي یو ځای کولو لږ تر لږه ۵ ملیونه امریکايي ډالره لګښت لرلی دی.
داسي ښکاري چې افغان دولت تکل لري په ملک کې د ګرزندوی د صنعت د بیا را ژوندي کولو لپاره د وریښمو لاري د دغه مهم تم ځای ( بامیانو) لرغوني حوزي ډیري برخي ورغوي.
تمه کیږي چې له پلازمیني کابل څخه ۲۰۰ کیلومتره لري پرته دغه سیمه کې د امنیت په ټینګیدو سره یاده سیمه یو ځل بیا خپل هغه شهرت تر لاسه کړي چې په افغانستان کې ي د څلورو لسیزو جګړې دمخه درلود.
له دې سره جوخت به د دې سیمي رغاو د بامیانو د هغو کورنیو د ژغورلو لپاره هم یو مثبته هڅه وي چې دمګړۍ په فقر کې ژوند کوي.
د بامیانو اوسیدونکي وایې چې خلک غواړي بتان ورغول شي که څه هم هغه به خپله پخوانۍ بڼه و نه لري خو لږ تر لږه دغلته د پرمختګ ټول کارونه د بتانو له رغاولو سره تړلي دي.
د بامیانو د ړنګو شویو بتانو شاوخوا کې دمګړۍ لرغوني سمڅي، نقاشۍ او داسي لرغوني دیوالونه هم شتون لري چې ارزښت یې خورا زیات دی او باید یې جدي ساتنه له پامه و نه غورځول شي.
د بامیانو حکومتي اداره وايي چې لږ تر لږه یو بت باید ورغول شي که څه هم په هغه کې باندنۍ ټوټي او ډبري وکارول شي.
د دغه ولایت والۍ حبیبي سرابی ټینګار په دې دی که چیرته د بامیانو ړنګ بتان له خپلو اصلي ټوټو هم بیرته جوړ نه کړای شي او پکې نوري ډبري وکارول شي بیا به هم خپل ارزښت ولري او ډير خلک به یې د نړۍ له ګوډ ګوډ څخه ننداري ته راشيٍ.