فتوی نمبر (۶۰۹) .
مفتي : ستر علمي او روحاني شخصيت عَلامه مُحَقِّقْ مُحَمّدْ مُعِينُ الدِّين أبوالفضل أفغاني ، کانَ اللهُ له ودَامَت برکاته .
مستفتي : نقيب الله صادق .
محترم مولانا صاحب پوشتنه مي داده چي په راتلونکي يو څو ورځو کښي ځما واده دئ نو پوښتنه مي داده چي زما راتلونكي بي بي ( خانمه ) به چا څخه ستر كوي او له چا څخه بي نه كوي؟
او بله خبره دا چي زما يو اكا دي خداي ج دي زموز او ستاسي سره ورته د نيكي لياري هدايت وركري هغه نه لمونځ كوي او نه روژه نيسي دده څخه به هم زما ميرمن ستر كوي او كنه ؟ د مهرباني له مخي محترم مولوي واضح جواب راته وليكي چي ستاسي د لارشووني سره سم ورته ووايم صاحب دير مننه
الجواب و هو الملهم للصواب
محترمه وروره ! يو أصلي اسلامي لار ده ، او يو د پښتنو رَسم او رواج دئ ، اسلامي لار د ښځي د ستر په باره کښي داده چي له هر هغه چا څخه به ښځه ستر کوي کوم چي په يو وخت له وختو کښي ددې نکاح له هغه سره صحيح کيږي ، نو پدې سبب د ښځي ليور (د خاوند ورور) اخښئ ، د خاله او عمه ځوۍ ، د اکا ځوۍ وغيره ټول هغه خلګ دي چي ښځه بايد ستر ورڅخه وکړي .
هغه خلګ (که د ميړه په قريبانو کښي وي او که د ښځي) چي ددغي ښځي نکاح له هغو سره په هيڅ وخت کښي له هغو سره صحت نلري (لکه د ښځي خُسر ، د ميړه اولاد له بلي ښځي څخه او داسي نور) دا د ښځي مَحرم خلګ دي ، چي له دوۍ څخه شرعًا ښځه په ستر سره مکلفه نه ده .
دا د «حنفي» مذهب ، بلکي د ټولو امامانو په منځ کښي اتفاقي خبر ده .
البته که د يو چا فاسقتوب ښکاره سي او دا ګمان باندي راسي چي دغه څوک په روا او ناروا نه دئ بند ، نو پر ښځه باندي لازم دئ چي له هغه څخه ستر وکړي ، که څه هم ددې ورور يا بل څوک وي ، نو پدې وجه ستا له اکا څخه بايد ستا ښځه ستر وکړي .