تورګل له سهاره تر دې مهاله بالا ډیره ځمکه واړوله کیدی شي دده د دومره چټک او نه ستړي کیدونکي کار لامل دا وي چې دې ځلې یې د غنمو اصلاح شوی تخم تر لاسه کړی ؤ او بل ځکمه هم ښه کیګه وه او غوایان یې پکې سم لکه زمریان په منډو وو.
تورګل د تل په څیر دا ځل هم د للمې پټي د باران او اسمان په تمه کرل خو له نور کله دا ځل لږ مطمئن شاندې ؤ ځکه چې سږکال بارانونه ډیر وخت په وخت وشول او دده دتجریبې له مخې داسې کال یو اباد کال کیدی شو.
دا وخت د تنکۍ غرمې یوولس بجې وي چې معولاً دده دلورکۍ د راتلو وخت ؤ چې ده ته به یې هره ورځ غرمنۍ راوړله خونن لږ نا وخته شو او تور ګل د نورو ورځو په پرتله نن ډیر وږی ؤ .
کله یې چې په وروستي ځل غوایان راتاؤ کړل نو هغې لارې ته یې ډیر په حسرت وکتل چې له کلي نه نیغه د للمې پټیو ته راعلې وه یو سوړ اسویلی یې وویست ویې ویل توتکۍ لورې تاسو لکه چې زما له لوږې نه یاست خبر سترګې مې لارې ته درووتې خو دغرمنۍ څه درک نه لګیږي .
همدې سره له لرې توتکۍ راښکاره شوه چې په سر یې شکرۍ ایښې راروانه ده .
تور ګل خپل غوایان ودرول او د ټمټو ګیډۍ یې ورته مخې ته کیښوده .
تاسو هم دمه شئ زما یارانو ډیرې منډې مو ووهلې شاباس غرمنۍ تاسو هم وکړئ او زه به هم تر هغې چې توتکۍ رارسیږي لاسونه ومینځم له خیره نن خو سم وږی شوی یم .
تورګل لوټه راواخیسته او لاسونه یې ومیځل راغی د پولې په هغه پلن ځای کیناستو چې ده دهمدې لپاره هوار کړی ؤ .
توتکۍ راورسیده .
هو توتکۍ د تورګل دولس کلنه لور چې په ده باندې له ځانه هم ډیره ګرانه وه .
لورې ډیر دې ناوخته نه کړ ؟ نن خو زه ډیر ستړی یم او سخته اشتیاه مې راغلې ده خدای دې وکړي چې د خوراک لپاره دې هم څه خوندور شی راوړی وي .
توتکۍ ویل پلار جانه ناوخته خو په همدې شو چې مور مې ویل نن دې پلار ته هګۍ پخوم خو په کور کې یوازې دوې دانې هګۍ وې نو مور مو ویل چې لږ صبر وکړه چې چرګه ناسته ده چې هګۍ واچوي نو درې واړه ورته پخوم چې لږ څه دمه یې پرې وشي نو همدا وجه وه چې لږ ناوخته شو خو پلار جانه نن مې هګۍ درته راوړي دي او ورسره په څنګ کې مستې هم دي او دشوملو پتکی مې هم ډک راوړی دی .
تورګل ویل افرین لورې دا خو دې سم دسړیتوب کار کړی دی ته راوړه چې خپله تاوده سړه پرې وباسم .
توتکۍ له شکرۍ نه لوښي را کوز کړل او پلار ته یې مخې ته کیښودل ویل یې پلاره ته وایې چې نن ډیر ستړی یم خو له نور کله راته نن خوشاله ښکارې او د ستړیا نښې درکې نه ښکاري دا ولې .
تور ګل ویل چې زما نانځکې لورې خوشاله په دې یم چې سږ کال هم له نورو کلو په پرتله راته اباد ښکاري او هم مې سږ کال اصلاح شوی تخم وکرلو .
توتکی ویل بابا تا خو ویل چې تاته به سپین ټیکری اخلم نو که سږ کال خدای دا فصل برابر کړ نو زما سپین ټيکری به څنګه شي .
تور ګل ویل ته دعاګانې کوه انشاءالله چې یوازې سپین ټیکری به نه وي بلکه شین کمیس به هم ورسره وي خو دعا کوه چې سږ کال خدای فصل برابر کړي .
توتکۍ ویل خدای دې یې برابر کړي پلار جانه .
تور ګل غرمنۍ ښه په خوند وخوړه او لوښي یې بیرته توتکۍ ته په شکرۍ کې واچول .
توتکۍ شکرۍ په سرکړه او ویل یې بابا جانه ته به کور ته کله راځې ؟
تورګل ویل بس لورې اوس نو ډیره قلبه نه ده پاتې له خیره دا لږ ځای پاتې دی چې دا خلاص کړم نو درځم داسې وګڼه چې ماسپښین چای به یو ځای څښو له خیره.
سږ کال په ژمي کې ښې بې شمارې واورې ووریدې چې غالباً د بزګرانو لپاره یو نیک شګون ؤ
تورګل به د ژمې په شپو ورځو کې هم په خپلو پټو ګرځیدو راګرځیدو غنم ډیر ښکلي راختلي وو .
ورځې او شپې ډیرې په بیړه تیرې شوې د سپرلي موسم راغی فصلونو زور واخیست ونې شنې شوې او ان داچې غرونو اورغونو شنه بړستن واغوسته .
تورګل ډیر خوشاله ؤ هره ورځ به د للمې په پټیو کې لګیا ؤ او بیکاره پوټي به یې له غنمو ایستل .
داوړي لؤنو ته پنځه لس شل ورځې لا پاتې وې چې یوه ورځ تور ګل لګیا دی د معمول په څیر خپل غنم للون کوي د سهار نه بجې وي چې توتکۍ راغله او ورسره دچای چاینک په لاس کې دی له مخې یې په پلار غږ کړ بابا جانه دا خو تا رښتیا ویل سږ کال خو دا غنم داسې ولاړ دي لکه زمونږ د کلي د جبې درګه دا خو داسې ښکاري چې ته وا غنم نه دي بلکه د لوخو او کړکو درګه ده ماشاءالله څومره اوږده اوږده وږي یې کړي دي .
پلاریې ویل لورې دعا کوه چې خدای یې داسمان له غاړې وساتي نن ورځ داسې توره وریځ ده چې ماته خوند نه راکوي دا تورې وریځې اکثره د ږلۍ نښه وي الله مو دې وساتي هسې نه چې دکال خواري مو اوبه یوسي .
تورګل د چایو پیاله ډکه کړه او لودیز لور ته ګوري چې وریځې ډیرې په چټکۍ راراوانې دي .
توتکۍ لورې داسمان خوند نشته راځه چې ځانونه کورته رسوو .
پلار او لور د کور په لوري راروان شول چې نا څاپه غټ غټ څاڅکي راپریوتل چې ورورو زیاتیدل توتکۍ ویل بابا اوس به څه کوو هغې ویل خیر دي لورې هاغه پورې جوماتکي ته به لاړ شو چې باران تیر شي بیا به ځو راځه.
دواړه هغه جوماتکي ته پناه یوړه چې بزګرانو د همدې ورځې لپاره جوړ کړی ؤ.
باران سره ورورو اوس د ږلۍ ګاټي ملګري کیدل تور ګل زر زر دعاګانې لولي او په ږلۍ یې ورچوف کوي تورګل ویل لورې تا خو قران شریف لوستی دی کنه چې کوم سورتونه دې په یاد وي هغه پرې چوف کوه .
توتکۍ ویل پلار جانه لګیا یم وایم یې او چوف کوم یې.
ږلۍ اوس خپله زوروره څپه شورو کړه اوس نو د تالاندې او بریښنا د اواز سره د ږلۍ غمجنه سندره روانه وه نیم ساعت یا څلویښت دقیقې وخت به یې اخیستی وي چې ږلۍ خپلې اخري مرمۍ استعمال کړې او نوره کراره شوه .
تورګل غلی غوندې راپاڅیدو چې د غنمو ننداره وکړي اوس به دچا په ګمان کې هم داخبره نه وه راغلې چې دا همهغه پټي دي چې یو ساعت مخکې پرې درګې درګې غنم ولاړ وو .
هرې خواته بس دروزې دروزې لیدل کیدې
تور ګل خپلو پټو ته په ډیره مایوسۍ سره کتل او سترګې یې ډکې ډکې کیدې چې ناڅاپه توتکۍ راودانګل او ویل یې پلار جانه زما سپین ټیکری ؟
تورګل خپلې خوږې لور ته وکتل او په نیولي غږ یې وویل لورې ستا سپین ټیکری دې سپینې بلا وخوړو او دې سره یې له سترګو دوې غټې غټې اوښکې د ږیرې په شیلو راروانې شوې .