له کافراوفاسق مومن سره په بغض کي فرق :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48479
علامه أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2012-04-04


فتوی نمبر (۶۰۰) . 


مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتيه   :   صفيه  /هـرات /أفغانستان  .

عاليقدر محترم مولوي أبوالفضل صاحب خداي مو ژوندي لره ، ځما پوشتنه داده چی شريعت هر مسلمان په دی سره مکلف کړی دی چي له کافر او فاسق مومن سره به بغض کوی نو ايا ددغودوو بغضو په منځ کی فرق شته او که له دواړو سره يو ډول بغض پکار دی  ؟
 

  الجواب و هو الملهم للصواب  :


محترمي خوري ! د الله پاک له نافرمانه سره بغض کول او بد يې ګڼل شرعي حکم دئ عام له دې که هغه مؤمن وي که کافر ، خو د مؤمن فاسق (ګنهګاره) سره بغض او له کافر سره بغض په خپل منځ کښي فرق لري  ، هغه دا چي د ګنهګاره مسلمان سره بغض او دښمني دده له ذاته سره نه بلکي يواځي دده له کرداره سره وي  ،ځکه ذات د مؤمن دایمان او د صحيح عقيدي په وجه طاهر او مقدس دئ ، له ذاته سره د مؤمن محبت ضرور دئ ، او بغض چی له ده سره کيږي نو هغه د عارضی أمورو په وجه دئ چي ګناوي او فسق دئ ، ددې داسي مثال دئ لکه  چي له يو سړي سره چي خروړي سپيان يا ماران وي نو له دغه سړي څخه خلګ زغلي او بيريږي ، خو دغه ويره له ذاته ددغه سړي څخه نه وي ، بلکي دغه ويره په حقيقت کښي له هغو خارجي شيانو څخه وي چي له ده سره دي چي سپيان او ماران دي .
  او د کافر ذات ،  عمل او اعتقاد هر يو مبغوض دئ ، د کافر له ذات سره هم بغض کول ضرور دي  ، ددې مثال داسي دئ لکه يو سړئ چي مار يا ليونئ سپئ وويني نو ورڅخه وتښتي ، نو لکه څرنګه چي دغه تيښته له ذاته ددې ماره يا سپي ده کافر هم په همدغه ډول دئ  .
[هکذا في الابريز ص ۱۵۷] .