لږ زموږ اور بل دی ، لندن میشتو فرهنګیانو دبهیرراپور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49001
افضل ټکور
دخبریدو نیټه : 2012-05-01

 


په لندن کی (دلته لږ زموږ اور بل)فرهنګی یارانو دخپلو میاشتینیو غونډوپه لړ کی داځل داپریل د اوه ویشتمی غونډی میزبان افضل ټکور وو،په غونډه کی لندن میشتو پښتو شاعرانو ښاغلی ولی عبدالله او ښاغلی غلام محمد کامه وال خپل شعرونه ولوستل او دغونډی برخه والو پری نظرونه وړاندی شول:
 که پښتون یی که تاجک یی که کوم بل
ته اټک یی ته پنجده یی ته کابل
ښکلی بوټی دبابر دباغ په زړه کی
ته ریښه یی ته ساقه یی ته یی ګل
پاڅه پاڅه خیالیګره لیونیه
کاروان تللی ته له ځانه یی غافل
عظمتونه دی په شاړو کی پراته دی
لکه بست لکه میوند لکه زابل
دنامردو پاچاهی در پکی جوړی
که شمال یی که جنوب یی که کوم بل
یو پر بل پسی ورکیږی او ډوبیږی
که میوند یی که پنجشیر یی که کابل
ښاغلی نظری وویل: شاعر باید دوه نظرونه سره ګډ نه کړی یو تغزل او بل شعار زه فکر کوم په دی کی تغزل کم دی،ښاغلی اکبر کګر زیاته کړه:دنظری صاحب دخبرو په دوام باید ووایم چی:هر څوک که یو نظر وړاندی کوی باید تخیل ورسره وی،زما په اند هم دا غزل نه دی ځکه چی غزل خاصه ژبه لری دغزل مفاهم زیاتره کنایات استعارات او عشقی مسایل دی،
 خو ښاغلی نظری وویل:زه دشعار سره مخالف یم دا زما په فکر شعار نه دی ښه به داوی چی نظم یی وبولو،
 ښاغلی نظیف الله تکل وویل:کله کله زموږ شاعران په لوی لاس غواړی چی ځنی بی ضرورته کلیمی په شعر کی راوړی لکه ابا سین،پامیر ،هندوکش او چی دا دنظم خبری دی په دی شعر کی زما په نظر قافیه وی نیمګړتیا هم موجوده ده،
 ټکور وویل:زه فکر کوم دښاغلی ولی عبدالله دغه شعر دنورو نیمګړتیاوو تر څنګ چی دوستانو ورته اشاره وکړه ځنی قافیه وی نیمګړتاوی هم لری لکه ګل دکابل سره سم نه ایسی،زما په اند قافیه وی نیمګړتیا غرل کله کله زیانمنوی خو نظم کی بیا دومره نه مراعاتیږی،بل کوم ټکی چی زه یی یادوم دادی چی ددی شعر ډیره برخه ماته ګونګه ښکاری لوستونکی نه پوهیږی چی دویناوال مطلب څه دی،قافیوی نیمګړتیا زموږ دپښتونخوا دډیرو ښو شاعرانو په شعری بیګو کی هم وینو خو هلته مفهوم له شاعر نه نه ورکیږی،
 وروسته ښاغلی ولی عبدالله خپل بل شعر ولوست چی داسی وو:
الاهو،الاهو،الاهو
یو ماشوم دمور په ګیډه
پرښتی ترینه چاپیره
ورته وایی مبارک شه
ځی دنیاته،ځی دنیا ته
هلته مینه ده مستی ده
هلته هره خوا هستی ده
هلته مور ده ،هلته پلار دی
رنګ په رنګ ښکلی بهار دی
الله هو،الله هو،الله هو
دده نه لویږی زړګی ته
ورته خاندی ورته وایی
دا دنیا ده زه په کی یم
نه بیګاه شته نه سبا شته
نه رڼا او نه هوا شته
خیالیګره زه دی نه منم خیالونه
زه دی نه منم پندونه
شپه سبا شی دی پیدا شی
له خپل اصل نه جدا شی
په ژړا شی ورو ورو وغړوی سترګی
دی بینا شی، هره خوا نغمه سرا شی
دسپیدوپه مناره کی
دقران په سیپاره کی
ورته وایی دا دنیا ده بی بقا ده
راځه ځو بلی دنیا ته
راځه ځو خپلی بقا ته
اسمانی ښکلی فضا ته
ا بدیت او بسم الله ته
هلته بله پاچاهی ده
شفاعتو او خدایی ده
تر ابده زنده ګی ده
دده نه لویږی زړګی ته
چی رښتیا بله دنیا شته
الله هو الله هوالله هو
ښاغلی تکل وویل: داډیر ښه شعر دی دلته ښکاری چی شعر په خپله راغلی او ماته یی ډیر خوند راکړ،ښاغل کرګر هم وستایه
 ټکور وویل:دلته ګورو چی دشاعر پیغام ډیر روښانه دی او لوستونکی ته یو مفهوم وړاندی کوی،
 له ښاغلی ولی عبدالله نه وروسته ښاغلی کامه وال خپل دغه لاندی غزل دغونډی برخه والو ته وړاندی کړ:
 مورجانی خوب کی بیګا ووی راته
وی،زویه دجنت ژبه پښتو ده
مدام دی دښمنی ورسره وکړه
خبرشوی دقیامت ژبه پښتو ده
جماعت کی می ملا ته داسی ووی
دخدای (ج)دعبادت ژبه پښتده
لږ ژر په مینانو زیری وکړی
دمینی محبت ژبه پښتو ده
په ډیرو تخریبونو ورانه نه شوه
زموږ دزعامت ژبه پښتو ده
اسانه سور او تال په کی پیداشی
هنر کی ریاضت ژبه پښتو ده
حجری دپښتنو ته کله راشه
میلمه ته مو دست ژبه پښتو ده
زما دسر قاتل هم پری قانع شو
نړی کی دغیرت ژبه پښتو ده
ملګرو اقتدا راپسی وکړی
زموږ دامامت ژبه پښتو ده
ټکور وویل:ښه غزل دی خو قافیه وی نیمګړ تیاوی لری، دمثال په توګه که ما دغه غزل لیکلی نوداسی می لیکه:
 په اسانه سور او تال په کی بیدا شی
دهنر او ریاضت ژبه پښتو ده
همداسی په ټولو بیتونو کی تغیر راتلی شی او دغزل سیلابی نیمګړتیا له منځه وړی بله دا چی داغزل له پیله تر پایه پوری په یوه موضوع راڅرخی خو کیداشی چی دغزل هر بیت بیل مفهوم ولری،
 خو ښاغلی نظری وویل:چی زه له دی نظر سره موافق نه چی دغزل هر بیت دی بیله بیله موضوع ولری،
 خو کامه وال صاحب وویل:زه فکر کوم که په دی غزل کی لاس ووهل شی سیلابی نیمګړتیا پیدا کوی زه خو وایم چی په همدی بڼه به ښه وی،
 ډاکټر عبدالله رحیمزی بیا په پښتو کی دیوه نوی فورم خبره وکړله هغه وویل: چی اوس اوس شاعرانو دغزلیز په فورم کی شعرونه لیکی چی دټپیزو سره لږ فرق لری خو ددغو شعرونو په اخر کی هم لنډی راغلی دی،دپښتو شاعران نن سبا نوی نوی تجربی کوی او لری نه ده چی زموږ شاعر ی ډیر پر مختګ وکړی،