فتوی نمبر (۶۰۷) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : نثاراحمد .
محترم مفتي صاحب ! اسلام عليكم ورحمت الله وبركاته، و بعد :
زه به سعودي عربستان كي زوند تيروم ، زما پوشتنه د سجده سهوي به باره كى ده ، به صلوة المغرب كي رانه اوله قاعده باتي شوه،ما د تشهد نه وروسته سلام وكرزاوه او بيا مي سجده سحوي وكره. د لمانزه نه وروسته راسره عرب به دي خبره بحث وكر جي سلام سره ستا لمونزمات شو، ته بايد سلام ونه كرزوي بلكه د درود او دعا نه بس سجدي وكري او بيا سلام وكرزوي.هيله كوم ماته بدي مسئله كي معلومات راكري .وسلام .
الجواب و هو الملهم للصواب
محترمه وروره ! ځموږ د امام أعظم (رحمه الله) مَسلک دادئ چي پر سړي باندي سجده سهو لازمه سي نو په اخيري ناسته کښي به (چي کله التحياتُ تر عبده ورسوله پوري ووايي) نو که امام وي او که مُنفرد (بنا پر مفتی به قول به) و يوه طرفته سلام ګرځوي ، او بيا به سجده سهو کوي ، بيا به دوباره التحيات ، درود او دعا» تر پايه پوري وايي او سلام به ګرځوي .
په سعودي کښي چي تاته څوک ددې خلاف خبره کوي هغه سلفيان (وهابيان) دي ، سلفيان له څلورو مذهبو څخه منکر خلګ دي ، او په دين کښي بې حيايي او بې شرمي ددوۍ يو لازمي صفت دئ ، نو ددوۍ په خبرو عمل مکوه .
والسلام ومن الله التوفيق .