وآدم (ع)ته ترټولوله مخه اسرافیل سجده وکړه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48476
علامه أبوالفضل
دخبریدو نیټه : 2012-04-04


فتوی نمبر (۵۹۷) .  دارالأفتآء أبوالفضل  .


مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي    :  قاري احسان الحق  /کراچي /پاکستان  .

ومحترم عاليمقام أبوالفضل صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ستاسو له درانه حضور څخه ځما پوښتنه داده چي حضرت آدم عليه السلام ته په ملايکو کښي کومي پرشتې اول وار سجده کړېده ، کې راوښياست مهرباني به مو وي ؟

 

الجواب و هو الملهم للصواب  :


محترمه وروره ! ځما په فکر ته له ضروريات الدين څخه فارغه سوئ يې چي يوه داسي پوښتنه دي کړېده کوم چي موږ نه په مکلف يو او نه ورته  ضرورت سته ، خو بيا هم ستا د زړه د تسکين دپاره يې جواب  وګوره  :
کله چي ملايکه د الله (جل جلاله) له طرفه و حضرت آدم (عليه السلام) ته په سجده کولو سره أمر سول ، نو په دوۍ کښي اول سجده  کونکئ  حضرت   «اسرافــــــــيل»  عليه السلام ؤ ، اوپه همدې وجه چي ده د الله پاک د حکم په تيزي سره  تعميل وکړ  وده ته د «لوح محفوظ»  تصرف وسپارل سو  .
[وفي أول التعريف والأعلام» للسهيلي أن أول من سجدَ من الملائکة لآدم اسرافيل (عليه السلام) ، ولذلک جوزي بولاية اللوح المحفوظ ، قاله محمد بن الحسن النقاش] (حياة الحيوان ج۲ )  . 

والسلام   .