د حقمل ځانګړی راپور
د افغانستان پلازمينه کابل په روانه اونۍ کې د يو شمير لوړ پوړو بهرنيو چارواکو ا ومشرانو کوربه وو او ټاکل شوېده د جرمنې هېواد د دفاع وزير فرانس جوزيف هم نن کابل ته راورسيږى .دى به له ولسمشر کرزى ، ددفاع له وزير ستر جنرال عبدالرحيم وردک او هم دارنگه د جرمنى هېواد د عسکرو او ځواکونو له مرکزونو څخه ليدنه او کتنه وکړى . جرمنى د اييساف په ليکو کې څه ناڅه ٣٠٠٠ سرتيرې په افغانستان کې لرې او داونۍ په سر کې يې د مزارشريف هوايې ډګر ته څيرمه د يوې سترې پوځې اډې د جوړولو کار هم پيل کړى دى .دامريکا ددفاع وزير رامسلفد هم پرون د پاکستان له سفر څخه وروسته کابل ته راورسيد او نن سهار يې دبګرام په فوځى اډه کې د اييتلافى ځواکونوله مرکزاو دخپل هېواد له ځواکونو څخه ليدنه او کتنه تر سره کړه .ده له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټينګار وکړ او دايې ونه منله چې امريکا په افغانستان کې پټ جيلونه لري .ده وويل چې د امريکايى ځواکونو کموالى به په افغانستان کې دطالبانو او د تروريزم په وړاندې ددوى روانه مبارزه کمزورىنه کړى . امريکا اوس مهال ١٩٠٠٠ سرتيرى په افغانستان کې لرى او په پام کې لر ى چې د نوىکال په لومړيوکې ٣٠٠٠ عسکر له افغانستان څخه وباسى .له بل لوري د استراليا د بهرنيو چارو وزير الکساند داونر هم له حامد کرزى سره ليدنه درلوده او د افغانستان د بهرنيو چارو له وزير سره يې د همکارى يو دوه اړخيزه تړون لاس ليک کړ .د ملګرو ملتونو د سرمنشى مرستيال جان ميرىاو دچاپان د بهرنيو چارو وزرات مرستيال هم له ولس مشر او يو شمير نورو افغان دولتى چارواکو سره خبرې تر سره کړى دى .له دې نه وړاندې د امريکا د ولسمشر مرستيال ډيک چينى له خپلې ميرمنې او د فرانسې د ددفاع وزيرې هم د افغان دولت درانه ميلمانه وو .د هسپانيا هېواد لومړى وزير ، دفاع وزير او يو شمير لوړپوړو چارواکو د افغانستان د هرات او بادغيس له ولايتونو څخه ليدنه وکړه .پاکستان هم په کابل کې خپل نوى سفير په دنده ګمارلى دى .له دې سره سم د افغانستان ملى شوراهم په بريالۍ توګه جوړه شوه او دولس جرګې او مشرانو جرګې مشران هم وټاکل شول ، چې په دې توګه د بن دپريکړو وروستى ټکى هم په افغانستان کې پلۍ شو .دغه کتنې او ليدنې په ډاګه کوى چې نړيوال دولس مشر کرزى تر مشر لاندې د افغان حکومت په ټينګه ملاتړ کوى او د افغانستان دبياودانولو،د ترخګر ى او نيشه يى توکو پر وړاند مبارزه، د ولسواکۍ ټينگښت او پراختيا او دسراسرى ثبات رامنځ ته کولو په برخه کې چې د سيمې او نړيوال ثبات او سولې له پاره بنسټيز اهميت لري ، افغانان او افغانستان يوازې نه پريږدى .افغان ولس چې ددولت له ادارى فساد څخه تر پوزو راغلى ، سترګې په لار دى چې پارلمان به په دې او نورو برخو کې د افغان ولس له پاره څه ډول خدمتونه تر سره کړى .دا به راتلونکى وښيى چې پارلمان دقانونيت او عدالت دټينګولو او دحکومت پر کړنو تر کومه کچې پور بې پرې پاتې کيږى ؟ .ځکه دولسى او مشرانو جرګې مشران او اکثريت غړى دوروستيو او اوسنيو رژيمونو حاکمان وو او دستر و واکونو په لرلو سره يې ولس ته د کړنو هر څه د لمر په شان روښانه دى .سره له دې چې په تيرو څلوروکلونو کې د پام وړ پرمختګونه شوى دى خو افغان ولس د غه برياوى د نړيوالې ټولنې د ميليونو نو ډالرو د مرستو په پرتله ډيرې کمزورې بولې او په دې ويره کې دى چې د پارلمان مشران او غړى به هم يوازې خپل جيبونه د پخوا په شان ډک کړى او ولس به يو ځل بيا په بې وزلۍ او بد بختيو کې يوازې پريږدى .