فتوی نمبر (۶۰۴) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : محمد سعيد /نيويارک .
و شيخ الحديث والتفسير حضرت عاليمقام مولانا أبوالفضل (عمه فيضه الجاري) ته او دبينوا ادارې و مسؤل هادی صاحب ته نبوي تحفه وړاندي کوم ، السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته . ځما پوښتنه له مولانا صاحب څه داده چی د سلام په جواب کښ تر ورحمة الله وبرکاته زياتوب څنګه دئ مثلا ووايي : ومغفرته ؟ که مو جواب راکړ احسان به مو وی .
الجواب و هو الملهم للصواب
محترمه وروره ! پدې باره کښي چي په سلام او د هغه په جواب کښي تر ورحمة الله وبرکاته اضافه توب او زيادت کول په «ومغفرته» او «ورضوانه» سره شرعًا څه حکم لري روايات مختلف دي :
امام مالک (رحمه الله) په «موطأ» کښي له حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت نقل کړئ دئ چي په هغه کښي راغلي دي : «انتهی السلام الی البرکة» . یعني سلام پر «برکاته» باندي مکمل او پوره ګرځي .
خو ددې پر خلاف بيا له حضرت أنس ، زيد بن أرقم او ابن عمر (رضي الله عنهم) څخه داسي روايات موجود دي کوم چي په هغو کښي تر «وبرکاته» زيادت هم سوئ دئ ، که څه هم دغه روايات ضعيف بلل سويدي خو په مجموعي ډول دا ورڅخه ثابتيږي چي په سلام کښي تر «وبرکاته» زياتوب مشروع کار دئ .
خلاصه دا چي په سلام يا د سلام په جواب کښي تر وبرکاته وروسته زيادت ، او «و مغفرته ورضوانه» ويل مشروع او ثابت دئ .
[قال حافظ ابن الحجر رحمه الله : وهذه الأحاديث الضعيفة اذا انضمت قوي مااجتمعت عليه من مشروعية الزیادة علی «وبرکاته» ] . (موطأ کتاب السلام / شعب الايمان باب في رد السلام /فتح الباري ۱۱ــ ۷ ) .