پښتون خوشال بابا د پښتو ژبي پياوړى شاعر او لوي مبارز

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 49016
کاظم بيمار ننګرهارى
دخبریدو نیټه : 2012-05-02

                              
د کابل پوهنتون استاد

په پښتو او پښتونواله مين خوشال خان خټک ،زړه ور مبارز او په پښتو او پښتونواله مين شاعر د ملک شاه بازخان  زوي په کال  ١٠٢٢هجري په د خټکو په اکوره کي زيږيدلى دى. دى د يحيي خان لمسي او د ملک اکوري کړوسې او د جينو خان کودى کيږي . خوشال بابا يو بي تعصبه پښتون وو. دى د هغه وخت د پاړسي ژبي په هکله وايي.
که تازي ژبه  هر ګوره  چي ښه ده                پاړسي هم ډيره  په خوند  باندي خوږه ده
خوشال بابا په داسي وخت  کي ژوند کاوه  چي د هند مغولي امپراطوري او د ايران صفوي امپراطوريو په سيمه کي  رقابت درلود او پښتانه سره تر غۍ په  ترغۍ وو، او په قومونو ويشل شوي وو. د پښتو او پښتنو د يو والې لپاره هيچا يو ګام  هم نه وو پورته  کړى، نو دى د پښتنو په هکله وايي;
په يوه ژبه ويل سره پښتو کړو                       ولي  هيڅ نه شو يو له بله خبردار
خوشال بابا لکه څنګه چي په پښتنو مين وو، په پښتو هم عاشق وو نو وايي;
چايي پلو  له مخه نه دى پورته کړى                  پښتو ژبه لا هغسي باکره ده
دى د پښتو ژبي بيکسۍ ته ګوري چي ددي د زماني څخه پخوا پکي ډير کم اثار ليکل شوي وو نو بيا داسي وايي،
که د نظم که د نثر که د خط دي                 په پښتو ژبه مي حق دى بي حسابه
نه پخوا پکي کتاب و نه يي خط وو             دا دى ما په کي تصنيف کړل څو کتابه
ده په پښتو کي تقريبا د ٢٠٠جلدو په حدود کتابونه او رسالي په پښتو او دري ژبو ليکلي دي. په دى لحاظ
خوشال بابا د ځوانۍ څخه د شعر دويلو سره علاقه درلوده، دده د لمړې شعر نمونه داده،
عقل  سل  د مصلحت بندونه جوړ کا                 چي د عشق سيلاب پري راشي واړه نور کا
خوشال بابا شل کلن وو چي واده يي وکړ، دى لکه څنګه چي په هر کار کي غښتلى وو په عشق  کي هم ځان غښتلى بولي، او وايي;
زه خوشال کمزورى نه يم چي به ډار کړم           په ښکاره ناري وهم چي خوله يي راکړه
خوشال خان  خټک د پښتنو لوي بابا پخپل ٧٨ کلن عمر کي ٦٥ کاله دپښتنو او پښتو په مبارزه کي تير کړې دي. دى  د مغلي پاچا اورنګ زيب په مقابل سخت جنګيدلې وو او په دغه جنګ کي دى کله کله ځان تنها بولي،  مګر بيا  هم مغلي پاچا ته داسي  وايي،
د فساد که يو بڅرى و ما اور کړ                     اور ما پوري د اورنګ پادشاه په کورکړ
خوشال بابا مغلي پاچا اورنګ زيب ته په وار وار اخطار ورکوي او بيا  داسي ورته وايي
ومغل ته به زه هسي کار ښکاره کړم              راضي را څخه روح د فريد جان شي
په جهان د ننګيالي دي دا دوه کاره                 يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي
خوشال خان بابا د پښتنو د وحدت چيغي وهلي  او په خپلو اشعارو کي دا سي اظهار نظر کاوه،
مګر زه يي چه ګويا په شاعرۍ کړم                پښتانه يي پو هول  ايزد تعا لي
مغلي پاچا د خوشال بابا د اراد ي  دقوت څخه ډاريده او غو ښتل يي چيده ته پخپل دربار کي ځاي ورکړي او د ده د جنجال څخه ځان خلاص کړي مګر د لرو او برو پښتنو بابا د اورنګ زيب پيشنهادونو ته منفي ځواب ور کاوه لکه چي وايي،
چي پښتون شوم  په داهسي سپينه ږيره                    نور مي خداي مه کړه مغل وايم په څيره
دا  پوهيږم  چي مغل  لره  که  ورشم                      تر  اوله  به  زه لا ، په  چا ر  بهتر شم
په ور تګ به بيا خدمت راڅخه غواړي                    پښتا نه چي سره وژني دوي پري وياړي
خوشال بابا نه تنها د اورنګ  مغل پيشنهادونه رد کړل بلکه ټول پښتانه يي د ده سره مبارزي ته تشويقول، نو داسي ورته ويل،
پښتانه چي نور څه فکر کا ناپوه دي               بي د توري خلاصى نشته په بل  کار
بله هيڅ ليدلى نشو په دا منځ کي                    يا مغل د ملکه ورک  يا پښتون خوار
خوشال بابا د پښتنو د بي اتفا قۍ نه سر ټکوي اووايي،
هره چار د پښتانه تر مغل ښه ده                   اتفاق ورسره نشته ډير ارمان
که توفيق د اتفاق پښتانه مو مي                    زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان
خو شال بابا کله کله دخپلي شاعرۍ څخه هم شکايت کوي او وايي،
زه د شعر په کار هيڅ نه يم خوشال                ولي خداي مي کړ په غاړه دا مقال
او بيا بل وخت پخپلو  شعارو وياړي او وايي،
په پښتو ژبه چي ما علم بلند کړ                  د خبرو ملک مي فتحه په  سمند کړ
ما خوشال چي په پښتو شعر بيان کړ           د پښتو ژبه به اوس په اب و تاب شي
 د خپل ديوان په هکله داسي وايي
درست  ديوان مي لکه باغ د علم ګنج دى                 په کي هر رنګه ګلونه هر نهال
خوشال بابا چاپ شوي کتابونه  تر ٢٥٠پوري رسيږي ځيني دادي:
د شعارو ديوان
باز نامه
صحت البدن
هدايه
ايينه
فضل نامه
سوات  نامه
فرحنامه
دستار نامه              
بياض
زنځيرۍ
رياض الحقيقه
عيار دانش
تفسير
تفسير سورت يوسف
او نور ډير تاليفات لري
د خوشال بابا د اشعارو بيلګي دادي:
د ننګ او ناموس په هکله وايي:
څو وانخلي له غليمه انتقام                      مرد نه خوب کا  نه خوراک کا نه  ارام
چه د ننګ او د ناموس اندوه نشته            د هغه سړي به نه وي احترام