د کندهار ښاروالي چارواکي وايې چې دخپلو کارونو دچټکتيا او خلګو ته دلاښه اسانتياوو دبرابرولو په موخه دناحيو ټوله مديريتونه اړوندو سيمو ته ليږدوي .
دغه چارواکي وايې چي تر دې دمه يې دڅلور ناحيو لپاره په اړوندو سيمو کې ودانۍجوړي او پاتي نورو ته به هم ډير ژر ودانۍ جوړې کړي .
کندهار ښار اوسمهال پر لسو ناحيو ويشل شوى چې ټوله مديريتونه يې په ښاروالي کې دننه خپلي چاري مخته وړ ې. .
کندهار له ګڼي ګوڼې څخه ډک ښآر او ورځ تر بلې يې نفوس مخ پر ډېريدو دى .
دهمدي ولايت ښاروالي وايې ، يو داسي پلان يې راپيل کړى چې ددغه ډيريدونکي نفوس دچارو دګړنديتوب او هغوى ته داسانتياوو دبرابرولو په برخه کې به يې پلي کول خورا اغيزمن واوسي .
دکندهار ښاروال محمد عمر عمر وويل چې ددغه پلان له مخي به دښار د لسو واړو ناحيو مديريتونه چې وړاندي تر دې يې په ښاروالي کې دننه فعاليت کوى و اړوندو سيمو ته وليږدوي .
دښاغلي عمر په خبره ددي پلان عملي کيده نه يوازي دا چې ځايي اوسيدونکو ته به اسانتياوي برابري کړي دده په ټکو دښاروالۍ پر عوايدو به هم مثبت اغيزه ولري .
کندهار ښار په تيره يوه لسيزه کي دپخوا په پرتله څو برابره پراخ شوٰ او ډيرې هغه سيمه چې وړاندي تر دې په ولسواليو پوري تړلي وې اوس دښار برخه ګرځيدلي .
دکندهار ښاروالۍ د راپيل شوي پلان په اړه د ښار داوسيدونکو نظرونه ويشلي دي ځني يي په اړه خوښي څرګندوي خو ځني بيا وايي چي تر ټولو مهمه دخلګو سره دکړو ژمنو تر سره کول دي .
د كندهار ښار د پنځمي ناحيي اوسيدونكى ولي محمد وايې :
(( دا خو ډير ښه كار دى او موږ په خوشحاله يو ، ښاروالي ليري ده او څوك په اساني سره نه شي ورتللاى خو چې په هره ناحيه كې د چا كار وي په هغه ناحيه كې به يې څوك مديريت ته ورځي ، دا ډيره ښه اساني ده .))
د كندهار ښار د دريمي ناحيي اوسيدونكى سلطان شاه ددې سره سره چې په دې اړه مثبت نظر وركوي خو پر ښاروالۍ ږغ كوي چې د خلكو سره شوي ژمني پوره كړي :
(( ښاروالۍ دي جوړ پاركونه وساتي ، نور پاركونه دي جوړ كړي ، د ښار نه دي دباندي كثافات وباسي او نوري وعدي چې د ښاريانو سره كړي دي لمړۍ دي هغه پر ځاى كړي او بيا دي دا كار وكړي .))
دغه کسان زياتوي چې پر وخت دکارونو نه اجرا کولو يې تر ټولو لويه ستونزه ده چې ددوى په خبره ښاروالي بايد دې ټکي ته لومړيتوب ورکړي .
کندهار ښاروال محمد عمر عمر دخلکو دستونزو د منلو تر څنګ وايې چې اوس مهال دښاروالۍ تشکيل لږدى او تمه يې وښوده چي دنوي پيل شوي کال په ترڅ کي به داستونزي تر ډيره هواري کړي .
ښاغلي عمر وويل چې دم ګړى يې څه باندي د پنځوسو نورو نوو مامورينو څخه ازموينه اخيستې او په نژدي راتلونکي کې به خپلي دندي دښاروالۍ په بيلا بيلو برخو کې پيل کړي ، چې د دندي په پيلولو سره به يې د خلكو ستونزي حل شي .