دلته لږ زموږاور بل دی - غونډه جوړه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48584
افضل ټکور
دخبریدو نیټه : 2012-04-09

 

دلندن دفرهنګی یارانودمیاشتنیو غونډو په لړ کی ددی میاشتی غونډه د ښه شاعراو لیکوال ښاغلی غلام محمد کامه وال په کوربه توب جوړه شوه غونډه کی دپښتو ژبی ښه لیکوال او کیسه لیکوونکی ښاغلی اکبر کرګر ځپله لنډه کیسه د(یادونه او نقلونه) تر سر لیک لاندی ولوستله او وروسته دغونډی برخه والوددغی کیسی دځانګړتیاوو او نیمګړتیاوو په اړه بحث وکړ.
 د کیسی لنډیزداسی وو: کیسه دپښتو ژبی دفولکلوریکو کیسو دقهرمانانو پر بنیاد پیل شوی وه،او زموږ دهیواد داوسنی حالت دپيښوتصویرونه په کی په سمبولیک ډول وړاندی شوی وو، په دی کیسه کی نارینه چی دتوری اومیړانی سمبول دی زموږ داولس نمایندګی کوی په کیسه کی موزی ډوله عناصر چی د(رجاله و)نقش لری هم په ډیره هنری بڼه بیان شوی دی داډول دښځو سرښندوونکی رول په کی له پامه نه و غورځول شوی.په کیسه کی دزمان عصر اصلا ورک وو خو ولی پیښو ته په کی په دير جادویی ډول تسلسل ورکړ شوی وو.
 
ښاغلی فدانظری وویل: زه دلنډی کیسی په اړه څه نه وایم خودومره ده چی زه فکر کوم چی هره لنډه کیسه یو قهرمان ولری خو دلته په دی کیسه کی ډیری پیښی سره اوډل شوی دی زما سوال دادی چی که لیکوال ځواب راکړی چی دا لنډه کیسه ده او اوږد داستان؟
 ښاغلی سپین تڼی وویل:زه هم ډیر څه نه وایم خو دومره ده چی لیکوال مختلفی پیښی سره ډیرپه هنری ډول یوځای کړی او ماته یی ډیر خوند راکړځکه چی په کیسه کی زموږ دهیواد دروانو پیښو ډیره ښه عکاسی شوی ده.نو ځکه یی ماته ډیر خوند راکړ.
 دپښتوژبی ښه کیسه لیکونکی ښاغلی سوله مل وویل:زما په شخصی نظر هره لنډه کیسه باید دوه ډوله لوستونکی ولری یوعام لوستونکی او بل هغه لوستونکی دی چی هغه دکیسی په هنر پوهیږی زما په فکر ښه کیسه هغه ده چی ډیر پری وپوهیږی دکیسی په ځانګړتیاوو او نیمګړتیاوو پو هیږی، نن سبا دلاتینی امریکی او دهسپانوی ژبو لیکوالو لنډی کیسی دنړی په ډیرو ښو کیسو کی راځی او کرګر صاحب دهغو لیکوالو څخه دی چی ددغو اثارو مطالعه لری دغه کیسه او هغه کیسی چی دغه ډول مفاهم ولری زما په زړه هغه دچا خبره ( په زړه چک لګوی) دغه کیسه چی دحالاتو ګډوډ تصویر دی ځانګړی ښکلا یی لرله، ننی کیسه د لنډی کیسی په کلاسیک تعریف کی نه ځایږی.
 
ښاغلی سیال شینواری وویل:زه چی کله وړوکی وم نو موږ ته به کوچیانو کیسی کولی دا کیسی دومره خوږی وی چی هر وخت به هغوی موږ مجبوره کول چی موږ ته کیسی ووایی نو کله به موږ تری وغوښتل چی کیسی راته وکړی نو دهغوی جواب به داو چی دسیند دغاړی کیسه درته وکړو که پر سیند دپوروتو دسیند دغاړی کیسی نه به دکیسه کوونکی هدف داو چی یوه کیسه به یی کوله کیسی به یو قهرمان لره او که موږ به ورته وویل چی پر سیند دپوری وتو کیسه راته وکړی نو بیا به هغه کیسه ډیره اوږده او ډیر قهرمانان به یی لرل
 زما په فکر دکرګر صاحب کیسه هم هغه پر سیند ډپوری وتو کیسی ته ورته ده ډیر اتلان او ډیر قهرمانان لری ماته په خپله دکر ګر صاحب دغی کیسی ډیر خوند راکړ.
 ښه شاعر نظیف تکل صاحب وویل:سره له دی چی دکرګر صاحب ټولی کیسی پیچلتیا لری او کله کله سوله مل صاحب ته دغه پیچلتیا خوند هم نه ورکوی خو ماته بیا همدغه پیچلتیا خوند راکوی ،هغه په دی مانا چی یو څه باید لوستونکی هم فکر وکړی زما پر اند اوسنی شعر او لنډه کیسه باید يوڅه پیچلی وی.
 ژورنالست او شاعر ولی عبدالله وویل:زما پر اند هر لیکوال او شاعر یو معین (تارګیټ) یا هدف لری هیڅکله هغه لیکوال او شاعر چی پر څو نړیوالو ژبو پوهیږی له هغه لیکوال او شاعر سره نه شو پر تله کولی چی پر نورو بهرنیو ژبو نه پوهیږی ،او کرګر صاحب له هغو لیکوالو څخه دی چی ڼړیوالو ادبیاتو ښه او پوره مطالعه لری دنړی شهکارونه یی لوستی دی او دغه کار دده دبری سبب شوی دی ،په نړی کی به ډیر شهکارونه وی خو زما په فکر ښه اثر او شهکار به هغه وی چی زموږ دهیواد له پیښو سره تړاو ولری زما په فکر لیکوال مکلفیت نه لری چی دهغه په اثر دی هر څوک وپوهیږی لیکوال باید دچوکاټونو پابند نه وی چوکاټونه په طبعی ډول اوس مات شوی دی زما پر اند مخکښ لیکوال هغه دی چی چوکاټونه مات کړی، ددی بله ښیګڼه داده چی لوستونکی په ځان پسی کشوی او ددغی کیسی متن همدغسی دی،خو ددی ټولو سره سره ځنی ټکی راته په دغه کیسه کی نامانوس ښکاره شول که کرګر صاحب بیا لیکله باید دغه ټکی ته پام وکړی،
 ښاغلی کامه وال صاحب وویل:ما دغه کیسه پخوا هم لوستلی وه په دغه کیسه که ډیری پیښی هم راغلی دی خو ډیر په ښه ډول دغه پیښی سره اوډل شوی دی اوزموږ دټولنی ناوړه اړخونه په کی په ډیره ښه بڼه بیان شوی دی زه فکر کوم هر څوک دغه کیسه ولولی نو خوند به ورکړی،
 ددی کرښو(هچمدان ) وویل: دکرګر صاحب دغه کیسه دنورو لنډو کیسو خلاف ډیره خوږه کیسه ده دا په دی مانا نه چی دهغه نوری کیسی ستونزی لری زما مطلب دادی چی دا لنډه کیسه نه بلکی دیوه ناول له پاره ښه طر حه کیدلی شی او هغه داچی په کیسه کی دومره پیښی اوډل شوی که لږ نور کارهم پری وشی نو کامیاب ناول تری جوړیدای شی،کیسه دارواښاد استاد محمدګل نوری د ملی هنداری له فولکلوریکو کیسونه په استفاده لیکل شوی ده لیکوال له دغو اتلانو نه دسمبولونو په تو ګه کار اخستی دی او هغه داسی هم نه چی ددغو کلاسیکو کیسو داتلانو نومونه بدل کړی دی بلکی یو ډول داستانی تړاو زموږ دهیواد اوسنیو پیښوسره ورکړی دی، او زموږ دهیواد اوسنیو پیښو ښه عکاسی په کی شوی ده دغه لنډه کیسه که څو څوځلی هم ولوستل شی نو لوستونکی ته به خوند ورکړی،ددغی کیسی دپیغام په اړه هم دغونډی بحث ډیر تود شو ټکور وویل زه فکر کوم چی دهر ښه هنری اثر پیغام دپنځوونکی او دلوستونکی سره یوډول نه دی ،مطلب داچی لیکوال ممکن یو ډول پیغام غواړی چی لوستونکی ته یی ورکړی او لوستونکی شاید بل ډول پیغام تری واخلی زه فکر کوم ضرور به نه وی چی دلیکوال بيغام دلو ستونکی سره يو ډول وی،
 سپین ټڼی هم وویل: پیغام دهر لوستونکی له نظره بیل بیل دی زما پر اند ښه اثر دادی چی څومر په زړه لګیږی ښه اثر باید زړونو ته لار پیدا کړی،
 ښاغلی سوله مل وویل: هر څوک چی وایی چی پیغام په کیسه کی مهم نه دی دا به غلطه وی هرډول هنری اثر باید يو پیغام ولری هر هغه هنری اثر چی پیغام نه لری نو هیڅ مفهوم به هم ونه لری.
 خو کله چی ښاغلی نظری وویل : چی ددی کیسی پیغام به څه وی نو دکیسی لیکوال کرګر صاحب ورته وویل:
 سر په دار پری شوی ښه دی
نه پری شوی په پیغور
زما پر اند دا به ستاسی دپوښتنی ښه ځواب وی