وينه راوتل او راايستل په اودس ماتولو کي فرق نلري :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 48639
دارالأفتآء أبوالفضل .
دخبریدو نیټه : 2012-04-13

فتوی نمبر (۶۰۶) . 


مفتي   :  ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته  .

مستفتي   :  مولوي محمد حسن  /کابل /أفغانستان  .

 

و جامع المعقول و المنقول ، صاحب القوة القدسية علامه معين الدين ابوالفضل (صانه الله من شرور الحاسدين) ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ، ستاسي ددې ستر خدمت أجر او ثواب تا او محترم خالد صاحب ته له الله پاک څخه غواړم او الله مو نور هم مو موفق لره  . ځما استفسار له تاسو محترم څخه دادئ چي د فقهي له کتاب «هدايه» څخه دا فهمول کيږي  چي که د سړي پر يو اندام باندي دانه وي او هغه دانه په زوره کښيکاږي او وينه ورڅخه راووځي نو پدې سره اودس نه ماتيږي ، بلکي اودس په هغه وینه سره ماتيږي چي په خپله راووځي نه په هغه سره چي د سړي په زور سره راووځي ، نو ايا دغه معتبر قول دی او که معتبر قول ددې پر خلاف دی ؟

 

الجواب و هو الملهم للصواب


محترمه وروره ! که څه هم «هداية» په حنفي مذهب کښي خورا د اوچت مقام کتاب دئ خو په ځينو ځایو کښي فتوا د هدايې د قول پر خلاف باندي وي ، يو له هغو څخه همدغه ځائ دئ  ؛ ځکه چي مفتی بِه قول دادئ چي وينه وغيره که پخپله له ټپ او دانې څخه راوبهيږي او که د سړي په زور او کښيکښلو سره راووځي اودس په ماتيږي .
ځکه چي يو خو په «اخراج» (راايستلو) کښي خروج «راوتل» موجود دئ   ، او بل که يو سړئ رګ ووهي «مثلا» پدې سره اودس ماتيږي ، نو کچيري په اخراج (راايستلو) د نجاست سره اودس نه ماتيدلائ نو بايد په رګ وهلو سره هم اودس نه وائ مات سوئ ؛ ځکه چي دلته خو هم کومه وينه چي راووځي مُخرَجه «راايستل سوې) بلل کيږي نه خارجه (راوتلې)  . 
[الدر المختار علی هامش رد المحتار ، وردالمحتار ج۱ ص ۱۰۱]  .